د هندي سېنما مشهور فلمي ستوري عامر خان پرون خپله دوهپنځوسمه کليزه ونمانځله او په دې توګه يې په دې نړۍ کې په اوسېدو تر نيمه پېړۍ زيات وخت واوښت، خو لا اوس هم هلک ښکاري.
دی د ۱۹۶۵ کال د مارچ په ۱۴مه په ممبيي کې وزېږده، په ماشومتوب کې لا په يوه فلم کې راڅرګند شو، خو د فلم د اتل په توګه په ۱۹۸۸ کې په قيامت سې قيامت تک فلم کې ولوبېده او تر هغه وروسته بيا شا ته نه، بلکې پرلهپسې مخ ته ولاړ.
ده په خندوونکيو، رومانټيکو، ايکشن او بېلابېلو فلمونو کې کار کړی او په ټولو ډګرونو کې ښه ځلېدلی دی.
د عامر خان يوه ځانګړنه دا ده چې هر فلم ته ځان بدلوي، د بېلګې په توګه د پيکې لهپاره يې بله ژبه او لهجه زده کړه، د دنګل لهپاره يې لومړی وزن بېحده زيات او بيا بېرته بېحده کم کړ.
انداز اپنا اپنا،غلام، رنگیلا ، راجا هندوستاني، سرفروش، عشق، لگان، دل چاهتا هې، منگل پانډې، رنگ دې بسنتي، فنا، گجنې، تري ایډيېټس، پيکې او دنگل يې مهم فلمونه دي.
سرخط ورځپاڼه
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320