اطلاعاتو ته د لاس رسي لارې چارې کتاب چاپ شو/ ګل رحمن رحماني

0 1,904

د پياوړي ژورناليست او د پژواک خبري اژانس د مشر دانش کړوخېل نوى اثر( اطلاعاتو ته د لاس رسي لارې چارې) کتاب ، په  ۱۷ بېلابېلو څپرکو او ٣١٦ مخونو کې  چاپ شو.

   که څه هم اطلاعاتو ته د لاس رسي موضوع په نړۍ کې ډېره مخينه لري، خو په افغانستان کې يوه نوې موضوع ده چې تر دې وړاندې په پښتو ژبه کې په دې اړه داسې کوم کتاب نه و ليکل شوى.

همدا لامل دى چې چارواکي  ډېر ځله ورسره شته معلومات يوازې د خپل ځان ملکيت ګڼي او د تر لاسه کولو لپاره يې د ژرناليستانو او عامو خلکو غوښتنه تر بې ځايه او غير قانوني  چاره بولي.

همدې اړتيا ته په پام سره په دغه کتاب کې اطلاعاتو ته د لاسرسي ډېرى هغه مسايل را اخيستل شوي چې هېوادوال، په ځانګړې توګه ژورنالېستان، ليکوال او څېړونکي ورته ډېره اړتيا لري، ځيني خو داسې مسايل هم په کې روښانه شوي چې مخکې يې د توپير په اړه ډېرو کسانو شک درلود.

کتاب چې د دوه زره ټوکو په شمېر په کابل کې چاپ شوی، ليکوال د اطلاع رسونې هغو مخکښانو ته چې د افغان ولس د خبرتيا لپاره یې شپه او ورځ پر ځان يوه کړى، ډالۍ کړى دى.

پر کتاب د ليکوال او شننونکي استاد نجيب منلي، اطلاعاتو ته د لاس رسي د څار کميسيون د رييس سيد اکرام افضلي، د امريکا د متحده ايالتونو د سولې انسټيټيوټ د ښې حکومتولۍ، ټاکنو او رسنيو د پروګرامونو مسوول احمدالله ارچيوال معلوماتي ليکنې راغلې چې د کتاب په ارزښت او اوسنۍ اړتيا يې خبرې کړې دي.

د کتاب لوستل د خبريالانو او ټولنيزو فعالانو ترڅنګ، د ټولو حکومتي چارواکو په ځانګړي ډول د اطلاعاتي برخو کارکوونکو ته ځکه اړين دي چې د دوى په همغږۍ اطلاعات عامه بڼه پيدا کوي او په پايله کې د بيان ازادۍ او دعامه پوهاوي کچه لوړېږي.

په کتاب کې داوړو لورو ته څرګنده شوې چې د کومو اطلاعاتو د غوښتنې حق لري، چېرته استثنا ات موجود دي او کوم اطلاعات تر کومه وخته محرم ګڼل کېږي؟

د يادونې وړ ده چې دانش کړوخېل تر دې وړاندې هم د ژورناليزم په اړه بېلابېلې ليکنې کړې چې له دې ډلې يې د(مسلکي خبريالي) کتاب د ځانګړې يادونې وړ دى.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply