ملګري ملتونه ولې د افغانستان غږ نه اوري؟ / خوشحال آصفي

0 1,825

د ملګرو ملتونو سازمان د ۱۹۴۵ کال د اکتوبر په ۲۴ نېټه په نړيواله کچه د سولې او امن راوستلو لپاره رامنځته شو. ياد سازمان د درېو اساسي موخو (په شريکه نړۍ کې د امن ساتل، د قومونو ترمنځ ملګرتيا او ښې اړيکي پېدا کول، او په نړيواله کچه د ښه اقتصاد، ثقافت او ښه انساني معاشرې پېدا کولو لپاره د هېوادونو تر منځ ښې اړيکي ساتلو) لپاره جوړ شوی دی. هر هغه سوله خوښی هېواد کوم چې د ملګري ملتنونو چارټر کې ليکلی شوي شرطونه باندې برابر وي او ورته د ملګري ملتونو لخوا ورکړی شوي ذمه واريانې ترسره کړای شي؛ دغه هيواد د ملګرو ملتونو سازمان غړی جوړېدی شي. اوسمهال د نړۍ ۱۹۳ هيوادونه د ملګرو ملتونو د سازمان غړيتوب لري.

ملګري ملتونه شپږ مهمې برخې لري چې يوه يې جنرل اسمبلي ده. په جنرل اسمبلۍ کې د ټولو غړو هېوادونو استازي موجود وي هر هېواد په کې د پنځو کلونو په موخه خپل استازی ټاکلی شي. هر هېواد خپل استازی پخپله ټاکي او هر هېواد صرف يو ووټ استعمالولی شي، په ټوليز ډول د جنرل اسمبلۍ غونډه په کال کې يو ځل د سېپټمبر په مياشت کې ترسره کېږي خو که سلامتي کونسل (دملګروملتونو بله مهمه برخه) وغواړي يا د غړو هيوادونو له جملې ډيره برخه يې غوښتنه وکړي نو د جنرل اسمبلۍ غونډه په بل وخت هم راغوښتلی شي. افغانستان هم په ملګرو ملتونو کې ځانګړی استازی او سفير لري چې د افغانستان د سياسي، امنيتي، اقتصادي او ټولنيز وضعيت څخه د نړيوالې ټولنې د خبراوي او په دغه شورا کې د افغانستان په ګټه لابي ګيرۍ لپاره ټاکل شوی دی.

اوس په داسې حال کې چې افغانستان په کور دننه له لسګونو بدبختيو سره لاس و ګريوان دی او شديده اړتيا ده چې دغه حالت نړۍ ته انځور کړلی شي څو له دغه حالت سره مرسته وکړي؛  د روسيې د بهرنيو چارو وزارت ويلي چې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د افغانستان له وضعيت څخه هېڅ رښتينی تصوير نه لري. په وروستيو کې روسيه هم د ترهګرو ډلو فعاليتونو او نويو ترهګريزو ډلو سر راپورته کولو ته په پام د افغانستان د جګړې په ډګر کې له ابهاماتو خبر ورکوي او د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته د وضاحت غوښتنه کوي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویانده ماریا زخاروا ويلي «په افغانستان کې وضعیت واقعا پیچلی شوی، موږ د ترهګریزو پیښو شاهدان یوو او روسیه ددغه وضعیت د بدلون لپاره د ژر تر ژره سیاسي اقداماتو غوښتونکې ده، مونږ له ډیپلوماټیکو لارو د ناستو په جوړولو سره هڅه کوو څو له وضعیت سره مرسته وکړو.»

لسيزې کيږي چې افغانان د پردۍ جګړې په اور کې سوځي، ګاونډي هيوادونه مو د خپلو موخو لپاره قرباني کوي، هر لوی قدرت او ګاونډي هيوادونه مو په کورنيو چارو کې لاسوهنه کوي، د تاريخ په بيلابيلو پړاونو کې یرغلګرو په افغان ولس تيری کړی دی، همدا اوس مو هم په خاوره، فرهنګ او سياست د ګاونډيو هيوادونو پاکستان او ايران او د لويو قدرتونو تيری روان دی. خو پوښتنه دا ده چې ملګري ملتونه ولې د افغانستان له وضعيته هېڅ تصوير نه لري، ولې د افغانستان او افغان ولس چې لسيزې کيږي جګړې قرباني کړی دی؛ غږ نه اوري، آيا ملګري ملتونه له افغانستان سره د ميرې مور چلند کوي او که په دغه سازمان کې د افغانستان استازی په سمه توګه له افغانستانه استازولي نشي کولی؟

ځواب روښانه دی، په ملګرو ملتونو کې له افغانستانه سمه استازولي نه کيدل؛ هغه ستر عامل دی چې له امله يې ملګري ملتونه له افغانستانه سم تصوير نه لري. په دغه سازمان کې د افغانستان استازي په ټولو حکومتونو کې تر ډيره د اړيکو پر بنياد ټاکل کيږي او وړتيا او پوهه په نظر کې نه نيول کيږي. ښه بيلګه يې په دغه سازمان کې د افغانستان اوسنی سفير محمود صيقل دی چې د ملي يووالي حکومت په پنځوس پنځوس سلنه وېش کې د اجرايه رييس لخوا ملګرو ملتونو ته پيژندل شوی دی. صيقل د افغان حکومت په استازولۍ تر اوسه په افغانستان کې د پاکستان د لاسوهنو او د وروستيو بريدونو اړوند هيڅ شکايت نه دی کړی. اصلاً ښاغلی صيقل نشي کولی چې د ملګرو ملتونو د امنيت په شورا کې د افغانستان په ګټه د پاکستان په خلاف لابې ګيري وکړي. کنې همدا اوس تر ټولو ښه فرصت برابر شوی دی چې پاکستان تر نړيوالو فشارونو لاندې دی او په ملګرو ملتونو کې د افغانستان سفير بايد له دغه فرصته ګټه اخيسستې وای او د پاکستان په خلاف يې پراخه لابي ګيرې کړې وای.

متاسفانه چې کلونه کيږي چې ملګري ملتونه د افغانستان په ستونزو کاڼه او ړانده دي او دليل يې همدا دی چې په دغه سازمان کې د افغانستان هيڅ استازي له خپل هيواده سمه دفاع نه ده کړې او هغوی ته يې د افغانستان د امنيتي، سياسي او امنيتي وضعيت رښتونې انځور نه دی وړاندې کړی. اوس افغان حکومت ته په کار ده چې په دغه سازمان کې په خپل استازي له سره غور وکړي او داسې يو څوک وټاکي په پوره معنا له افغانستانه استازولي وکولی شي.

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply