د انګلستان د ویلټشیر په سیمه کې د مځکې لاندې په اټومي پناهګاه کې د چرسو کرونده وموندل شوه.
د انګلستان د ویلټشیر په سیمه کې د مځکې لاندې په اټومي پناهګاه کې د چرسو کرونده وموندل شوه.
د بي بي سي ترکي د خبر له مخې پولیسو د تیرې چار شنبې په شپه د چرسو د کروندې په اړه د راپور د ترلاسه کولو نه وروسته عملیات ترسره کړل.
د چرسو کروندګرو د پناهګاه لپاره داسې مخفي دروازې او د تګ او راتګ لارې جوړې کړې وې چې پولیسو ته يي په اړه معلومات نه ول. پولیسو په سیمه کې د څو ساعتونه انتظار او هڅو نه وروسته د پناهګاه نه د شکمندو کسانو د راوتو نه وروسته دروازه وموندله.
پولیس چې کله دننه ننوتل د عجیبې منظرې سره مخامخ شول. په پناهګاه کې د چرسو د کرولو لپاره ځانګړې سیستم جوړ شوی وو.
د انګلستان د پولیسو یو تن مفتش خبري رسنیو ته ویلي دي چې ډیره لویه دوه پوړیزه ودانۍ وه او ۲۰ جلا جلا خوني درلودې.
هغه وویل چې ټولې خوني د چرسو د بوټو نه ډکې وې. همداشان د چرسو د بوټو ډیرې زیاتې سټې پرتې وې.
پولیسو د چرسو د تولید په تور ۶ تنه نیولي دي .
د یادولو وړ ده چې دا پناهګاه په ۱۹۸۰ کلونو کې د اټومي بریدونو نه د خوندیتوب په خاطر د ځايي حکومت د چارواکیو په خاطر جوړه شوې وه.
پناهګاه د انګلستان د دفاع د وزارت اړوند وه.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320