خوشحال آصفي/ د افغان دولت له مار نه د خير تمه لري پاکستان د سپي لکۍ ده نه سميږي

0 967

وروسته له هغې چې پر تورخم کې د افغان او پاکستاني ځواکونو تر منځ له نښتو، پر افغان خاورې د پاکستاني مليشو د راکټي بريدونو او په ځينو نړيوالو کنفرانسونو کې د افغان ولسمشر لخوا په پاکستان له تندو نيوکو وروسته د کابل او اسلام آباد اړيکې ترينګلې شوې؛ پاکستان له افغان حکومت سره  د اړيکو رغولو لپاره بيا هڅې پيل کړې. د همدغو هڅو په لړ کې تيره د شنبې ورځ د پاکستان د پارلمان د رئیس ایاز صادق په مشرۍ یو پلاوی کابل ته راغی څو د کابل او اسلام اباد ترمنځ د شته اختلافونو د هواري لپاره له افغان چارواکو سره خبرې وکړي.

اوس له دغې ليدنې وروسته د افغانستان د مشرانو جرګه او حکومت يو ځل بیا له پاکستانه د خير تمه لري. مشرانو جرګه دا ځل د پاکستان همکارۍ ته تمه لري او وايي، د پاکستان پارلماني پلاوي ژمنه کړې چې له افغانستان سره د پاکستان د پخوانیو ژمنو د عملي کولو لپاره به د پاکستان پرحکومت فشار راوړي. حکومت هم وايي، هېواد ته د پاکستان د پارلماني پلاوي له سفر څخه تمه لري چې له هغوى سره کتنې به د دواړو هېوادونو ترمنځ د باور فضا په رامنځ ته کېدو مرسته وکړي.

خو پوښتنه دا ده چې له ماره د خير تمه کيدلی شي؟

دا لومړی ځل نه دی چې د کابل او اسلام آباد اړيکې ترينګلې کیږي او نه هم لومړی ځل دی چې پاکستان له کابل سره د اړيکو رغولو لپاره له بيلابيلو لارو ګټه اخلي؛ بلکې کابو يو نيم کال وړاندې په افغانستان کې د خونړيو ځانمرګو بريدونو، نورو امنيتي پېښو او له طالبانو سره نېغ په نېغه د سولې د خبرو تر درېدو وروسته هم د کابل او اسلام اباد اړيکې خرابې شوې وې چې له امله يې دواړو هېوادونو ته د يو شمېر لوړو پوړو چارواکو سفرونه هم ځنډېدلي و. بيا هماغه مهال هم پاکستان د افغانستان سره د اړيکو د رغولو لپاره ډيرې هڅې وکړې خو افغان حکومت ورته منفي ځواب ويلو. بلاخره پاکستان د افغانستان له يو بلې ضعف نقطې چې ميلمه پالنه ده؛ ګټه واخيستله او د کوزې پښتونخوا پښتانه مشران يې په جرګه راوليږل.

هغه مهال د پاکستان لومړی وزير نوازشريف غوښتل له ولسمشر اشرف غني سره وګوري خو د غني له خوا په دې اړه د رد له ځواب وروسته يې د پښتونخوا سياسي مشران راوليږل چې د افغانستان ولسمشر له هغه سره ليدنې ته پخلا کړي. کله چې نواز شريف ته د غني لخوا د رد ځواب ورکړل شو نو نواز شريف بيا د انګلستان له لومړي وزير ډيوېډ کمېرون څخه غوښتي و چې ولسمشر غني له ده سره ليدنې ته اماده کړي، خو ولسمشر غني د کمېرون غوښتنه هم نه وه منلې. بلاخره له پښتنو مشرانو په استفادې يې د کابل او اسلام آباد اړيکې ورغولې.

اوس چې يو ځل بيا د کابل او اسلام په اړيکو کې ترينګلتیا پيدا شوې؛ نو پاکستان د همدغې ترينګلتيا د لمنځ وړلو لپاره ډيره هڅه پيل کړې ده. اوس د افغانستان له پارلمان سره د پاکستان د پارلماني پلاوي کتل هم د همدغو هڅو يوه برخه ده. اوس پاکستان غواړي د ولسي استازو په مرسته پر پاکستان د افغانستان د باور کچه لوړه شي.

خو آيا دغه سفرونه کولی شي چې د کابل او اسلام اباد تر منځ د باور فضا رامنځته کړي؟

لکه څنګه چې مخکې يادونه وشوه، له افغانستان سره د پاکستان دوستي او همکاري په بار بار ازمويل شوې ده او څوک چې ازمويل شوی بيا ازمايې نو پرته له شکه چې لويه تيروتنه کوي. اوس افغانستان ته د پاکستان د پارلماني پلاوي راتلل ځکه د بارو فضا نشي رامنځته کولی چې دغه پلاوی د پاکستان د پوځیانو د سیاست استازیتوب نه شي کولای. د کابل او اسلام اباد د اړيکو د ترينګلتيا ستر لامل له ترهګرو د پاکستان ملاتړ دی او پر دغو ترهګرو د پاکستان استخباراتو او پوځ نفوذ لري نه پارلمان. په همدې دليل ويلی شو چې کابل ته د پاکستان د پارلمان د پلاوي سفر د کابل او اسلام آباد په اړيکو رغولو کې هيڅ ګټه نلري فقط دومره به وکړي چې افغان حکومت به يو ځل بيا په خپلو تکراري ژمنو دوکه کړي او تر يو وخته به بيا د افغانستان او پاکستان اړيکې عادي شي خو په اوږد مهال کې د دوه هيوادونو تر منځ په سالمو اړیکو درلودو کې هيڅ مثبت اغيز نشي درلودلی. د دغې پلاوي له سفر نه د افغان حکومت او پارلمان هيله مندي بې ځايه او له مار نه د خير تمه کول دي.

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply