Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1164

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1165

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1166

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1177

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1164

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1165

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1166

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1177

له بدو کارو د مخنيوي فائده /مولوي عصمت الله عزام

0 1,134

بسم الله الرحمان الرحيم

نحمده و نصلی علی رسوله الکريم امابعد :

له بدو منع کول لکه څرنگه چي د مسلمان مسئوليت دی، د دې سره سره په دُنيا او آخرت کي زياتي گټي لري .

يوه ستره گټه يې په دُنيا کي دا ده چي له عذاب څخه د خونديتوب لپاره ستر او اغېزناک لامل دی .

الله – جل جلاله – فرمايي :

فَلَمَّا نَسُوا مَا ذُكِّرُوا بِهِ أَنْجَيْنَا الَّذِينَ يَنْهَوْنَ عَنِ السُّوءِ وَأَخَذْنَا الَّذِينَ ظَلَمُوا بِعَذَابٍ بَئِيسٍ بِمَا كَانُوا يَفْسُقُونَ ( الاعراف : ۱۶۵ )

ژباړه : نو کله چي يې هغه نصيحت هېر کړ چي يادونه يې ور ته شوې وه، نو بيا مو هغه کسان وژغورل چي له بديو يې منع کوله او چا چي ظلم کړی وو، هغوی مو په سخت عذاب راونيول، په دې چي سرغړونه به يې کوله !!

په دې آيت مبارک د هغه قوم يادونه شوې، چي د درياب په غاړه اوسېدل، د دغه کلي نوم ايکه وو، په دې زمانه کي ور ته عقبه داود وايي .

الله تعالی ور ته وفرمايل چي د شنبې په ورځ به کبان ( ماهيان ) نه نيسئ ! خو د امتحان په توگه به د شنبې په ورځ ماهيان زيات وو او په نورو ورځو به کم وو .

دوی صبر و نه کړ او د الله تعالی د صريح حکم په شتون کي يې حيله وکړه، د درياب سره نږدې يې حوضونه جوړ کړل، اوبه به يې ور پرېښودې، کله به چي د شنبې په ورځ کبان ( ماهيان ) د دوی حوضونو ته ننوتل، نو د وتو لار به يې پرې بنده کړه، د يک شنبې په ورځ به يې ونيول .

په دې توگه به يې د ځان لپاره پلمه جوړوله چي موږ خو د شنبې په ورځ ښکار نه دی کړی، گويا دوی په خپلي دې حيلي سره نعوذ بالله خدای ته دوکه ور کوله .

الله پاک د دې ناوړه عمل سزا په دُنيا کي ور کړه، چي شکلونه يې د شادوگانو او بيزوگانو په څېر شول .

الله تعالی په دې مبارک آيت کي فرمايلي دي چي کله عذاب راغی، هغه خلگ چي له بدو يې منع کوله، موږ له عذاب څخه وژغورل او ظالمان مو په سخت عذاب کي ونيول .

معلومه شوه چي له بدو کارو منع کول له عذاب څخه د خلاصون يو مُهم سبب دی.

شيخ عبدالرحمان السعدي ليکي : وهكذا سنة اللّه في عباده، أن العقوبة إذا نزلت نجا منها الآمرون بالمعروف والناهون عن المنكر. ( تيسير الکريم الرحمن في تفسير کلام المنان ص : ۳۱۶ )

ژباړه : دغسي په بندگانو کي د الله پاک سنت او طريقه ده چي کله عذاب نازل شي، په ښو امر کوونکي او له  بدو منع کوونکي ترې خلاصېږي !!

که د ښو په  لور بلنه او له  بدو منع و نه شي، نو پايله به يې د گناهونو زياتوالی شي، چي پايله د الله پاک له لوري عمومي عذاب دی، چي په ترڅ کي به يې نېکان او بدان ټول هلاکېږي .

لکه څرنگه چي په حديث کي راغلي دي :

عَنْ زَيْنَبَ بِنْتَ جَحْشٍ –رضی الله عنها- أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- دَخَلَ عَلَيْهَا يَوْمًا فَزِعًا يَقُولُ « لاَ إِلَهَ إِلاَّ اللَّهُ وَيْلٌ لِلْعَرَبِ مِنْ شَرٍّ قَدِ اقْتَرَبَ فُتِحَ الْيَوْمَ مِنْ رَدْمِ يَأْجُوجَ وَمَأْجُوجَ مِثْلُ هَذِهِ ». وَحَلَّقَ بِإِصْبَعَيْهِ الإِبْهَامِ وَالَّتِى تَلِيهَا. قَالَتْ زَيْنَبُ فَقُلْتُ يَا رَسُولَ اللَّهِ أَفَنَُهْلِكُ وَفِينَا الصَّالِحُونَ قَالَ : نَعَمْ إِذَا كَثُرَ الْخَبَثُ ( متفق عليه مشکوة المصابيح ص : ۴۵۶ ج : ۲ ) .

ژباړه : له  حضرت زينب بنت جحش – رضی الله عنها –   څخه روايت دی چي رسول الله – صلی الله عليه وسلم – د دې کور ته د وېري په حال کي داخل شو، داسي يې ويل : له الله – تعالی – پرته هيڅوک د عبادت لائق نشته، د عربو لپاره د هغه شر له امله تباهي ده چي رانږدې شوی دی، نن د يأجوج او ماجوج له دېوال څخه دومره ( لار ) خلاصه شوه، او په خپلو دوو گوتو: بټي او ورته نږدې گوتي سره يې حلقه جوړه جوړه کړه .

زينب – رضی الله عنها – ( د مؤمنانو مور ) وايي ما وويل : اې د الله پېغمبره ! – صلی الله عليه وسلم – آيا موږ به په داسي حال کي هلاکېږو چي په موږ کي نېکان خلگ موجود وي ؟

نبي – عليه  السلام – وفرمايل : هو، کله چي گناوي زياتي شي . ( متفق عليه ) .

گناوي کله زياتېږي ؟ کله چي نهی عن المنکر او له بدو کارو مخنيوی پرېښودل شي .

و صلی الله علی نبينا محمد و علی آله و اصحابه اجمعين

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply