په بدن کې د ویټامین بي ۱۲ کمیدل سترس، عصبي ناروغۍ حتې لیونتوب پیدا کولای شي

0 1,254

ژباړه: پژمان

کوبالامین یا ویټامین بي ۱۲ یو په اوبو کې منحل ویټامین دئ چې کمښت ېې د مغز او اعصابو د اختلالاتو لامل ګرځي .

ډاکتران وايي چې دا ویټامین له خولې نیولې تر کولمو په بدن کې جذبیږي او د جذب په هر پړاو کې د ستونځې رامنځ ته کیدل په بدن کې د دې ویټامین د کمښت لامل ګرځي .

ډاکتران په دې باور دي چې د ډیر وخت لپاره د دې ویټامین کمښت د عصبي حجرو د پوښ د بدلون سبب ګرځي چې د دې ویټامین په کمښت اخته کس په حواسو کې اختلال رامنځته کیږي او اعصاب ېې ناآرامه کیږي له دې سر بیره د بدن ځواک او ظرفیت ېې هم کمیږي .

هغوی وايي د ویټامین بي ۱۲ کمښت په زړو خلکو کې شدید عوارض رامنځته کوي چې له امله ېې د سختې عصبي ناراحتۍ تر څنګ د هاضمې سیستم د مایعاتو په ترشح کې هم ستونځې را منځته کیږي .

ډاکتران وايي د لږ وخت لپاره د ویټامین بي ۱۲ کمښت د وینې د کمښت ، ستړیا، ډیپریشن او حتې لیونتوب لامل هم کیدای شي خو د ډیر وخت لپاره د دې ویټامین کمښت مغز او مرکزي عصبي سیستم ته دایمي او نه جبرانیدونکي زیانونه اړوي

په طبعي ډول دا ویټامین یواځې په حیواني محصولاتو کې موندل کیږي خو د هغه ترکیبي ډول په بازار کې په پراخه کچه موندل کیږي .

دا ویټامین په ځیګر، سره غوښه، هګیو، ماهي ، د ماهي غوړو ، او پنیر کې په زیاته اندازه شتون لري .

همداراز دا ویټامین په بدن کې تر یوه کاله زیرمه کیدای هم شي او ډیر مصرف ېې هم تاواني نه دئ ځکه د بدن له مصرف زیات ېې یا خو په ځیګر کې زیرمه کیږي او یا هم د بدن د هضمي سیستم له لارې اطراح کیږي .

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply