ريښتیا هم چې ريښتیا رارسیږي دروغو به کلي وران کړي وي

0 968

افغانستان کې یوه پيښه وشي. دښمن ژر یو داسې څه خپاره کړي چې دا پیښه د افغان دولت او نظام په ضد استعمال کړي. د دښمن دغه تبلیغات بیا یو زیات شمیر پدې اړه ناخبره او ناپوه افغانان په پټو سترګو ومني. په نتیجه کې دا بیځایه منفي تبلیغات لکه اور په افغانانو کې خپله افغانان خپاره کړي. نتیجه یې داشي چې ملت ته غلط معلومات ورکړل شي او ملت د دغو غلطو معلوماتو په بنیاد غلطې فیصلې وکړي.
په توده کې عکس العمل مه ښایئ ځکه د تودې عکس العمل ډیری وخت پښیماني لري. لږ سړه خورئ. د حقایقو راتلو ته انتظار شئ. په دروغو کلي مه ورانوئ. په بیځایه توطیوي تیوریو یا د دښمن په تبلیغاتو خپلې پښې مه وهئ. کله چې یوه پيښه وشي مخکې لدې چې عکس العمل وښایئ له ځانه پوښتنه وکړئ چې آیا د دې موضوع په اړه کافي معلومات لرم چې عکس العمل وښایم؟ که بل څوک درته خبره وکړي نو پوښتنه وکړئ چې د دوی ددې معلوماتو سرچینه څه ده؟ دا خبره یې خپله جوړه کړې؟ که له یوې باوري یا بې باوره سرچینې څخه یې کاپي کړې؟ غلط معلومات مه خپله منئ او مه یې تر نورو رسوئ.
د اچین بمباري یې ښه مثال دی. دغه بم په دغه سیمه کې داعش ته ډیر تلفات واړول او د دوی پټنځایونه یې له مینځه یوړل. همدارنګه د راپورو په اساس هیڅ ملکي وګړي پکې مړه نشول. ددې تر څنګ یې ډیری ځايي خلک ملاتړ کوي ځکه داعش په دغو خلکو ډیر ظلمونه کړي. خو ډیری ښاري جذباتي افغانان په توده کې د دښمن په بیځایه تبلیغ غلط شول چې هله دا بم کیمیاوي او زهري مواد لري، یا سلګونه ملکي وګړي پکې مړه شول، یا دغه ځمکه د حیواناتو او نباتاتو لپاره زهر شوه، یا د دغې سیمې ماشومان به معیوب پیدا کیږي او نور… که مو د حقایقو راښکاره کیدو ته لږ انتظار کړی وای داسې به د دښمن د تبلیغ ښکار نه کیدئ. لږ هوښیار شئ او هر څه پرته له تحلیل او تحقیقه په پټو سترګو مه منئ.
ريښتیا هم چې ريښتیا رارسیږي دروغو به کلي وران کړي وي.

اجمل ستانکزی

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply