له تعلیم نه د پښتون کرکه ننۍ نه ده/ اجمل ستانکزی

0 943

له تعلیم نه د پښتون کرکه ننۍ نه ده. پرون یې هم چندان جوړه نه وه ورسره. مشران قیصې کوي چې د ظاهر شاه په وخت کې به ځینې خلکو د لیسې مدیرانو ته پيسې ورکولې تر څو ماشومان یې ښوونځي ته ونه غواړي او په ځای یې له دوی سره بزګري وکړي. تر ظاهر شاه مخکې هغه وخت چې په غرب کې پوهنتونونه جوړیدل زمونږ مشرانو د قدرت په سر یو بل وژل او تعلیم ته د چا پام نه وو.
دا نو شین کفر دی چې په یوویشتمه پيړۍ کې دې هم پښتون ته د تعلیم صفت وشي. هغه د نړۍ تر ټولو شاته پاتې ځایو ته هم که لاړ شې بیا به یې هم خلک د تعلیم په ارزښت پوهیږي. خو بلاوهلي پښتون ته به نن هم د تعلیم صفت کوې او ګټې به یې ورته بیانوې تر څو خپل زوی ښوونځي ته ولیږي. د لور لیږلو لپاره خو به ورته بیل کمپاین کوې ځکه د ټولنو د ډیری نرانو مردار فکر، په ښځو بیځایه غیرت او هغه عقیده چې ښځې په کور کې بندیوانوي، د ښځو د تعلیم کولو چانس نور هم کم کړی.
نن د خپل کلي ښوونځي ورانوي یا یې نور ورته ورانوي او دی ورته خړې خړې ګوري خو سبا یې چې په کومه دولتي اداره کې کار بند وي نو وايي چې له ریس نه تر ماموره ټول د نورو قومو خلک وو. له مونږ سره تعصب کیږي. خو دا نه ګوري چې دا تیرو ۱۶ کالو کې یې که زرګونه ښوونځي نه وي نو سلګونه خو سوځول شوي. دا هره ښوونځۍ کې که سلو کسو هم درس ویلای وای اوس به مو یو زیات شمیر خلک باسواده وو. پښتون د خپل ځان دښمن او د خپلو ناخوالو مسول پخپله دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply