په پښتونخوا کې د ښځو د تعلیم، بشري حقونو … دغوښتنو مبارزه آغلې لایبه یوسفزۍ

0 1,760

په پښتونخوا کې د ښځود تعلیم، بشري حقونو او
ماشومانو د حقونو د غوښتنو مبارزه آغلې لایبه یوسفزۍ

ډاکټر لطیف یاد

که پښتني ټولنې دتاریخ په اوږدو کې دانساني حقونو ستر مبارزین او پلویان په خپلې غیږه کې روزلي دي نو په دې برخه کې د پښتنو ښځو رول هم تر نارینه وو کم او لږ نه دی. په پښتونخوا کې دښځودتعلیم ،ماشومانواو د بشري حقونودغوښتنو یوه مبارزه آغلې لائبه یو سفزۍ ده چې دا وخت دپښتونخوا په مرکز پيښور کې اوسیږي.
لا یبه یو سفزۍدپښتونخوا په رسالپور کینټ کې زیږیدلې او خپلې لومړنۍ زده کړې یې هماغلته ترسره کړي دي .نوموړې وروسته دپښتونخوا دمرکز دپيښور دپوهنتون نه د ژورنالیزم ( جرنالیزم) او انګریزي ادبیاتو په څانګو کې ماسټر ډیګري او په ښوونې او روزنې او بشري حقوقو کې یې هم ځانګړې زده کړې ترلاسه کړي دي . لایبه یوسفزي په الکترونیک میډیا کې دپراخې تجربې خاونده ده او په ډیرو تلویزیوني پروګرامونو کې یې دډایرکټرې ، پروډیو سرې او سکریپټ لیکونکې په توګه کارکړی دی. نوموړې دپښتونخوا دنورو پښتو او اردو چینلونولکه ای .وي .ټي خیبر برسیره دخوست د غرغښت دتلویزیون سره هم ژورنالیستیکه همکاري کړې ده همداراز نومړې دراډیو مشال، فري یورپ او دبي بي سي دپښتو پروګرامونو سره همکاري لري او په پښتو ، اردو او انګریزي ژبو کې ښه مهارت لري او په درې واړو ژبو یې ډیرې علمي او ژورنالیستیکې لیکنې کړي دي.

آغلي لایبه یو سفزۍ ۳۵۰ درې سوه پنځوس داسې ټلویزیوني يروګرامونه جوړکړي دی چې په بیلا بیلو مسایلو ، ټولنیزو مسایلواو سیاسي مسا یلوپورې اړه لري لکه : په پښتنو کې کورنۍ شخړې او لانجې Domestic violence، پروړوماشومانو کارChild labourاو ، په پښتني ټولنې ( معاشرې ) کې دښځو او ماشومانوزده کړې . همداراز نوموړې ۲۵ داسې پروګرامونه جوړکړي دي چې په هغو کې یې دپښتو داوچتې پایې شاعران لکه : خوشال بابا ، رحمان بابا ، حمزه بابا، ارواښاد کبیر ستوري او نور ډیر شاعران او ددوی دشعرونو بیلګې یې خلکو ته ورپيژندلي دي .
آغلې لایبه یو سفزي دګندهارا پر لرغوني تهذیب او هم د کیلاش په خلکو چې ځانته بیل مذهب او تهذیب لري په پښتو ، اردو او انګریزي ژبوهم مستند فلمونه او ډاکومینټرۍ جوړ کړي دي .
آغلې لایبه یو سفزۍ دپښتنو داوسنۍ ټولنې ټولې ستونزې دپښتنو په بې علمۍ کې ویني او په دې اند ده چې دپښتنو درنځونو دلیرې کولو یوازینۍ نسخه تعلیم او پوهه ده . نوموړې په افغانستان او پښتونخوا کې دروانو حالاتو په اړوند وایی چې دکابل او پيښور دښمن یو دي او موږ ته په کاردي چې دوی ته ددوی رښتینی دښمن وروپيژنو .
آغلې لایبه یو سفزۍ زما سره هم ژمنه کړې ده چې یو شمېر لیکنې او مقالې به مې دپښتو نه اردو او انګریزي زبو ته ژباړي او دامکان په صورت کې به یې دپښتونخوا په ورځپاڼو او مجلو کې خپروي .
زه دآغلې لا یبه یو سفزۍ ټولې هلې ځلې ستایم اوپه پښتونخوا کې دبشر ي حقو نو دغې مبارزې ته دلا زیاتو بریاوو هیله کوم.
(یاد)

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply