پاکستان ديکه غواړي/ عباد الله بيدار

0 1,226

د نورو ډېرو شیانو په څېر د هېوادونو جغرافیه هم په طبيعي توګه رامنځ ته کېږي. د هېوادونو تر منځ په پولو کې سیندونه، دښتې، غرونه، ځنګلونه، نژاد، دين او دې ته ورته توکي مهم رول لري او يو له بله يې بېلوي.
په دې کې هم شک نه‌شته چې ځينې وختونه داسې شوي چې په زور سره ځينې هېوادونه نیول شوي او په نورو پورې تړل شوي، خو دې کار تر ډېره دوام نه دی کړی او که کړی يې هم وي، تر شا يې د برچې زور وي.

پاکستان هم يو له هغو هېوادونو دی چې په مصنوعي توګه د انګلیسانو له خوا را منځ ته شو. جناح د انګرېزانو له پلان سره سم په دروغه د اسلام د شعار په نامه رامنځ ته کړ، په داسې حال کې چې تر اوسه پوري د محمد علي جناح هویت، له اسلام سره تړاو او دې ته ورته نور څه مالوم نه دي او نه هم کوم پاکستانی تر اوسه په دې هکله کوم ثبوت وړاندې کولای شي. د دغه هېواد!؟ د جوړېدو لومړۍ تيږه په درواغو اېښودل شوې ده.

د دین په نامه د خلکو تېروتنه له يوې خوا، د پاکستان اوسنۍ څلور ټوټې هم يو له بله سره پيوند نه اخلي. بلوڅان، پښتانه، سندیان او پنجابیان يو له بله سره جلا کلتور لري.

همدغه کلتوري تضادونه دي چې د دغه مصنوعي هېواد له جوړېدو راهیسې په دې خاوره کې راز راز ټکرونه پېښېږي. بلوڅستان يې له لومړۍ ورځې مني او دا يې حق دی، ځکه د پاکستان تر جوړېدو وړاندې بلوڅستان خپلواک و، سند او پښتونخوا ته پنجابیان د اصلي اوسېدونکيو په سترګه نه ګوري، خو پنجاب بیا همداسې لاس تر زنې ناست نه دی. پښتانه يې د ملایانو په وسیله په يوه او بل نامه نوم‌بدي او په پای کې يې نړۍ ته د يوه دهشتګرد قوم په نامه وپېژندل. د سند ډېرو اوسېدونکيو ته هندي مهاجر وايي او هر وخت پکې اخ و ډب روان وي.

د دغه هېواد پنجابي چارواکیو کلونه وشول چې نړۍ هم دوکه کړه، هر کال يې له هغوی څخه د ټروريزم د له منځه وړلو په نامه ميلیارونه ډالر واخیستل، خو په مقابل کې يې دا روپۍ د ټروريزم په پراخېدو ولګولې. پاکستان نړۍ تر ډېره تېر ایسته، خو بيا هم چې د درواغو مزل لنډ وي، نور يې نو نړيوال هم په چلونو پوه شول، د هغوی شیطاني لومې ورته مالومې شوې، په تور لېسټ کې يې د شاملېدو او اقتصادي بندیزونو خبرې رانږدې شوې.

دغه هېواد!؟ چې د نړۍ د ګڼو شیطاني پلانونو هډه ده، په پای کې يوه بل کار ته لاس واچاوه. د نړیوالو د غولولو له‌پاره يې د خپل هېواد خلکو ته بمونه کېښودل، په دې سره يې هغوی ته دا تاثر ورکاوه چې د ټرورېزم قرباني دی، خو دا داسې وخت و چې نورې اوبه له ورخه تېرې وې، له دې سره سم د پنجاب تورمخو او بې‌ننګو چارواکیو د پښتنو په نیولو، وهلو او شرمولو پيل وکړ.

د پاکستان دا کړنې د هغه کمزوري او لېونتوب ښيي، پر پاکستان د لېوني سپي کانه شوې، هغه اوس هر چا ته خوله اچوي، ځکه نو د دغه انګريزي هېواد ټولو په ازادي مینو ته يو ښه چانس په لاس ورغلی، بلوڅ، پښتون او سندي اوس اسانه کولای شي چې د دغه هېواد مصنوعي شتون نور ختم کړي.

د افغانستان حکومت ته هم په کار ده چې د خپلو کډوالو او ملاتړ او هر ډول مرسته وکړي. که چېرته د يوه منظم پلان له مخې دا کار وشي، د هغه پاکستان له‌پاره چې همدا اوس پر ګړنګ ولاړ دی، يوه کوچنۍ ديکه کولای شي چې د شر له دې ټوټې نور بېوزلي انسانان خلاص او د دې سیمې ټول اوسېدونکي په سوله او ورورۍ کې د ارام ساه واخلي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply