اې نجلۍ چاړه درسره نسته؟ / عبدالنافع همت

0 1,118

د پاکستان د ملي امنیت سلاکار متقاعد جنرال ناصر جنجوعه ويلي چي (( که په اتیايمو کلونو کي پاکستان د شوروي اتحاد پر وړاندې له افغانانو سره مرسته نه وای کړې، نو اوس به افغانستان د نړۍ په نقشه کي نه وای.)) تر دې خبري پوري مي د يوه انډيوال کيسه راياده سوه.
زما يو خبريال انډيوال دی چي اوس په لندن کي اوسېږي. دی يو څه په هډو دروند، د ښځو خبره مردار او يا په عامه اصطلاح زنکه باز دی. ويل په کراچۍ کي په يوه پارک کي له انډيوالانو سره ناست وم چي څلور ښايستوکي نجوني مي مخ ته تېرې سوې. فکر مي وکړ چي دابه پنجابياني وي په پښتو به نه پوهېږي، انډيوال ته مي وويل چي ياره عجيب مالونه دي. نجونو دا خبره واورېده، له قهره سرې او شنې واوښتې، سمدلاسه راباندي راغبرګي سوې او په پښتو يې راته وويل:پښتانه هم ياست نه شرمېږئ چي د بل ښځو ته ګورئ؟ د پښتنو رنګ مو وربد کړ، تاسي خپله مور او خور نه لرئ؟
انډيوال مي ويل په دې وخت کي نه مځکه چاودله او نه موږ په ننوتلو، له شرمه مو کښته کتله، خو بايد د دې شرم پټولو لپاره مو يوه چاره هم کړې وای. هغه و چي په دوی کي مي مشري نجلۍ ته وويل: چاړه درسره نسته؟ نجلۍ ته نور هم درد ورغی، ويل چړې خو به ستاسي سره وي، څوک چي د بل ښځو ته ګوري بدمعاشان به هم وي. ما ويل خوري زه يوه لنډه کيسه درته کوم بيا ستاسي خوښه ده چي پوليسو ته مو په لاس ورکوئ او که مو بخښئ.
وايي د يو چا کره مېلمه ورغلی و. کوربه يې ښه عزت وکړ او سهار يې په ښه درنښت رخصت کړ. کوربه د کور مخ ته يو د انګورو باغ هم درلود. مېلمه تر رخصت کېدو وروسته پټ باغ ته ورغی، ښه ډېر انګور يې وشکول او يوه لويه پلنډه (پنډ) يې ځني جوړ کړ، خو هر څه چي يې وکړه، نو نه يې سوای په شا کولای. په دې وخت کي کوربه راغی، د شا له خوا يې پلنډه ور په شا کړه او په خندا يې ورته وويل: ناځوانه چي انګور دي په کار وه ما ته به دي ويلي وای، ما چي دا دومره عزت درکاوه انګور مي هم درکول، غلا ته څه اړتيا وه؟ مېلمه په ټيټو سترګو کوربه ته وويل: کور دي ودان، رښتيا هم چي زما دي ډېر عزت وکړ، خو اوس يوه بله ځواني هم راسره وکړه، يوه چاړه راکړه چي پزه مي پرې کړم، تر دې نو بل لوی شرم نسته چي تا دومره عزت راکړ او ما دي انګور غلا کړل. انډيوال مي وايي چي نجونو ته مي وويل چي چاړه مي ځکه درڅخه وغوښته چي ډېر شرمنده سولو، بايد پزي پرې کړو. نجونو چي دا خبره واورېده په خندا رواني سوې او موږ کښته سترګي پاته سولو.
ما ويل چي جهادي رهبرانو او قوماندانانو خو تل په دې نوم امتياز اخيستی چي د روسانو پر ضد جهاد دوی رهبري کړی دی. اوس بايد جواب ووايي چي که دا جهاد پاکستان رهبري کړی وي، نو دوی يې ولي امتياز اخلي او که دوی رهبري کړی وي، نو بايد د جنجوعه جواب ووايي، خو که د جنجوعه جواب نه سي ويلای، نو بايد پزه پرې کړي، ياني اعتراف وکړي چي له يو نيم مليون شهيدانو، ملت او وطن سره يې خيانت کړی او اوس هم له ملت او وطن سره په جفا او خيانت بوخت دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply