سوناکشي سنها: نه غواړم ژر واده وکړم

0 3,199

د هندي سينما دبنګ ممثله سوناکشي سنها ويلي دي، چې نه غواړي ژر واده وکړي، ځکه چې تراوسه پورې ورته دا هم نه ده معلومه، چې څه ډول سړي سره به واده کوي.

د هندي سينما د راپورونو له مخې، د هندي سينما له مشهورې اداکارې سوناکشي سنها نه چې کله د يوې مرکې په وخت وپوښتل شو، چې واده به کله کوي؟

نو هغې يې په ځواب کې وويل، چې زما د واده په اړه کوم خبرونه خپاره کېږي، دا ټول درواغ دي، زما ژر د واده کولو هيڅ اراده نشته، ماته خو تراوسه دا هم نه ده معلومه چې څه رنګ هلک سره به واده کوم.

نوموړې زياته کړه، چې څوک زما د واده په اړه درواغ خبرونه خپروي، هغوى پرېږدئ چې خپروي يې، ځکه چې د دې خلکو کار خبرې جوړول دي.

سوناکشي وويل چې په ((نچ بليى)) کې د جج په توګه په کار کولو ډېره خوشحاله يم، ځکه چې د نڅا سره ډېره مينه لرم او نڅا مې سخته خوښه ده، او په نڅا کې مې د اداکار شاهد کپور او دپيکا پاډوکون د نڅا انداز ډېر خوښېږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply