ايران په سوريه کې د وژل شوو دوه افغان قوماندانانو په ياد غونډه جوړه کړه

0 970
احمد قریشی
کابل(پژواک، ۱۳کب ۹۵): ايران په سوريه کې د وژل شوو هغو دوه افغان قوماندانانو په ياد د کب په ١١مه غونډه جوړه کړه چې د فاطميون په نامه د يوه نظامي لښکر بنسټ ايښودنکي هم وو.

فاطيمون چې ٢٠زره داوطلب کسان لري او زياتره يې شعيه مذهبي افغانان دي له څلورو کلونو راهيسې د ايران حکومت او اسد رژيم په پلوۍ په سوريه کې د نورو ډلو پرضد جګړه کوي .

دغه مراسم چې د ايران په مشهد ښار کې جوړ شوي و، د ايران د سپاه قدس مرستيال جنرال اسماعیل قااني په سوريه کې ددغو ده مشهورو او نورو افغانانو قربانۍ وستايلې .

 قااني د ايران دولتي اژانس  “مهر” ته ويلي ((فاطيمون موثر ترين دفاعي سرتېري دي، چې نه يوازې په سوريه  کې جنګيږي، بلکې د نړۍ هر ګوټ ته د تلو لپاره چمتو دي .))

 د فاطيمون د لښکر مرستيال حجت ګنابادي‌نژاد په دې مراسمو کې وويل، نن دا هرڅه چې لرو د فاطيمون د دغو دوه بنسټ ايښودونکو افغانان هر يو علیرضا توسلي او رضا بخشي له برکته دي چې په سوريه کې يې له نورو افغانانو سره ځانونه قربان کړي .

 ده وويل چې فاطيمون څلور کاله مخکې رامنځته او ويې کولى شواى چې په سوريه کې د جنګېدو جواز ترلاسه کړي .

 نوموړى وايي چې  عليرضا توسلي په ابوحامد مشهور افغان د ايران او عراق ترمنځ جګړه کې د عراق پرضد هم جنګېدلى و.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply