د مصر پولیسو د اخوان المسلمین ګوند د عالي اداري کمیټې ریس محمد عبدالرحمان او ۶ تنه غړي ونیول.
د اخوان المسلیمن ویاند طلعت فهمي خبري رسنیو ته وویل چې د ښاغلي محمد عبدالرحمان او ورسره مل هیت د ژوند مسئولیت د مصر د مقاماتو په غاړه دی.
هغه د مصر د پولیسو لخوا د اخوان المسلمین د جګپوړو چارواکیو د نیولو نه د هغوې د تښتولو په څیر یادونه وکړه.
ویاند وویل چې د مصر د حکومت لخوا دا ډول چلند او نیونې د ازادۍ پر وړانډې د دوی د مبارزې مخه نیولی نشي.
طلعت فهمي زیاته کړه چې د مصر امنیتي ځواکونو پرون د سهار په ساعتونو کې محمد عبدالرحمان او ۶ تنه نور ونیول.
هغه زیاته کړه چې پولیسو داسې چلند وکړ لکه څوک چې څوک تښتوي.
ویاند وویل چې د محمد عبدالرحمان او ورسره مل هیت د ځای په اړه معلومات نلري. پدې نه پوهیږي چې هغوې چیرته وړل شوي دي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320