د ای‌فون ۸ له کماله خبر شئ

0 1,428

د ايپل کمپنۍ ای‌فون اته لا تر اوسه بازار ته نه دی راغلی، مينه‌وال يې په صبري انتظار کوي، خو که يې په دې کمال خبر شئ، تاسې به يې هم راتلو ته ګوتې شمېرئ.
د ټيکنالوجي د برخې يوه ماهر مېل انلاين ته ويلي دي چې د ای‌فون۸ د مخې کامره به تر ټولو موبايلونو قوي وي او د خوند خبره لا دا ده چې دغه کامره به کولای شي چې درې بعدي يا تري‌ډي عکسونه واخلي.

د ده په خبره، د موبايل کامره به د عکس اخيستونکي څېرې ته ای‌ار‌لايټ سيګنلونه ورلېږي، هغه چې پر څېره ولګېږي، د څېرې لوړې ژورې، شاوخوا پر هرڅه تر لګېدو وروسته به بېرته کامرې ته راپور ورکوي او کامره به د تر لاسه شويو زاويو په اساس، د عکس اخيستونکي درې بعدي عکس اخلي.

تر دې لا ښه خبره دا ده چې تاسې کولائ شئ بيا د موبايل ګېم کولو پر مهال د لوبې د لوبغاړو پر ځای خپل مخونه ولګوي.
يوه بل کمال يې دا دی چې دغه موبايل به ستاسې سترګې پېژني، چې ستاسې سترګو ته وګوري درته خلاصېږي به، که تاسې نه ياست، هيڅوک يې نه شي خلاصولای.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply