پر ټلېفون د “هو” ويلو په تاوانو خبر ياست؟

0 2,175

له تاسې څخه به هم په ټلېفون باندې خلکو پوښتنې کړې وي چې غږ مې اورې او تاسې به هو ورته ويلي وي، خو بخت مو په دې بيدار دی چې تر اوسه پورې درڅخه دغه پوښتنه يوازې خپلو ملګرو کړې ده، اما تر دې وروسته احتياط کوئ.

کيسه داسې ده چې اوس په نړيواله کچه د غلو يوه ستره ډله پيدا شوې، دغه ډله خلکو ته زنګونه وهي، يوه او بله پلمه ورته کوي او بيا د خبرو په منځ کې ورڅخه پوښتنه کوي چې غږ مې اورې، هغه چې ووايي، هو، بس د دوی کار وشو.

دوی بيا دغه د هو لفظ ثبتوي، ايډيټوي يې او بيا يې نو چې څه زړه وغوښتل هغه پوښتنې په خپله ثبتوي، د اړوند کس هو ورسره اچوي، بيا نو په محکمه کې هم څوک نه‌شي منکرېدای چې ده ورسره خبره منلې نه ده.

ځينې غله خو د کريډيټ کارټونو د غلا له‌پاره هم دغه کار کوي.
نو که غواړئ په بلا وا نه وړئ، له “هو” سره احتياط کوئ.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply