د جوزجان او فارياب په ځينو ولسواليو او سيمو کې ازبکستاني جګړهمار له خپلو کورنيو سره مېشت شوي، د دوی مېرمنې کلي په کلي ګرځي، کورنيو ته تبليغ کوي او خاوندان يې بيا وسلهوالو اورپکيو او د ځينو کليو ځوانانو ته د جګړې تاکتيکونه ورښيي، ان په ځينو سيمو کې خو يې د جګړې رهبري هم اخيستې ده.
د جوزجان قوش تېپه او درزاب هغه ولسوالۍ دي چې د وسلهوالو طالبانو په خوندي پټنځای بدلې شوې، خو له يوه کال راهيسې هلته د طاهر يلداش ازبکستاني جګړهمارو لار ورپيدا کړې او اوس د دې دوو ولسواليو ترڅنګ د فارياب په ځينو سيمو کې دېره بهرني ياغيان د يلداش د زامنو تر امر لاندې جنګېږي.
د جوزجان په دغو ولسواليو کې ۱۵ کورنۍ بهرني جګړهمار دېره شوي او په فارياب کې بيا ۴۳۳ کورنۍ بهرني ياغيان مېشت شوي او ورځ تر بلې د دې اورپکيو شمېر زياتېږي.
د جوزجان د ولايتي شورا رييس مولوي عبدالحی حيات وايي، د دغه ولايت د لسو ولسواليو له ډلې، د دوو ولسواليو درزاب او قوش تېپې امنيتي حالت خراب دی او ايله ۸۰ سلنه د وسلهوالو ياغيانو په ولکه کې دي.
“تر ډېره ځايي طالبان پر دې ولسواليو راج چلوي، خو له نږدې يوه کال راهيسې بهرني ياغيان چې په طاهر يلداش پورې اړه لري او مشري يې د هغه ۲۵ کلن او يو بل زوی کوي، دې ولسواليو ته راغلي دي. دوی ته پيسې مزار ته راحواله کېږي، له هغه ځايه بيا د ځينو مشخصو کسانو له لوري راوړل کېږي. بهرني طالبان تر ډېره له کورنيو طالبانو سره په همغږي فعاليتونه کوي.”
طالبان په سيمه کې له خلکو عشر او زکات ټولوي او همدا ډول د همدې بهرنيو وسلهوالو له لوري يې هم ملاتړ کېږي، امکانات ورته برابرېږي، داسې ښکاري چې بهرني ياغيان داعشيان دي.
همدا درې اوونۍ مخکې په جوزجان کې د سره صليب کارکوونکي ووژل شول او همدا ډول څلور ورځې مخکې درې ځايي خلک د قوش تېپې او درزاب تر منځ وسلهوالو د جاسوسۍ په تور شهيدان کړي دي.
محلي خبريالان وايي، تر ۱۵ پورې بهرنيو جګړهمارو خپلې کورنۍ ور سره راوستې دي، د دوی مېرمنې په کليو ګرځي، ښځې راټولوي او تبليغ ورته کوي.
“همدا بهرني جګړهمار بيا د ځوانانو ترمنځ کار کوي، دوی کورنيو وسلهوالو ته د جګړې تاکتيکونه ورښيي، روزنه ورکوي، په ځينو برخو کې يې د هغوی د جګړې رهبري هم اخيستې ده.”
بل خوا بيا ځايي خلک وايي، يو شمېر طالبان هم له خپلو پخوانيو ليکو جدا شوي او له همدې بهرنيو جګړهمار سره درېدلي دي. دوی د دې لهپاره چې ځانونه خوندي کړي، نو ځکه د داعش په نوم فعاليت کوي، حال دا چې تر اوسه يې د داعش بيرغ نه دی پورته کړی.
له بل لوري د بهرنيو جګړهمارو فعاليتونه د فارياب په ځينو سيمو کې هم زيات شوي دي.
د مالوماتو له مخې، په تېر يوه کال کې د ازبک جګړهمارو د کورنيو شمېر ۴۳ ته رسېدلی دی، دلته هم د جوزجان په څېر د دوی مېرمنې د فارياب د ولسي ښځو منځ ته ورځي، هغوی ته تبليغ کوي.
ځايي خبريال کوهي وايي، په دې اړه تر اوسه مالومات نه لري چې دغه جګړهمار داعشيان دي که طالب، خو زياتوي، په ډېری کليو کې د دوی نارينه د طالب ياغيانو روزنه کوي، هغوی ته د جګړې مهارتونه ورزده کوي.
درې اوونۍ مخکې د طاهر يلداش ۲۵ کلن زوی د فارياب پښتونکوټ ته تللی و، هورې يې له نورو ياغيانو سره ليدلي او بېرته جوزجان ته ترې راستون شوی دی.
کوهي د ځايي چارواکيو له قوله وايي، د فارياب په سبزپوش کې ۱۳ بهرني جګړهمار له سنايپر يا له لېرې نښه ويشتونکيو وسلو سره ليدل شوي دي.
“المار، علبله، کبوترخان، غارتېپه، پشتونکوټ او خواجه مسي هغه سيمې دي چې د بهرنيو جګړهمارو فعاليتونو او تبليغ پهکې زور اخيستی دی.”
د جوزجان د والي وياند محمد رضا مني چې د ياد ولايت دوه ولسوالۍ قوش تېپه او درزاب له امنيتي تهديد سره مخ دي.
دی زياتوي، په دغو ولسواليو کې ۲۰۰ وسلهوال طالبان دېره دي چې ۳۰ يې ازبکستاني اورپکي دي چې شپږو يې کورنيو هم ورسره راوستې دي.
د دې وسلهوالو د مرستې لهپاره چيچن او پنجابي اورپکي هم راځي.
له جوزجان څخه د ټاپي پروژه تېرېږي، که د دې اورپکيو مخه و نه نيول شي، په لوی سرخوږي بدلېدای شي.
سرخط ورځپاڼه
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320