ولسمشر غني عطا محمد څنګه رام کړ / ډاکتر سيد نصيب الله

0 1,288

د ولسمشر غني بلخ  ته په تګ او د عطا محمد سره په خبرو هېوادوال سخت غصه دي او په ولسمشر غني نيوکې کوي، خو که په دقيق نظر د ولسمشر دې کار ته وګورو، نو په سياسي توګه يې دا يوه لويه لاسته راوړنه بولم.

ځکه چې د ولسمشر غني مخالفينو تل دا خبره کوله، چې عطا محمد د بلخ پاچا دى، هلته يې خپله ديکتاتوري ده، نو هم هغه پاچا او ديکتاتور ارامول او خبرې ته کېنول، لاسته راوړنه نه ده؟

ډاکتر اشرف غني د ټاکنيز بهير پر مهال جنرال دوستم خپل لومړى مرستيال وټاکه او خلکو په دې هم ډېر خپګان څرګند کړ، خو د ډاکتر غني پرېکړه ډېر پر ځاى وه، چې يواځې د پښتنو نه، د ټولو افغانانو په ملاتړ يې ځان د ولسمشرۍ څوکۍ ته کانديد کړ.

د دغې ډلې نه يې جنرال دوستم رابيل کړ، اوس وګورئ جنرال دوستم په خپل کور کې ناست دى او رولا غني لا دا هم ويلي دي، چې هغه په خپل کور کې نظربند دى، نو ولسمشر غني ډېر په چل او سياست جنرال دوستم په کور کېناوه.

کله چې د ملي يووالي حکومت مينځ ته راغلو او واک د ډاکتر عبدالله عبدالله سره ووېشل شو، نو له هغې وروسته دا دى راڅرګنده شوه، چې د ډاکتر عبدالله او عطا محمد لارې يې سره جدا کړې، ډاکتر عبدالله خپلو خلکو ته د کار نه کولو له وجې په خپلو خلکو مې محبوبيت له لاسه ورکړ او عطا محمد نور هم ورسره خپلې لارې بيلې کړې. دا د ولسمشر غني ډاکتر عبدالله ته سياسي ګوزار و، چې ور يې کړ.

اوس عطا محمد، چې کله د بلخ له ولايت ګوښه کړى شو او سرپرست وټاکل شو، نو هغه په ډاګه وويل، چې هيڅوک يې له واليتوبه نه شي لرې کولاى او همداسې يې هلته خپله ديکتاتوري روانه وساتله.

خو اوس چې ولسمشر غني بلخ ته سفر وکړ او له هغه سره يې ليدنه وکړه، هغه ته يې په راروانو ټاکنو کې د بريا په صورت کې د ډېر څه ورکولو ژمنه وکړه، نو هغه هم ومنله چې ډاکتر اشرف غني د افغانستان ولسمشر دى، ځکه تراوسه يې دا خبره هم نه منله، اوس يې دا ومنله او اوس داسې اوازې هم خپرې شوي دي، چې کېداى شي له ولايته استعفا ورکړي او کابل ته راشي.

که څوک دا وايي چې ولسمشر غني بلخ ته ولې لاړ، نو ولې هغوى بلخ د افغانستان يو ولايت نه ګڼي؟ يا د بلخ اوسېدونکي افغانان نه ګڼي؟

که هلته ولسمشر غني ټولو خلکو ته احترامات وړاندې کړي دي، نو ولې په ټوله نړۍ کې داسې نه کېږي، چې چارواکي خپلو خلکو ته احترامات وړاندې کوي.

د ولسمشر غني بلخ ته تګ ډېر اهداف لرل، چې ورو ورو به راڅرګندېږي او په سياسي توګه ولسمشر غني عطا محمد په داسې يو څه رام کړ، چې لا هيڅ هم نشته، تاسو په دې نه خوشحالېږئ، چې يو سړي د ديکتاتورۍ دعوې کولې، هغه په تش لاس رام کړاى شو، ځکه چې اوس خو ورته ولسمشر غني هيڅ هم ورنکړل، د څه ورکولو خبره خو ډېره وروسته ده، چې هغه وخت د افغانستان په سياست کې څه بدلون راځي او څه کېږي، دا ډېره مخکې خبره ده.

خو اوس مهمه خبره دا ده، چې مخکې عطا محمد په تذکرو کې د ((افغان)) کليمې پر سر لانجه کوله او ويل يې چې په تذکرو کې دې دا کليمه ونه ليکل شي، اوس پټې سرچينې وايي، چې عطا محمد دا خبره هم د ولسمشر سره منلې، چې له خپلې دې خبرې به تېر شي.

اوس دا خبره هم مخې ته راغلې ده، چې عطا محمد د دولت ملاتړ کوي او د دولت ضد ليدلورى به پرېږدي. په امنيت کې به له دولت سره مرسته کوي او خپلې ټولې وړتياوې به د هېواد د ابادۍ او د امنيت راوستو لپاره په کار اچوي.

نو دا اوس د هېواد لپاره ګټه نه ده؟

د پاکستان سره د افغانستان د تاوتريخوالي په سبب پاکستان د افغانستان سره ټولې لارې له يوې مياشتې زياتې وتړلې، خو په اقتصادي لحاظ يې افغانستان ته هيڅ تاوان ونه رسولو او پاکستان ته د لارو د بندېدو له امله لوى اقتصادي زيان واوښت. نو دا هم د ولسمشر غني برکت دى، چې د لارو بندېدو سره موږ هيڅ اقتصادي زيان ونه ليده، ځکه ولسمشر غني د تاجکستان، ايران، هندوستان او نورو هېوادونو سره اقتصادي لارې پرانستې او د پاکستان له تکيه څخه يې ځان خلاص کړ.

نو زموږ ځينې اقتصادي لارې داسې هم دي، چې په بلخ راتېرېږي او بلخ د بل هېواد نه، زموږ د خپل هېواد يو ولايت دى، نو که ولسمشر غني ځي د پاکستان سره معامله کوي، نو دا ښه نه ده چې د خپل يو ولايت سره دا معامله وکړي، د خپل يو افغان سره يوه معامله وکړي او هغه د هېواد ګټو ته تيار کړي.

د ولسمشر غني سياسي پلانونو ته په سرسري نظر مه ګورئ، د هغه سياسي چالونو ته په دقيق نظر وګورئ او راتلونکى يې وڅېړئ، چې په راتلونکي کې يې څومره ګټې دي او په روان وخت کې يې څومره ګټې ترلاسه کړي دي.

تاسو دې ته په دقيق نظر وګورئ، چې ولسمشر غني څنګ د شمالي ټلوالې يو يو تن له هغوى رابېلوي او دغه ډله ورو په ورو له مينځه وړي، که ولسمشر غني کوم څه جنرال دوستم ته ورکول، هغه به له هغه وروسته عطا محمد ته ورکړي، خو تاسو يې دې سياست ته فکر وکړئ، چې د شمالي ټلوالې د له مينځه وړلو لپاره څنګه يو يو له دغې ډلې بيلوي او د دوى په مينځ کې بېلتون رامينځ ته کوي.

که ولسمشر غني په همدې لار روان پاتې شو، نو ډېره زر ده چې وه به ګورئ، چې شمالي ټلواله به له مينځه لاړه شي او افغانستان کې به سيمه ييز او قومي جګړې او کرکې له مينځه لاړې شي او افغانستان به رښتونې مانا ملي يووالى وکړي.

ولسمشر غني بلخ ته تګ ډېرې ګټې او اهداف ترلاسه کړل او دا ټولې ګټې د افغان ولس او افغانستان په ګټه دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply