د انساني حرمت درناوی/ ډاکټر وقار احمد توقير

0 940

په موږ کې د مفتو يا وړيا مشورو تبه او پر نورو د خپلې خوښې د تپلو هوس سر ته ختلی، يوازې د خپلې مشورې په منلو نه، بلکې خپلې خوښې، ذوق او سليقې ته پر غاړه ايښودلو يې هم مجبوراً مکلف پېژنو.

د دغه هوس او مرض ميکروب له جنګسالارانو، تنظيمي او جهادي مشرانو وروسته اوس ليکوالو ته هم لېږدېدلی. موږ يو چا ته په دې کاږه ګورو چې ولې يې زما په څېر فکر نه دی کړی، زما د خوښې پر ټکيو يې خوله نه ده بېرته، زما د زړه توري، کرښې نه دي کښلې؟

افغان هندوانو له خپله اړخه پرېکړه کړې چې سږ کال به هولي نه نمانځي، يا به يې په خپلو کورونو کې نمانځي. هغه وه چې د وړيا مشورو بازارونه ولګېدل، څوک يې پر ستاينه ودرېدل، چا د هولي پر نمانځنه اړ پېژندل.
د دې مانا دا چې موږ څوک خپلې خوښې، پرېکړې او غوراوي ته نه پرېږدو، بلکې د خپلې خوښې او پرېکړې پر تپلو يې اړ پېژنو، خپله دغه پرېکړه او خوښه د دوی په خير او ګټه ګڼو، ځانونه ترې هوښيار، درانه او تر دوی زيات د دوی په خير او ګټه ګڼو. په داسې حال کې چې هره تپنه استبداد دی.

موږ څوک يو چې د چا د خوښې او انتخاب پرېکړه وکړو او د هغوی د خپلې پرېکړې د ګټې او زيانونو په شمارلو ځانونه ستومانه يا په هغه مشهوره خبره، بې‌اوماچه خولې کړو؟

افغان هندوانو ښه پرېکړه کړې، ښه په دې خپله دغه پرېکړه يې له خپل انده، د خپل سوچ، کتنې او ارزونې له مخې کړې، ازاد او خپلواک تصميم يې نيولی، د چا د فشار له امله يې ځان په دغسې پرېکړه اړ نه دی بللی، ځکه خو يې د دې پرېکړې درناوی او هرکلی پر موږ لازم دی.

زما په فکر دغه تصميم د ترهګري د اندېښنې له مخې د انساني زيانونو د مخنيوي له‌پاره شوی چې د افغان هندوانو پوهه او بصيرت په ګوتو کوي.
خو موږ د هغوی دې پرېکړې ته د خپل ذهن، ذوق، سليقې او خوښې له مخې جلا جلا ډيزاينونه راباسو، له څو ورځو د دوی د دې پرېکړې په اړه د خپلې خوښې په شننو بوخت يوو.

په حقيقت کې دغه پرېکړه زموږ له‌پاره يو درس دی، هغه دا چې موږ څنګه د خپلو مذهبي ورځو او مناسبتونو له نمانځنې نه‌شو تېرېدلای. په داسې حال کې چې د دغسې نمانځنو له امله را منځ ته شوي زيانونه زموږ پر وړاندې دي.
دا شونې ده چې موږ دې د محرم «عاشورا» مراسم تر جوماتونو يا تکيه‌خانو يوې محدودې کچې ته را لنډ کړو.

د خپلو سياستونو د ځلولو له‌پاره د دهمزنګ د غميزې د مخنيوي په موخه د لاريونونو او مظاهرو له‌پاره پر بله لاره له غور سره د انساني زيانونو مخه ډب کړو؟
د دې پر ځای چې د نورو پر وړاندې خپله پوهه او هوښياري را وباسو، د نورو په پرېکړو کې د لاس‌وهنې حق خوندي وګڼو، غوره په خپل ګرېوان کې وګورو او په ځان کې د دغسې ظرفيت د پيدا کولو لټون ته ور وګرځو.

اسلام وايي که په جومات کې د جمعې لمونځ هم درڅخه تېرېده؛ نو په منډه مه ورځغله، همدا د انساني وقار او حرمت درناوی دی.
کله چې د انسان وقار او عزت دومره دروند ګڼل شوی، د انساني وينې او ژوند حرمت به په کومه کچه دروند تلل شوی وي؟
د دې مانا دا ده چې په اسلام کې انساني حرمت تر مذهبي مراسمو او عباداتو لوړ دی.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply