پامیر د فیصل اباد په لومه  کې/ ګل باز تنها

0 1,292

د تاریخ پاڼو پامیر د نړۍ د بام په نوم یاد کړي، دنګ او نڅیدونکې مست  پامیر په بدخشان ولایت کې موقعیت لری ، بدخشان د هیواد شمال ختیزو ولایتونو په ډله کې خورا په زړه پورو طبعې ښکلا لرونکې مناظرو ولایت دی.

 چا که تراوسه پامیر پخپلو سترګو نه وی کتلې  او هلته نه وی تم شوي ، خو د ښکلا او زړه راښکوونکیو کېسواوریدلو او لوستلو يي  نږدی د هر افغان زړه  د هغې و لیدو ته لیواله کړي.

 ډیری افغانانو د پامیر سره د مینې له کبله ان خپلو بچو ته د پامیر نوم غوره کوی.

 ښايي د تاریخې تړاو او طبعې ښکلا له کبله به وی چې د کابل په لویدیزه څنډه، د غره په لمن، کارته سخې زیارت ترڅنګ د افغانستان د کرنې ، مالدارې او اوبو لګولو وزارت په دننه کې لمر ته مخامخ یوه دنګه څو پوړیزه ودانۍ د پامیر په نوم نومول شوي، په دغه  وزارت کې هره ودانۍ   لکه همیشه بهار اوداسې  نور ځانګړې نومونه لري.

 خو دا پامیر او د بدخشان پامیر سره ځمکې تراسمان واټن او توپیر لري هغه د ښکلا او ذهنې ارامی دا د غوسې پارونې او زړه تنګې پامیردی .

افغانستان نږدي ۸۰ سلنه وګړي په کرنه تکیه کوي، په ټوله کې دوی د همدې لارې خپل ژوند پرمخ بیايي، د کرنې وزارت د پامیر تعمیر کې مهمې پروژي لکه روټ آف پیس ،کلاپ او ان واټر فارم منجمنټ او نورې  چې د بزګرانو د اقتصادی ژوند ښه والې او په ټوله کې د هیواد د اقتصادي پرمختیا او خودکفايي له اړخه حیاتي ارزښت لری دفترونه يي همدلته سره را ټول دی.

 که د پامیر پر ودانۍ  څوک خپلواکه ارزونه وکړي دلته به په مهمو موقفونو، پوستونو او ان که زیاته مبالغه ونه شي ترټیټ پوست پوری د پاکستان د فیصل اباد پوهنتون فارغانو یوه نه شلیدونکې سیستماتیکه کړي ومومي  او دویم قدم کې د هغه چا چې تذکره د کونړ ولایت وی.

 په ساده اصطلاح دلته ان په ټیټ پوست کې ګمارنه او دنده ترسره کول تر لسو ډیرو وکیلانو دروازه ټکولو او یوشمیر چارواکو واسطو وروسته ترممکنه بریده ښايي امکان ولري، دا بیا  هغه چاته خورا ګرانه ده، چې د فیصل اباد  پوهنتون په انګړ کې يي قدم نه وی ایښې او د هغې په شپه غالې  کې شپې ورځي نه وی سبا کړي.

د هیوادونو ډیری سکلرشیپونه د سیاسې موخو او د راتلونکې  لپاره د هغوي ځنې د مخبرو او جاسوسانو په توګه ګټه اخستلو په مقصد وی، نو ددی کبله د پاکستان په فیصل اباد کې زده کړی ترسره کول هرډول شک وګمان په دی تړاوپه یقین او باور بدلولي شی.

که په افغانستان کې  د فساد سره د مبارزې ادارو او سازمانونو شعاراو چیغې دا وی چې د اروپايي ټولنې او نړیوالو ته د فساد له منځه وړلو ټټر ډبوي نو همدا ځای دی چې د چاڼیزو عملیاتو لاندی ونیسي اود نړیوال بانک او امریکاء  هغه مرسته شوي پیسې چې د افغانستان د کرنې برخه د غښتلتیا لپاره لګول کیږي دلته د قوم ، ژبې سمت او سیاسې هدفونو  د فیصل اباد او اسلام اباد لپاره د ژمنوعناصرو د خپلو شومو موخو او مافیایی سیستم ماتولو او نوی فارغانو ته د راتلونکې لپاره هېله ورکونې کمال ترسره کړي.

د یوې وړي بیلګې په توګه د یو تن ځوان د سترګو لیدلې حال دی چې وايي: “زه  د ننګرهار پوهنتون د کرنې  نه فارغ د کرنې په برخه کې څو کلنه تجربه لرم د پامیر ودانۍ کې د هیڅا سره هیڅ ډول شخصې ستونزه نه لرم مګر  دری ځله همدغې ودانۍ ته دنمایشې ازموینې او مرکې لپاره وربلل شوي یم، چې پاېله دری واړه ځله منفې وه په داسې حال کې چې پرخپله سویه باور لرم. “

ګل باز تنها

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply