د غالبوزو غچ

0 1,153

طنز

د پردو سره په جنګ کې د آخ ناره نسته

دمه سته خو  د ډار چغه او بغاره نسته

په پټه خوله له دښمنه خپل غچ اخیستل دي

په دې کار  کې کومه خبره پټه او  ښکاره نسته

په یولاس قران په بل کې د تورې وخت تیر دی

اوس کونه پټي بې  غچه په بله بله  چاره نسته

***

د باغیرته انسان په غچ کې یو  وار  سر ځي

د بې غیرته په کښې زر واري بیخ او بر ځي

وګوره غالبوزې ته چې خپل غچ نه پریږدي 

خپل غچ ژر اخلي که یې سل واره ټول ټبر ځي

په غالبوزو  قهرجن قصاب نه  لري څه کار

له ساتوله یې بي ویرې د هغه شاو بر ځي

افغان هم بې غچه کام نه دی اې دنیاوالو

غچ اخلي که یې څه ال  او اعیال سراسر ځي

ځوښت  یې لکه  د کشپ په څیر  ډیر  ورو  دی

خو اخیر  ترې یو  ټپي سوی مکناټن ډاکټر  ځي

تر ننه هیڅ چا نه ده ورباندې سمه خوړلې

لکه ببر هر  یو  راځي اخیر لکه ګود خر ځي

افغانان دتوپ توپک  او بم سره جنګیږي

هر برید ته په منډه په لوڅو پښو  او سر ځي

کاشکي غچ یې لکه غالبوزه ډیر  ژر  وای

  که څه هر یو وچ  راځي  بیرته په لوند نیکر ځي

دا جنګونه لس شل کاله نیسي یا ډیر

  په کې ډیره  ابرو د پردو د نوکر او چاکر ځي

د پردو  یرغلګرو سره که نه وي دا چوبکیان

دا پردي د یوې ورځي یوازې په  یو مازیګر ځي

ناوخته غچ اخيستل خاین وطن پلوران زیږوي

په ناوخته غچ  ویره د هر بې پلاره سوډر ځي

نا وخته غچ د خلکو نسل لکه واښه ریبي

دیو یو وطنپال  په زړه د زهرو خنجر ځي

بی غچه بریدونه لا ورځ په ورځ ډیریږي

نن دلته سبا هلته  دیو یو  وطپال سر ځي

اخیر  خدای  وطنفروشان داسې شرموي

چې دمړي کوز يي پر  تاریخي تختې د قبر ځي

شا باش جنرال عبدالرارقه ددې ژر غچه

نوم دي  په تاریخ کې په شمېر د جنرال نر ځي

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply