د رحمان بابا (رح) د مزار شناخته غلا شوه

0 2,263

 د صوفي  شاعر  رحمان  بابا  د قبر  شناخته  چې  په یاقوت او مرجان قیمتي کاڼو باندې  سینګار  وه  غلا شوې ده .

د ویلو ده چې  د پښتو د نامتو او صوفي  شاعر  رحمان  بابا  د قبر  لپاره  په یاقوت او مرجان  قیمي  کاڼو  سمبال  دا شناخته  د افغانستان  د پخواني  پاچا  ظاهر شاه  لخوا استول شوې وه.

د پاکستان د خیبرپښتونخوا ایالت  د پیښور  ښار  د پولیسو  مشر سردار ثاقب  د نوموړې پیښې له مخې  د ځینو مسئولینو پر خلاف  د تحقیقاتو د پیلولو  امر کړی دی. د نوموړې  پیښې په پولیسو تحقیقات پیل کړي دي.

د پاکستان د خبري رسنیو د خبر له مخې  د پيښور ښار  د پولیسو  یو تن مشر سردار ثاقب  تیره اوونۍ په ناڅاپي توګه  د رحمان بابا  د زیارت  نه لیدنه وکړه او ددې زیارت  په شاوخوا کې په  غیرې قانونو توګه د جوړو شوو کورونو  د ورانولو امر يي وکړ.

د پولیسو د مشر لخوا  د رحمان بابا  د مزار نه د زیارت پر مهال  دا معلومه  شوه چې  د قبر شناخته  غلا شوې ده .

د یادولو وړ ده  چې  د رحمان بابا  د قبر  شناخته  په ۱۹۵۰ کلونو کې  د افغانستان د پخواني پاچا محمد ظاهر شاه لخوا  چې په یاقوت او مرجان قیمي کاڼو سینګار وه  او رحمان بابا  په پښتو او فارسي ژبه  ځینو شعرونه پرې لیکل شوي  وو  پیښور ته استولې وه. ویل کیږي  ظاهره شاه  د نوموړې شناختې  سربیره  د رحمان بابا د قبر لپاره ځیني قیمي کاڼي هم  استولي وو.

د رحمان بابا د زیارت  مسئولینو ویلي دي چې  د هغه د قبر په شناخته کې  ګلابي رنګه  یاقوت  او تک شنه مرجان  کاڼي  ځای په ځای شوي وو. هغوې ویلي دي چې  دې قیمتي کانو  د رحمان  بابا  مزار  ته ځانګړی رنګ  ورکړی وو.

د پولیسو مشر خبري رسنیو ته ویلي دي چې  د رحمان بابا د زیارت  د شاوخوا سیمې د جوړولو په خاطر يي  د ځینو غیرې قانوني  ودانیو د ویجاړولو  امر وکړ.  خو پدې مهال  د رحمان بابا د قبر شناختې ته  متوجه شو  چې نوه.

هغه ویلي دي دا لا معلومه نده چې  د رحمان بابا  د قبر شناخته  څه وخت  غلا شوې ده.

TRT PASHTO

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply