د مارچ اتمه/کونړ

0 1,087

د مارچ (۸)مه د ښځو پر وړاندې د تبغیض خلاف د سیاسي او ټولنیزې مبارزې تاریخي ورځ ده .

د کونړ په مرکز اسعد اباد کې د ښځو نړیواله ورځ د یوې لوی غونډې په ترڅ کې ولمانځل شوه ،په دغه مراسیمو کې د کونړ والي وحیدالله کلیمزي سربیره  لسګونو میرمنو ، دیني عالمانو ، قومي مشرانو او  په ختیځو ولایتونو کې د بشري حقونو خپلواک کمېسون ،(یو نیسف) او (یوناما) مسوولینو برخه اخیستې وه.

په پیل کې د ښځو چارو ریسې اغلې سهیلابابر له لوري د یادې ورځې په مناسبت د ښځوچارو وزارت د مشرتابه پېغام  ولوستل شو ، ورپسې د کونړ والي وحیدالله کلیمزي خبرې وکړې او د هېواد ټولو میرمنو ته یې د دغې ورځې مبارکي وویله ،ښاغلي کلیمزي زیاته کړه ! ښځې د ټولنې نیمایي برخه تشکیلوي ،د اسلام مبارک دین ورته لوړ مقام ورکړی او د هېواد په نافذه قوانینو کې یې حقونو خوندي دي ،میرمنې کولای شي چې دهېواد په پرمختګ ، ټولنې اصلاح او خلکو ته د ورپېښو ستونزو د اوارۍ په برخه کې اغیزمن او ګټور ګامونه او چت کړي ،کونړ والي وویل حکومت د ښځو حقونو ته ژمن دی ،د میرمنو د ژوندانه ښه والي لپاره هڅې شوي او دوام لري .

د ولایتي شورا ریس محمد ساپي،امنیه قومندان جمعه ګل همت او دیني عالم مولوي نجیب الله حقیار ، د میرمنو په اسلامي حقونو او افغاني سوچه فرهنګ او کلتور خبرې وکړې .

غونډې ته په ختیځو ولایتونو کې د بشري حقونو خپلواک کمېسون مشرې اغلې صبرینې حمیدي ،د یوناما استازې (هیرن سونګ ) او د یونیسف مسوولې (سي پنګ) هم ویناوې وکړې او د میرمنو د پیاوړتیا په برخه کې یې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ څرګند کړ.

په وروستۍ برخه کې په ګډونوالو ډالۍ وویشل شوې او یو شمېر فعالو میرمنو  او مسوولینو ته د ولایت مقام له لوري ستاینلیکونه ورکړل شول​

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply