ننګرهار کې زرګونه زده کوونکي د کمپيوټر وړيا زده کړې کوي

0 1,380
يوسف ظريفي

جلال اباد (پژواک، ۳۱ وری ٩۶): د ننګرهار ولايت د پوهنې رياست مسوولين وايي، د يو شمېر مرستندويه بنسټونو په مالي ملاتړ يې په ۳۰ ښوونځيو کې کمپيوټر لېبونه جوړ کړي چې زرګونه زده کوونکي په کې په وړيا ډول زده کړې کوي.

دوی وايي چې ياد مرکزونه د جلال اباد ښار په ګډون د سره رود، بهسودو، اچين، نازيانو او غني خېلو ولسواليو کې موجود دي چې د برېښنا ستونزه يې ورته د لمريزې برېښنا پر مټ حل کړې ده.

په يادو مرکزونو کې پر زده کړو بوخت زده کوونکي وايي، پخوا به ډېر کله دغه مرکزونه د برېښنا د نشتوالي له امله د دوی پر مخ تړلي وو خو اوس د لمريزې برېښنا د اسانتیا تر رامنځته کېدو وروسته يې زده کړې بېخي نه دې ټکنۍ شوې.

په جلال اباد ښار کې د نازو انا په نوم د نجونو يوه لېسه کې د کمپيوټر زده کړو دوه مرکزونه موجود دي چې يو يې هم د امريکا د نړيوالې مرستندويې ادارې (يو اېس اى اې ډي) پر مټ جوړ شوی دی.

په دغه مرکز کې هره ورځ نږدې اويا نجونې په زده کړو بوختې وي چې ورته د کمپيوټر بېلابېل پروګرامونه ښودل کېږي.

د مرکز يوه زده کوونکې مريم وايي، مرکز ورته ځکه ګټور تمام شوی چې هم يې چاپېريال محفوظ دی، هم ورته زده کړې د ښځينه ښوونکې له لوري ورکول کېږي او ورسره ډېره راحته ده.

هغې پژواک اژانس ته وويل: ((ماته مې پلار اجازه نه راکوله چې زه دې داسې کورس ته لاړه شم چې هلته هلکان هم ورځي او استادان يې هلکان وي؛ نو دا مرکز راته ډير ښه شو.))

د مرکز ښوونکې کاينات وايي، دا يې درېيم کال دی چې دغلته تدريس کوي او په دوو دورو کې يې ۱۰۰ نجونې فارغې کړې دي او لا هم اوويا نجونې پر زده کړو بوختې دي.

ښوونکې کاينات وايي، دغه مرکز ځکه ښه نتيجه ورکړې چې وړيا دی: ((داسې نجونې هم موږ ته راغلې دي چې کورنۍ يې د فيس ورکولو هېڅ توان نه درلود او په نورو کورسونو کې يې زده کړې نه شوې کولی.))

د همدې لېسې مرستياله انيتا ناصري پژواک پخوا يې ډير کله د دغه مرکز دروازه د زده کوونکو پر مخ تړلې وه؛ خو اوس چې ورته لمرېزې برېښنا سيستم فعال شوی؛ نو هېڅ غير حاضري په کې نه رامنځته کېږي.

نوموړې وويل: ((هغه زده کوونکي چې د سهار له خوا نه مکتب ته راځي؛ نو کمپيوټر زده کړو ته ماسپين راځي او هغه چې د ماسپښين له خوا مکتب ته راځي سهار بيا کورس ته راځي.))

د کمپيوټر د وړيا زده کړو دغه مرکزونه يوازې د نجونو په ښوونځيو کې نه دي جوړ شوي، بلکې هغه لېسو کې هم شته چې زده کوونکي يې نارينه دي.

د نجونو د نازو انا لېسې په څنګ کې د استقلال په نوم د هلکانو لېسه موجوده ده چې هلته هم د امريکا د نړيوالې پرمختيايي ادارې په مرسته د کمپيوټر د وړيا زده کړو يو مرکز جوړ شوی دی.

د دغه مرکز زده کوونکی فرهاد وايي چې ياد مرکز ته په راتګ يې هغه وخت چې پخوا يې عبث تېراوه اوس د کمپيوټر په زده کړه مصرف کړی دی.

فرهاد پژواک ته وويل: ((کله چې زه دې مرکز ته راغلم، د کمپيوټر په چالانولو هم نه پوهېدم؛ خو اوس دا دی، د کمپيوټر په ډيرو پروګرامونو، لکه ورډ، ايکسل، فوټو شاپ او نورو باندې پوهېږم.))

د استقلال لېسې د کمپيوټر لېب ښوونکي محمد صمیم امېد وويل، په مرکز کې د لمريزې برېښنا فعالېدو د زده کوونکو د زده کړو په بهير کې ډېرې اسانتياوې رامنځته کړې دي.

نوموړي وويل، چې د يوسايډ اړوند يوې ادارې ورته هم سولر برېښنا فعاله کړه او هم يې داسې کمپيوټرونه ورکړل، چې تر دريو ساعتونو خپل چارج ساتي.

د ننګرهار د پوهنې رياست مطبوعاتي مسول محمد اصف شينواري پژواک اژانس ته وويل چې ورته مرکزونه د جلال اباد ښار په ګډون د بهسودو، سرخرود، نازيانو، اچين او غني خېلو ولسواليو په ديرشو لېسو کې جوړ شوي دي.

 هغه زياته کړه چې دوی د لسم، يوولسم او دوولسمو ټولګيو زده کوونکو ته د کمپيوټر د زده کړې ساعتونه لري؛ خو پخوا په هېڅ لېسه کې د کمپيوټر عملي زده کړې نه وې او اوس يې په يو شمېر هغو کې اسانتياوې د يوسايډ او يو شمېر نورو خيريه بنسټونو پر مټ چمتو شوي دي.

د پوهنې رياست دغه مسوول پر خيريه بنسټونو غږ کوي چې د ننګرهار په ټولو لېسو او ښوونځيو کې دې ورسره د کمپيوټر لېبونو د فعالولو په برخه کې مرسته وکړي.

د يادولو وړ ده، د امريکا د خلکو پراختيايي ادارې يا يوسايډ او يو شمېر نورو ادارو له لورې دغه جوړ شويو مرکزونو کې د کمپيوټر د زده کړو سربېره د انټرنيټ سهولتونه هم موجود دي، چې د لېسو زده کوونکي د نړۍ د مختلفو هيوادونو د لېسو له زده کوونکو سره ملګري کوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply