د حکومت تبليغاتي دستګاه: هندو ستړی، خدای ناراضه…/ نجيب ننګيال

0 1,249

د معاصرې حکومتولۍ په اړه راځي چې رسنۍ يا تبليغات د حکومت څلورمه پايه يا قوه ده. مانا که دا قوه فلج او بې ګټې وي نو د دې نورو قواوو په اړه خلک نه پوهېږي، نه يواځې نه پوهېږي بلکې د ناسم پوهاوي ښکار کېږي او په نتيجه کې هر څه د حکومت په تاوان را څرخي. کټ مټ کيسه د ولسمشر غني د حکومت سره هم شوې. که څه هم غني کابو ډېرې لاسته راوړنې لري او هېواد يې له يوه بد بحراني وضعيت څخه يوه مسير ته برابر کړی. ګنګوسې او دسيسې يې ناکامې کړي او لږ تر لږه اوس د نظام د بقا سوال نه دی مطرح. د غني په علميت، وطندوستۍ او دې خاورې سره په خلوص څوک شک نشي کولی، خو دا هم حقيقت دی چې هغه د کمزورې رهبرۍ او مديريت تر څنګ د وړو کسانو په ګمارنه کې له قحط الرجال سره ځان مخ کړی. کابو درې کاله وشو خو لاهم حکومت نه دی توانېدلی تبليغات مديريت کړي، له رسنيو سره اصولي او صميمانه اړيکې جوړې کړي او د خپلو لاسته راوړنو ښه پروجېکش وکړای شي. ‍

ښکاري خو داسې چې ولسمشر غني دا کار قصدا کوي، خو په راز يې څوک نه پوهېږي چې ولې؟ د دې کار ولسمشر ته څه ګټه؟ د حکومت په تبليغاتي ماشين يا د ارګ په مطبوعاتي ټيم هغه ولې ريشخند وهي؟ هر وياند تر درې مياشتو زياته موده نه ده اړولې او يواځې په دوه نيم کالو کې يې پنځه وياندان بدل کړي. نظيف الله سالارزی، اجمل عبيد عابدي، سيد ظفر هاشمي، چخانسوري او دا يې هم شاه حسين مرتضوي. په دا دومره وياندانو کې يې يو هم داسې نه و چې سړی ووايي واقعا دې پوسټ ته وړ سړی و. مثلا نظيف الله سالارزی تر ګونګي بدتره بې ژبې، د اجمل عبيد عابدي بيا فزيک او د خبرو طرز وياند ته نه و جوړ، سيد ظفر هاشمي يې بيا دومره خام و چې د چا حيا نه ځنې راتله او تر ټولو بده يې لا دا چې د اکثريت په ژبه (پښتو) نه پوهېده. چخانسوري بيا داسې يو څوک و چې نه يې څوک په راتللو خبر شو، نه په تللو. مرتضوي دومره متنازعه شخصيت لري چې د ډېرو ګوزاره ور سره سخته ده او د يوې داسې ماضي لرونکی دی چې ولسمشر يې ان ښکنځلی او په ليکنو کې د سپکاوي تر کچې نقد کړی. په يوه وخت درې او څلور وياندان په سړي هماغه کانه کوي چې په ډېرو قصابانو کې غوا مرداره شي. همغږي سخته شي او ډېرې خولې، ډېرې خبرې.

حکومت بايد په دې شرافتمندانه اعتراف وکړي چې د کميونيکېشن له کرايسز سره مخ دی او ورځ تر بلې دغه خلا زياتېږي. په ارګ کې موجود د ولسمشرۍ ماڼۍ  وياندان او تبليغاتي کړۍ د دې ظرفيت نلري چې د حکومت ضد تبليغاتو توپان مديريت کړي او يوه داسې لاره ولټول شي چې نه څوک حکومت د بيان د ازادۍ په سانسور تورن کړي او نه هم حکومت ضد تبليغات تر هغې کچې و رسېږي، خلک د راتلونکي په اړه بدبين کړي. داسې شواهد شته چې د ارګ څخه د ارګ په خلاف تبليغات وشي. مثلا د ارګ ځينو کړيو به د دې لپاره ځينو رسنيو ته پيسې ورکولې چې د ملي امنيت شورا سلاکار بدنام کړي او د ولسمشر غني سره د هغه روابط زيانمن. په ټوله کې يې زور له غني څخه وځي. او د هغه حکومت په ناکامۍ تورنېږي. په وروستيو کې چې څه پېښ شو، دا د حکومت ښکاره ناکامي ده. د بېلګې په ډول استراليا، انډونيزيا او سينګاپور ته د ولسمشر غني د سفر ښه انعکاس ونشو. که شوی وای، هيڅ ضرورت نه و، غني دې له سفر وروسته رسنيو ته ور مخامخ او د سفر په اړه توضيحات ورکړي. که احيانا دا توضيحات ضرور هم و، ولې خپله ولسمشر دا کار وکړي؟ مطبوعاتي ټيم ولې دا کار نه کاوه؟ يا چا ولې نه ورته پرېښوده؟ ولسمشر ته دا مشوره چا ورکړه او يا دا تصميم چا نيولی و چې رسنۍ به يواځې د وروستيو سفرونو په اړه پوښتنې کوي؟ ايا دا سانسور نه دی؟ له رسنيو دومره ډار ولې چې له پوښتنو دې يې ان ولسمشر و ډار شي؟ د ولسمشر مطبوعاتي ټيم په مياشتو مياشتو له رسنيو سره نه مخ کېږي او په ډېرو مهمو موضوعاتو کې د کره مالوماتو له لاس رسي محرومه وي. اخر د ولسمشر غبرګ وياندان او په ستراتيژيکو اړيکو کې ارشد مشاور په څه بوخت دی؟ همدا اوس ولسمشر په غبرګو وياندانو کې داسې څوک نلري چې په انګليسي دې وپوهېږي او روانې خبرې وکړای شي. له نړۍ سره زمونږ د کميونيکېشن چارې به څوک پر مخ وړي؟ انګليسي خو څه چې د اکثريت ولس په ژبه لا نه پوهېږي.

دا هغه پوښتنې دي چې ارګ يې بايد ځواب ومومي. کنه خدای مکړه وضعيت به تر دې هم بد او د حکومت په تاوان وي. هندو ستړی، خدای نا راضه…

جالبه دلته وه. چې ولسمشر غني يوه سهوه وکړه او يو خبريال يې له پوښتنې کولو منع کړ. ر سنيو شور جوړ کړ او په ولسمشر غني د بيان د ازادۍ د سانسور تورونه شروع شو. شاه حسين مرتضوي په ځای د دې چې وضعيت بهتر او اذهان روښانه کړي، په خپله بې پروايۍ او ابهام نه ډکو خبرو باندې فضا نوره هم خرابه کړه. د ولسمشر غني قضيه په ځای پاتې، د مرتضوي کيسې زور واخيست.

دا ډېر د شرم ځای دی چې په داسې حساس وخت کې چې نوي سيمه ايز بلاکونه د جوړېدو په حال کې دي. د روسيې او امريکې اړيکي بدترين حد ته رسېدلي. دوه ورځې وروسته په مسکو کې د افغانستان په اړه يوه ستره غونډه کېدونکې ده او جنرال مشرف په امريکا کې د افغانستان خلاف زهر پاشي. د پاکستان لپاره لابينګ کوي. خو زمونږ ټولې رسنۍ او ټوله حکومتي دستګاه دې په داسې ببولالو مصروفه وي چې له قهره به ورته سور او له خندا شين واوړې.

څه بايد وشي؟

حکومت دې په خپل مطبوعاتي ټيم له سره کتنه وکړي. غيرمتنازعه او د وړتيا تر څنګ غني ته ژمنتيا لرونکي کسان دې وګماري. داسې څوک چې ملي شناخت او د ملي ژبو تر څنګ په انګليسي هم حاکم وي. شخصيت يې په قومي تعصب او تفرقې ککړ نه وي او نه هم د داسې سابقې لرونکی وي چې حکومت ته عار شي.

په يوه داسې ستراتيژۍ دې کار وشي چې که پلان اې ناکامېږي، هم مهاله پلان بي ولري او همداسې نور.

د مسايلو په اړه کره او پر وخت مالوماتو شريکولو توان ولري. او د مالوماتو د نه شتون له امله د رسنيو او ولس اذهان مغشوشېدو ته پرېنږدي.

له رسنيو سره داسې صميمانه اړيکي او انفلوينس سرکل جوړ کړي چې دې ته ضرورت پېښ نشي، حکومت د خپلو خبرو خپرولو لپاره رسنيو ته باج ورکړي.

د حکومت ضد تبليِغاتو د مهارولو لپاره دې د ليکوالانو په يوه داسې ټيم کار وکړي چې د نظام او خلکو ګټو ته د ژمنتيا تر څنګ حکومت هم ښې خوا ته رهبري کړای شي.

د حکومت د رسنيو مرکز دې بېرته فعاله او تر دې کچې و رسوي چې هره ورځ نه يواځې د ارګ، بلکې د ټولو حکومتي ادارو د فعاليتونو او لاسته راوړنو راپور په لاس کې ولري. امکانات دې يې زيات او همغږي پياوړې کړای شي.

وړۍ به شړۍ شي؟

هو، که حکومت پر وخت په خپل تبليغاتي ټيم کار وکړي نو نه يواځې حکومت د تبليغاتو په ډګر کې له بحرانه وځي بلکې له امله يې ولس هيله من کېږي، امنيتي ځواکونه روحيه اخلي، دښمن ماتېږي، نړېواله پانګونه جلبېږي او په لويه کې د حکومت د محبوبيت کچه زياتېږي. دا بيخي اړينه ده چې حکومت خپل تبليغاتي ماشين داسې فعال کړي، چې لږ تر لږه داسې خو نشي په ځان عريضه وکړي. حکومت کافي ډېر امکانات، ډېر پرسونل او بيخي ډېر خلک لري چې که وغواړي په مناسبو ځايونو کې يې ګمارلی شي. د داسې خلکو ګمارل چې په ولسي ژبه وپوهېږي او د خلکو د شعور کچه ور مالومه او همغسې خپل تبليغات ډيزاين کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply