طالبان او نوې جګړې؛ د داعش او طالبانو تر منځ د وحشت سیالي

0 1,229

په تازه بیان کې د طالبانو یوه مشر ملا منان ویلي چې دی اختلافونو ته په جدي سترګه ګوري او که ټولې پرېکړې د هبة الله له ادرسه داسې د ځايي طالبانو په ضرر او سلیقو وي، نو دوی به به د هبة الله د پلویانو پر ضد د جګړې اعلان وکړي.

اوس جنګ دوه ګرم سنګرونه لري، یو هلمند دی چې طالبان یې د پایتخت په شان کاروي، تاریاک، وسلې او نور امکانات ورځي او بل کندوز دی چې د تازه راپورونو له مخې، هم یې ټپیان په خوندي توګه له امو څخه تاجکستان ته تداوي ته وړل کېږي او هم روسان په منظم ډول وسلې ورته استوي.
د داعش تمرکز په دې دوه سیمو ډېر نه ښکاري، خو تر څنګ یې فاریاب، جوزجان، او سرپل په نښه کړي دي.

په هلمند کې دبهرنیو ځواکونو مېشتېدل هم ښايي د دې لوبې جدیت ته په کتو وي، خو خلک شک ښيي چې بهرني ځواکونه به طالب راوپرځوي، داعش ته به ګټه ورسوي؟

په هلمند کې د تېرې ورځې برید او تر هغه مخکې د طالبانو د یوه ځايي قوماندان ملا منان اعلامیه د طالبانو په اړه هغه څه په ډاګه کوي چې تر امریکا، ناټو او افغان ځواکونو ډېر له داعش څخه په وېره کې دي.
د برید تړاو دا کېدای شي چې په کابل کې پر ستره محکمه د ځانمرګي برید پړه له ځنډ پرته داعش ومنله او هم د لومړي ځل له‌پاره په جوزجان کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې شپږ کارکوونکي ووژل شول او درې یې تري تم دي.

د دې حملې برید هم داعش ته منسوب دی. د داعش له خوا دا ډول کړنې او په خونړیو بریدونو کې د خپل پل داسې په بېړه څرګندول په دې مانا دي چې طالبان له بریدونو او وېرې اچولو اخوا د خپل نقش د ساتلو او نوم زباتولو کومه بله طریقه نه لري او که داعش په دې برخه کې دوی ته شکست ورکوي، نو طالبان اتومات حاشیې ته ځي.
له بلې خوا په طالبانو کې شدید اختلافات رامنځ ته شوي دي، یوه پاکستانۍ ورځپاڼه وايي چې د پاکستان استخباراتو په تېرو دریو میاشتو کې د پاکستان مېشتو افغان طالبانو په منځ کې یوه نظر سنجي کړې، خو د ای‌ايس‌ای د توقع خلاف هلته اکثره طالبانو ویلي چې دوی له جنګه ستړي او سولې ته لېوال دي.

اوس ای‌ايس‌ای طالبان په دې توګه غافل ګیره کړل او د جنګ خلاف طالبان یې په نښه کړي هم دي او صحنې ته هغه طالبان رامخې ته کوي چې جنګ ته لېواله دي.
د همدې سروې پر بنسټ طالبانو په تېره میاشت کې خپل څوارلس مهم والیان له دندو ګوښه کړل.

دغه راز د دې اختلافونو او فشارونو څپه تر پاکستان پورې محدوده نه ده، په تازه بیان کې د طالبانو یوه مشر ملا منان ویلي چې دی اختلافونو ته په جدي سترګه ګوري او که ټولې پرېکړې د هبة الله له ادرسه داسې د ځايي طالبانو په ضرر او سلیقو وي، نو دوی به به د هبة الله د پلویانو پر ضد د جګړې اعلان وکړي.

داسې درځونه په پخوا کې هم وو، خو له پاکستانه هڅه کېده چې د دوی وحدت وساتي، اما دا ځل اختلافونه طالبانو ته بد پیغامونه لري، یو اساسي مثال یې دا دی چې ښايي ناچاره یا له تحریکه جلا شوي طالبان له داعش سره یو ځای شي، ځکه دوی به یو واحد دښمن ولري چې هغه د هبة الله ډله او له پاکستانه دیکته کېدونکی طالباني ماشین دی.
اوس جنګ دوه ګرم سنګرونه لري، یو هلمند دی چې طالبان یې د پایتخت په شان کاروي، تاریاک، وسلې او نور امکانات ورځي او بل کندوز دی چې د تازه راپورونو له مخې، هم یې ټپیان په خوندي توګه له امو څخه تاجکستان ته تداوي ته وړل کېږي او هم روسان په منظم ډول وسلې ورته استوي.
د داعش تمرکز په دې دوه سیمو ډېر نه ښکاري، خو تر څنګ یې فاریاب، جوزجان، او سرپل په نښه کړي دي.

همدا مهال داعش په پاسنیو دریو ولایتونو کې طالبان خاموشه کړي او اکثره ساحې یې ځنې نیولې دي.
هلته اکثره طالبان په تدریجي ډول داعش ته واوښتل، ځکه چې له یوې خوا له داعش سره ډېر مالي تسلیحاتي امکانات دي او له بلې خوا د داعش په اړه د اکثرو یاغیانو باور دا دی چې دا جوړښت د طالبانو ځای ناستی دی.
نو طالبانو ته همدا لاره پاتې ده چې سختې جګړې وکړي، په ښارونو کې بریدونه وکړي، وېره خپره کړي او خپل قوت په دې توګه ثابت کړي چې دوی کولای شي، حالات د ځان په ګټه بدل کړي.

داسې اټکلونه دي چې راتلونکی کال د داعش او طالب تر منځ د قوت دا ډول خونړۍ سیالي په افغانستان کې د عوامو د مرګ ژوبلې ګراف هم لوړوي.
بله مسله د طالبانو د ویندویي د نامريي ادرس ده، طالبان که بریدونه هم کوي که پرمختګ هم، نو له یو نامالوم لوري پېښې د دوی په ذمه‌واري حسابېږي.

دغه ادرسونه په افغانستان کې نه دي، دغه ادرسونه هم د جنګ د قوت له‌پاره دي، داسې اټکل کېږي چې داعش هم له دغه ډول ادرسونو د پېښو د منلو له‌پاره استفاده کوي، کېدای شي په دې توګه د طالبانو مطبوعاتي ادرسونه د داعش په ګټه وکارېږي او ښايي د طالبانو تبلیغاتي جګړه د داعش په کاته کې حساب شي.

دا د داعش او طالب د تقابل یوه خطرناکه مرحله هم ده. طالبان په شمال کې له کندوز او بغلان پرته بل ځای له داعش سره شدیده جګړه نه‌شي کولای او داعش هم له هلمند پرته، بل ځای طالب نه‌شي تضعیفولای.

په هلمند کې دبهرنیو ځواکونو مېشتېدل هم ښايي د دې لوبې جدیت ته په کتو وي، خو خلک شک ښيي چې بهرني ځواکونه به طالب راوپرځوي، داعش ته به ګټه ورسوي؟
که به د دواړو د قدرت د بېلانس له‌پاره په هلمند کې پاتې شي، هلمند کې به بېرته طالبان په اعتماد کې واخلي او که به د افغان دولت له سټراټېژي سره سم په هلمند کې د دواړو ډلو ریښې له منځه یوسي؟ اما وروستی دلیل د بهرنیانو د پخوانیو مشکوکو کړنو او هم د پنځلس کلنې جګړې له سابقې تفکیک کېدای شي چې کمزوری دی.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply