لاس ورکړئ، حکومت ته يې ورکړئ/ نجیب ننګیال

0 1,106

يو ملت چې هره ورځ مستقيما د پنجاب تر بريدونو لاندې وي، د ايران سپاه پاسدارانو يې په فراه کې ځالې جوړې کړې وي او روسي جنرالان په هلمند کې عملا طالبانو ته ټرېننګ ورکوي. راځئ، رښتيا ووايو، ترخه رښتيا. په داسې يوه وضعيت کې چې له هرې خوا د بلاګانو تر منځ را ايسار يې، مونږ د ښه او بد تر منځ انتخاب لرو، که د بد او بدتر؟
احيانا، همدا نن امريکا ته نه ووايو. سمه ده، افغانستان د بمونو لابراتوار نه دی. بل څه انتخاب لرې؟ داسې يو هېواد چې 85٪ په بهرنيو مرستو ژوندی وي، کوم مخلص دوست لري؟ يو راوښاياست، يواځې يو. ټوله پړه په حکومت هم مه اچوئ. تر دې مخکې مو د ښه او بد انتخاب درلود؟ که همدا نن امريکا وځي او نړېوالې مرستې بندې شي، څه به کېږي؟ څوک تضمين ورکوي چې د وزيرستان وحشيان به مو مېرمنې نه تښتوي او د اورکزو داعشيان به مو سپين ږيري په بمونو نه کېنوي؟ څوک د دې تضمين ورکوي چې د ايراني شيعه اخوندانو لخوا به په دار نه ځړول کېږو او شوروي به مو هغسې د تجزيې او پاره پاره کولو لپاره کور په کور جګړه نه اچوي لکه د شهيد نجيب د حکومت په وړاندې يې چې د ناځوانۍ، منافقت او مکارۍ تر ټولو مضر دريځ غوره کړی و.
هغه خپلواکي چې د حکومت مخالفين او د نظام مخالف ډنډورچيان يې نغارې غږوي، يواځې په کتابونو کې شته، يواځې په حماسي شعرونو کې. رښتيا خبره دا ده چې غريب هېوادونه هيڅ خپلواکي نلري، البته کامله خپلواکي. خپلواکۍ اوس نسبي شکل غوره کړی.
که طالب سوله نه کوي، داعش د خلکو په ذهنونو کې ځای لري، نو تر دې د بدو پېښو او شديدو زيانونو انتظار وباسئ.
که په ټوله نړۍ کې يو ريښتينی دوست نلرې، يو داسې څوک نه وي چې ستا اوښکې در پاکې کړي او په سخته کې لاس درکړي. نو غوږ شه…
ستا په اصطلاح همدا غلام (؟) حکومت، همدا اجير(؟) پوځ، همدا بزدله ولسمشر او همدا کاواکه نظام، که نن نه وي، پاره پاره کېږې. ناموس دې نېلامېږي. شتمنۍ دې لوټ کېږي او بيا به د پنجاب په کوڅو کې د خپلې پېغلې لور سره د تاريخ د نامرده دښمن په کور کې خيرات غواړې. والله بالله و يې غواړې.
مه کوئ، احساساتي غبرګونونه مه ښاياست. د مسایلو ژورتيا ته ښکته شئ. د نورو بدو پېښو مخه ونیسئ. لاس ورکړئ، حکومت ته يې ورکړئ. هو، همدې حکومت ته، همدې د بل په ډوډۍ او د بل په مرمۍ ژوندي پوځ ته. همدا مو د نجات لاره ده. مونږ تر دې پرته بل هيڅ ښه انتخاب نلرو. بله هيڅ لاره نشته.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply