د ښاغلي حکمتيار په خبرو کې نوي څه نشته/ داکټر شیر حسن حسن

0 1,795

ګلبدين حکمتيار له وسله وال مخالفته لاس واخيست، د سولې بهير کې ورګډ شو، په نورو وسله والو يې هم غږ وکړ چې په سوله کې سياسي مبارزه وکړي او د بېګناه خلکو له وژلو لاس واخلي. د ښاغلي حکمتيار په خبرو کې نوي څه نشته، دا هماغه خبرې دي چې د سردار محمد داود له زمانې راهيسې کابل مېشتو او واکمنو سياسيونو د رسنيو له لارې د ښاغلي حکمتيار په شمول ټولو وسله والو مخالفينو ته پيغامونه استول او سولې ته يې دعوتول. په ځانګړي ډول د مرحوم ډاکتر نجيب الله د واکمنۍ په وروستيو کې چې د وسله وال مخالفت ټولې بهانې ختمې وې او هغه د سولې لپاره له واکه تېر و، د راوروسته پېښو ټول مسؤليت د پخواني پاچا په شمول د هغوی په غاړه دی چې د ډاکتر نجيب دعوت ته يې مثبت ځواب ونه وايه. له دې ټولو سره سره د ښاغلي حکمتيار اوسنی اقدام د قدر او ستايلو وړ دی، په سوله کې ژوند او بريا يې په برخه شه!
په اوسني وخت کې تر ټولو مهمه مسئله هغه ټولنيز غبرګون دی چې د حکمتيار مخالفين او پلويان يې د هغه د راتلو په وړاندې څرګندوي. مخالفين او بدبينان يې په شديدو الفاظو غندي، وايي مخ يې ورک کړې، دا حکمتیار نه بلکې راکټيار دی، خاين دی، کابل يې ويجاړ کړ، کابليان يې مړه کړل … اوس څه کوي چې راغی؟ لکه کابل چې يوازې حکمتيار وران کړی وي او د ښاغلي سياف،محقق او عبدالله په شمول دا اوسني حاکمان سپېڅلې فرښتې وي(!) ؟؟؟
د حکمتيار پلويان او خواخوږي په نه ستړي کېدونکو هڅو له هغه څخه د سولې قهرمان جوړوي، لکه چې سيالي ده، معنی يو د سولې شهيد شو، بل بايد د سولې قهرمان شي. که پوښتنه وشي چې د وسله والو ږيره ورو هغه مارش چې د جلال آباد – کابل په لويه لاره يې د ښاغلي حکمتيار سفر بدرقه کاوه، د سولې مارش و او که د زور تمثيل؟ ځواب معلوم دی !
ماته هر کال د شهيد په ورځ د نظار د لنډه غرو او په پروني مارش کې د حکمتيار د وسله والو ږيره ورو تر منځ هېڅ فرق ونه شو.
چې نېشه د استبداد لري په سر کې ماته يو دی که مغُل وي که افغان (اجمل خټک)
فکر کوم د حکمتيار مخالفين او پلويان يوازې په قومي او ژبني تعصب کې د حکمتيار په غندلو او ستايلو مصروف دي. که ښه وي که بد ، ښاغلی حکمتيار له نورو هغو فرق نه لري چې لږ تر لږه په تيرو پنځوسو کلونو کې يې لاره او ليکه يوه وه.
هيله ده د ښاغلي حکمتيار په ستايلو او غندلو کې دغه نور ښاغلي له ياده ونه باسئ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply