له دُنيوي عذاب څخه د خوندي کېدو اسباب (۲) برخه
ليکوال : مولوي عصمت الله عزام
بسم الله الرحمان الرحيم
نحمده و نصلي علی رسوله الکريم امابعد :
۳ : توبه او استغفار :
د الله پاک له عذاب څخه د مخنيوي لپاره يو مؤثر سبب توبه او استغفار دی .
الله تعالی فرمايي : وَمَا كَانَ اللَّهُ مُعَذِّبَهُمْ وَهُمْ يَسْتَغْفِرُونَ (الانفال : ۳۳)
ژباړه : او الله پاک دوی ته په داسي حال کي عذاب ور کوونکی نه دی چي دوی بخښنه غواړي !!
مشرکانو سره د دې چي د خلگو په وړاندي خو يې د ځان لپاره د عذاب غوښتنه وکړه، خو په زړه کي د دې خبري په ناسمتيا پوهېدل، نو د عذاب له راتلو وېرېدل او له الله پاک څخه به يې استغفار او بخښنه غوښتله، نو ځکه الله تعالی وفرمايل چي الله تعالی دوی ته د بخښني د غوښتلو په حال کي عذاب نه ور کوي .
معلومه شوه چي استغفار د عذاب له راتلو تر هغه وروسته هم مانع او مخنيوی دی چي د عذاب لاملونه موجود شي .
حضرت ابن عباس رضي الله عنهما فرمايلي دي : إن الله جعل في هذه الأمة أمانين لا يزالون معصومين مجارين من قوارع العذاب ما داما بين أظهرهم: فأمان قبضه الله إليه، وأمان بقي فيكم، قوله: { وَمَا كَانَ اللَّهُ لِيُعَذِّبَهُمْ وَأَنْتَ فِيهِمْ وَمَا كَانَ اللَّهُ مُعَذِّبَهُمْ وَهُمْ يَسْتَغْفِرُونَ } ( تفسير ابن کثير ص : ۴۹ ج : ۴ )
ژباړه : الله جل جلاله په دي امت کي دوه امانه مقرر کړي، چي تل به له عذاب څخه خوندي وي تر څو چي هغه دواړه په دوی کي موجود وي .
يو امان الله پاک خپل لوري ته اخيستی دی ( يعني نبي عليه السلام ) او بل په تاسو کي پاته دی( يعني استغفار )، ( د دغه خبري يادونه) د الله پاک ( په دې ) وينا( کي شوې ) ده چي : وَمَا كَانَ اللَّهُ لِيُعَذِّبَهُمْ الآية !!
معلومه شوه چي له عذاب څخه د خلاصون لپاره توبه او استغفار مُهم سبب دی .
نو اوس په دې زمانه کي له عذاب څخه د مخنيوي لومړنی سبب ( د نبي عليه السلام ) وجود نشته، نو بايد دوهم سبب ( استغفار ) ته يې خاصه پاملرنه وکړو او له الله – جل جلاله – څخه د خپلو گناهونو بخښنه وغواړو او توبې ور ته وباسو .
۴ : له عذاب څخه د خلاصون بل سبب ايمان دی .
۵ : بل سبب يې شکر دی .
الله تعالی فرمايي : مَا يَفْعَلُ اللَّهُ بِعَذَابِكُمْ إِنْ شَكَرْتُمْ وَآَمَنْتُمْ وَكَانَ اللَّهُ شَاكِرًا عَلِيمًا (النساء : ۱۴۷)
ژباړه : الله ستاسو په عذاب څه کوي، که مو شکر و ايست او ايمان مو راووړ او الله شکر قبلوونکی پوه دی !!
په دې آيت کي الله تعالی دې خبري ته اشاره کړې چي الله پاک د هيچا په عذابولو ته اړتيا نه لري او نه دا کار الله تعالی ته کومه گټه رسوي .
خو ليکن د الله تعالی رحمت داسي ځای غواړي چي د رحمت قابل وي او هغه دا چي مؤمن او شکر کوونکی وي .
کله چي کوم ځای له دغي وړتيا خالي وي، نو پر هغه د رحمت پر ځای الله پاک عذاب نازلوي .
نو څوک چي د ځان لپاره نجات او خونديتوب غواړي، بايد ځان په ايمان او الله تعالی ته په شکر کولو ښائسته کړي .
و صلی الله علی نبينا محمد و علی آله و اصحابه اجمعين
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320