طالبان: (برادران کرزی)که (جنبش خود جوش) رباني؟؟/ پوهاند محمد اسمعيل يون

0 1,250

په افغانستان کې د امريکايانو په زور د طالبانو نظام تر ړنګونې وروسته، داسې سکتاريستي او اتنيکي ډله واک ته ورسول شوه، چې د هېڅ ډول سياسي اخلاقو پروا نه لري، نه تاريخي حافظه لري او نه د شرم پرده، دا ډلې چې دستم، جمعيت، نظار شورا او دېته ورته نورو ډلو په تصويرونو کې ځان ښکاره کوي او د اسلام ماسک يې هم پر ځان غوړولی، د (جهاد) او (مقاومت) دوه اصطلاحات يې د سياسي امتيازاتو لپاره ناقانونه پوښښ ګرځولی، د بې شرمۍ، بې عزتۍ وروستي حد و بريد ته رسېدلي دي. دوی ان د هغو اشخاصو خيال او پروا هم نه ساتي چې دوی ته په حقيقت او واقعيت کې د ولي نعمت حيثيت لري، پر دوی يې پردې غوړولې وې او تر همدې پردې لاندې يې د لوټ او تالان بې ساری ريکارډ ټينګ کړی و، دوی ځان ته د هر ډول الفاظو د کارونې صلاحيت ورکوي، خو که د نورو له خولې څخه يوه عادي خبره هم ووته او د دوی پر مزاج برابره نه وه، نو له هغې څخه بيا داسې يوه ډنډوره جوړه کړي چې ګنې اسمان راکښته شو.

په دې ليکنه کې غواړم يوازې يوې کلمې ته اشاره وکړم چې ښاغلي حامد کرزي په تېرو (۱۷) کلونو کې بار بار کارولې او سکارستي کړيو بيا د هغې په باب داسې غبرګون ښودلی چې ګنې ښاغلي کرزي کوم کفر غږولی دی. کرزي طالبانو ته د (ورور) خطاب کړی، خو تر دې وړاندې د طالبانو د ظهور پر مهال لومړنی سړی چې طالبان يې د ((نجات فرښتې)) وبللې او د هغوی د چټک سياسي پوځي پرمختګ په باب يې نظر څرګند کړ، هغه د اسلامي جمعيت مشر (برهان الدين رباني) و،نوموړي هغه مهال وويل: ((طالبان يک جنبش خود جوش است)). رباني يوازې پردې بسنه ونه کړه؛ کندهار او نورو سيمو کې يې طالبانو ته په ټنونو پيسې او ډول ډول مهمات هم ورولېږل او خپلو جمعيتيانو ته يې وويل چې له طالبانو سره له جګړې لاس واخلي، خپلې سيمې او وسلې هغوی ته تسليم کړي، په ټولو تنظيمي قومندانانو کې د نظار شورا مشر (قومندان احمد شاه مسعود) لومړنی قومندان و چې له خپل ساتونکي (داود داود) سره يو ځای يې په ميدان ښار کې طالبانو ته درناوی وکړ او له کوم قيد او شرط پرته يې د طالبانو مشر (ملا رباني) ته وويل چې زه يو نظامي شخص يم، کوم سياسي سړی نه يم، تاسو چې کوم شرعي نظام غواړئ، زه د هغه د يوه عسکر په توګه ستاسو په خدمت کې يم، خو تر ټولو د مخه بايد تاسې په (چهار اسياب) کې د (ګلبدين حکمتيار) او د کابل په (لويديځه برخه) کې د (عبدالعلي مزاري) د قوتونو غم وخورئ، کله چې مو دا دوه قوتونه له دې ځايه پورته کړل، نور کابل زه خپله درتسليموم. کله چې طالبانو همدا کار وکړ ؛ د کابل ښار غربي څنډې او د چهار اسياب نورې سيمې يې له يادو قوتونو ونيولې، نو بيا د نظار شورا ياد قومندان پر طالبانو ناڅاپي بريد وکړ، طالبان چې د مسعود له ژمنې سره سم له هغه څخه ددې ډول غلچکي بريد هيله نه لرله، نو له يادو سيمو پر شا شول او بيا يې د (مسعود) تر مرګه پورې د هغه پر خبرو باور ونه کړ. له دې سريزې څخه مې هدف دادی چې له طالبانو سره د خبرو اترو، معاملې، مفاهمې او مقابلې اساس تر حامد کرزي، حکمتيار او نورو اشخاصو وړاندې خپله دې ښاغليو ايښی دی. اوس که کرزی طالبانو ته د (برادر يا ورور) د کلمې پر کارولو له خوږې ګوتې نيول کېږي ، دې خبرې ته بېلابېل رنګونه ورکول کېږي او ځينې يې بيا د محاکمې د غوښتنې شعار هم ورکوي، نو عام ولس ته هم بايد ددې حق ورکړل شي چې د يادې سلسلې د پيلېدونکو په توګه د (رباني) او (مسعود) محاکمې بحث مطرح کړي، طالبانو ته د ورور يا دښمن په خطاب سره د هغوی په ماهيت، کيفيت او کميت کې هېڅ ډول بدلون نه راځي، جمعيتيانو د طالبانو د دوستۍ او دښمنۍ دواړه حالتونه تجربه کړي دي، کله چې يو ستمي يا جمعيتي ته ددې خبرې په اصطلاح حق حاصل دی چې هر چاته هر ډول خطاب وکړي، پر هر چا د هر ډول جنايت تور پورې کړي، دغسې عام ولس ته هم بايد ددې حق حاصل وي چې د جمعيت او نظار شورا جګړه مارانو ته د جنايت کارانو خطاب وکړي، دوی د جهاد په ګرمو شېبو کې له روسانو سره پروتوکولونه وکړل او د جهاد برياليتوب يې ټکنی کړ، دوی (اسامه بن لادن) له (سوډان) څخه په الوتکه کې کابل ته راوړ، دوی (دوه سوه) عربانو ته د افغانستان د تابعيت تذکرې ورکړې، دوی د اسامه استاد (عبدالله عزام) پنجشېر ته دعوت کړ، دوی طالبانو ته وسلې او پيسې ورولېږلې، دوی کابل په وينو ولمبوه، دوی ته روسانو په ټنونو پيسې چاپ کړې، دوی غربيانو ته وويل چې ((غت غت بمونه واچوئ)) دوی په افغانستان کې د شر او فساد زړي وکرل، دوی د کرزي په حاکميت کې تر ټول افغان ولسه زيات امتيازات واخيستل، دوی سياسي، دولتي، تنظيمي، اقتصادي او ميډيايي مافيا رامنځته کړه، خو له دې ټولو غميزو او ستونزو سره سره بيا هم دوی سپينې کوترې (!) دي او د دوی ټول سياسي او نظامي مخالفين د دوی په اصطلاح جنايتکاران.

ايا په دې کار د کرزي د محاکمې بحث د مطرح کېدو وړ دی چې طالب ته يې د (برادر) خطاب وکړ؟ او که د ډېرو خلکو په نظر په دې کار چې د ملت حق يې د نظار شورا او جمعيت پر جنګسالارانو وخوړ؟

د دې ليکنې په پای کې يادونه په کار ده چې د طالبانو تر سقوط وروسته د افغانستان د اوه لس کلنې لانجې يو اساسي عامل، د نظار شورا په نامه يوې محدودې ډلې ته په مطلق ډول د قدرت ناکنتروله انتقال و، تر څو چې دا ډله او ددې ډلې نورې متعصبې ستمي ائتلافي ډلې او د هغوی جنګي جنايتکاران له حساسو دولتي رګونو لرې نه شي، د واک وېش د عدالبت پر بنسټ تر سره نه شي، نه طالبانو سره سوله ممکنه ده، نه نورو ډلو سره، نه حکومت کې سمون راتلای شي، نه په عام ډول په هېواد کې امن، ددې ډلې د حاکميت په شتوالي کې نه يوازې دا چې د امن ټينګښت ممکن نه دی، حتی مخالفينو ته د مناسبو الفاظو کارول هم د دوی له سخت غبرګون سره مخامخېږي. د سولې د ټينګښت په لاره کې نور خنډونه هم شته، خو یوه اساسي غوټه او خنډ يې د همدې مافيايي ډلې نا کنټروله حاکميت دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply