په خپل لاس پاچا په خپل لاس تبا) محممداکبر حقمل معینزی)

0 987

که فکر وکړئ، چې ژوند له تاسو سره په جنګ دی له شک پرته، چې همداسې به در سره کېږي؛ خو په یاد ولرئ چې د ژوند کولو لپاره بله لار هم شتون لري: «په دې خبره ایمان ولرئ؛ خدای پاک، چې هر څه پیداکړي ستاسو د خوښیو او ور څخه د ګټې اخیستنې لپاره دي، مینه، محبت، اخلاص او هرڅه، چې له نورو غواړئ لومړی یې په خپل ځان کې پیدا کړئ او د خپل ځان په اړه فکر وکړئ، ټول ښه څیزونه اول په ځان کې ولټوئ. که تاسو خپل ځان ومنلو، نو له شک پرته، چې نور خلک به مو هرو مرو مني، که له ځان سره مینه وکړئ، نور هم دې ته چمتو کېږي، چې له تاسو سره مینه وکړي.

  • تاسو د خپلې نړۍ پیداکوونکي یاست. په ژوند کې مو، چې څه راځي، څه لاس ته راوړئ، څه له لاسه ورکوئ، پرمختګ کوئ یا هم ماتې خورئ دا ټول هغه څه دي، چې مخکې له مخکې تاسو پخپله د ځان لپاره ټاکلي دي. داسې وخت به راشي، چې ژوند به مو په خپل لاس کې وي، خوښه او فکر به ستاسو وي، چې د خوښۍ او که د بدبختۍ او بدمرغۍ لوري ته یې بیایئ د هر څه مسؤل به تاسو خپله وئ. اصلي خبره دا ده، چې ژوند له موږ سره په جنګ نه دی څه مو، چې په ژوند کې راځي دا خپله زموږ فکر دی او بس. راځئ خپل ذهن او فکر د ځان په اړه مثبت کړو، د ځان او نورو په اړه مو خپل فکر ته بدلون ورکړو، هغه وخت به بیا د ټولو خوښیو دروازه زموږ پر مخ خلاصه وي. او یوازې موږ به بریالي یو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply