په افغانستان کې ميکروبونه/ نجیب 

0 1,049

۱. مجاهد نما ميکروب: دا ميکروب په اويايمه لسېزه کې د پکستان او نړۍ د استخباراتو په لابراتوار کې وکرل شو او په لږ وخت يې ډېر زيات توليد شو . او د مجاهد د رنګ او څېرې په اچولو سره يې وخت په تېرېدو سره يې ميوټېشن وکړ او په يو داسې بلا واوښته چې په هېواد کې يې هر څه ککړ کړل او ان د هېواد شتون مو د خطر سره مخ شو. انسانان يې ووژل، سپک يې کړل، انجوني يې بې عزته کړې، کباړ يې وکړ اوس يې جينونو بدلون کړی او د ديموکراسۍ په کلک قشر کې د حالاتو سره مقاومت کوي. دا ميکروب د سرکونو په بدماشۍ، د تلويزيونونو په سپکاوي، درواغو ويلو، تيکدارۍ بدل شوی دی. او هر څه د خپل ځان ګڼي د ملت د کړي جهاد ټيکه د خپل ځان ګڼي او هر امتياز يې اخلي.
۲۲. طالبي ميکروب: دا ميکروب د مجاهدنما ميکروب د خرابۍ په پايله کې رامينځ ته شو چې د وخت په تېريدو سره د افغانستان هويت دومره ناروغ کړ چې افغاني هويت يې په تروريستي هويت بدل کړ . د طالب ميکروب يو سخت دريځه ميکروب دی چې د پکستان د استخباراتي اداري په لابراتوار کې کلچر شوی دی. او نړۍ لنډغر او په ځانګړي ډول عرب، چيچن او پنجابي اجراتی قاتلين او مفسدين ددغه ميکروب څېره اخيستې ده دا ميکروب انسان خوري، انسان حلالوي، انسان وژني، انسان سپکوي او بې ابه کوي. دې ميکروب په پښتنو کې ډېر سرايت کړی دی.
۳۳. تکنوکرات ميکروب: دا ميکروب تازه راپيدا شوه او نزدي لس کلنه مخينه لري، نرم ميکروب دی په هر حال کې ځان بدلولی شي او هر وخت او هره درجه حرارت کې ژوند ته ادامه ورکوي. دا ميکروب د خلقي او پرچمي ميوټيشن شو پاتې شونو، په بهر کې د هوټلچيانو او جاروکښو ګډوله ده. ددې ميکروب ناروغۍ فساد او رشوت اخيستل دی او په بهر کې عياشي ژوند کول.
۴۴. مدني فعال ميکروب: دا ميکروب هاغه مهال چې افغانستان په امريکايي او غربي ناروغۍ اخته شو رامينځته شو. نوموړي ميکروب تولد او تاکثر په چټکۍ کې سره وکړ او په سلګونو ټولنې او انجمنونه يې جوړ کړ. ددې ميکروب ځانګړی خواص دادی چې د خپل ځان سره برش، او لوډسپيکر په څېر اله لري. کله چې وغواړی د کوم چارواکی د بدو کارونو پر وړاندې غصه ښکاره کړی نو د لوډسپيکر څخه کار اخلی خو چې بيا د چارواکی د نظر لاندی راشي نو برش څخه کار اخلی. نوموړی ميکروب په هر حالت کې سازش کوي. د دغه ميکروب دنده يوازی د وجدان پلورل دی، ددغه ميکروب ستر ګروپوه ارزال شاعران او ارزال ليکوالان دی.
د دغه ميکروبونو نښې نښانې: فقر، غربت، بې وزلي، جنګ، بې باوري او نااميدي
د ميکروبونو درملنه: ملې وحدت، د مذهبيونو او ټيکدارانو مهارکول، سالم او پاک دري ګونی ارګان رامينځته کول، د ځانګړي نومونو لاندی امتيازاتي چلند د مينځه وړل. په ريښتونې ډول ټولنيز عدالت پلی کول.
درملنه کې بايد دا درمل د يو کلک قانون په شکل تر ډېره وخت ورکړل شي تر څو خلک د امتيازاتي، شعاري او مذهبي ژوند د شعار څخه انسانيت ته راشي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply