د هلمند ولایت اوسېدونکي ادعا کوي، چې د دې ولایت په لېرو پرتو ولسوالیو کې د امنیتي ځواکونو ترمنځ د هلکانو ساتل یا بچهبازي یوه دود شوې ښکارنده ده.
د دې ولایت له ډېرو ولسوالیو نه کم عمرههلکان او ځوانان د پولیسو له لوري د بچهبازۍ د ناوړې ښکارندې له وېرې له یو شمېر ولسوالیو نه نورو کابل، هرات، نیمروز، کندهار او نورو ولایتونو ته کډوال شوېدي.
د هلمند د ګریشک ولسوالۍ اوسېدونکی محمد سید وايي، چې پولیسو یې د کورنۍ درې تنه نوي ځوانان د جنسي ګټنې په پار امنیتي پوستو ته له ځانه سره وړي دي.
دی وايي، چې پهدې اړه یې څو ـ څو ځلې د دې ولایت د بشري حقونو خپلواک کمېسیون، امنیې قوماندانۍ او د ولایت مقام ته عرض کړی؛ خو هغوی یې د ستونزې د حل په برخه کې پام نهدی کړی.
دی زیاتوي، چې د دې ولسوالۍ لوړپوړي چارواکي او سرتېري پهدې ښکارندې اخته دي.
د ده پر وینا، د دې سیمې ډېر امنیتي چارواکي د پولیسو په جامه کې نه، بلکې په شخصي کالیو کې دا عمل کوي.
په ورته وخت کې بيبي فاطمه هغه څوک ده، چې خپل ۱۴ کلن ځوی یې له یو کال راهیسې یوازې یوه شپه پهخپل کور کې تېره کړېده.
مېرمن فاطمه زیاتوي، چې د پولیسو رینجر موټر به پسې راغی او هغه به یې له کور یا کوڅې نه پورته کړ او له ځان سره به یې د سیند غاړې یا امنیتي پوستو ته یووړ.
د فاطمې پر وینا، د دې زوی محمدوزیر څو ځلې پولیسو په امنیتي پوستو کې وهلی او په لسګونو ځله یې پرې جنسي تېری هم کړیدی.
د نوموړې پر وینا، د خپل زوی د پيدا کېدا په اړه یې د هلمند له ولایتي ادارې، امنیتي ارګانونو او د بشري حقونو خپلواک کمېسیون ته شکایتونه کړي؛ خو تر اوسه یې د زوی درک نهدی معلوم شوی.
د دې پر وینا، په هماغه تازه وخت کې چې یې زوی یووړ؛ خبرداری ورکړل شوی، که شکایت وکړي؛ هم به دا او هم به یې زوی ووژني.
داسې راپورونه هم خپاره شوي، چې اکثرو ساتل شویو هلکانو چې دوی یې د جنسي ګټنې لهپاره ځان سره ساتلي وو؛ وژلي او نورو ځایونو ته تښتېدلي دي.
د هلمند د نادعلي ولسوالۍ اوسېدونکی شېرمحمد وايي، چې پولیسو یې د کاکا زوی په زوره وړی او له ځان سره یې ساتلی دی.
د ده پر وینا، د «چاهنجیر» په سیمه کې د یوې پوستې مشر د ده د کاکا زوی ځان سره ساتلی و، چې یوه شپه د وسلهوالو په برید کې د ټولې پوستې امنیتي ځواکونه او درې ساتل شوي هلکان ووژل. د شېرمحمد پر وینا، تر دا مهاله چا پوښتنه ونهکړه، چې ولې دا ډول کارونه د امنیتي ځواکونو تر څنګ د غیرمسوولو کسانو ژوند په خطر کې واچوي.
که له یوې خوا د پولیسو لهخوا ځېنې ځوانان بد فعلۍ ته مجبورېږي؛ خو له بلې خوا بیا په ستونزه کې ښکېلې کورنۍ د عزت او عنعنوي «شرم» له امله اړوندو ارګانونو ته د موضوع د څېړلو او حق غوښتنې په پار نه شي عرض کېدلی.
خو د هلمند د ګریشک او ډېرو نورو ولسوالیو اوسېدونکي د دې ټولنیز عار له امله، چې پولیسو له ځان سره ساتلي وو؛ له خپلوانو او پېژندګلو کسانو نه پټ ګرځي.
په ورته وخت کې د هلمند د کار، ټولنیزو، شهیدانو او معلولینو چارو ځایناستی رییس او د CPAN شبکې مشر محمدامان نېکمل هم تاییدوي، چې د پولیسو په لیکو کې کم عمر ماشومان موجود دي.
د نېکمل پر وینا، په دې ولایت کې ځېنې کسان لغړزني ساتي او یوازې له ګرځېدلو یې خوند اخلي؛ خو څه ورته نه وايي. د ده په خبره، ځېنې کسان همدا لغړزني نڅوي، ځېنې یې د جنسي ګټنې په پار ساتي.
دی وايي، سږ کال یې د یونسیف شبکې په مرسته په کلیو کې عامه پوهاوی کړی، چې د بچهبازۍ بدې ښکارندې پر وړاندې ودرېږي او د ماشومانو حقوقو تر پښو لاندې نهکړي؛ خو زیاتوي، چې د دې پدیدې په اړه د مشخص تعریف او قانون نهشتوالی د دې لامل شوی، چې خلک پرته له شرمه خپل حق وغواړي.
سلام وطندار ته د یوې سرچینې له لارې رسېدلي اسناد ښيي، چې ګریشک، نادعلي، سنګین او ګرمسېر ولسوالیو د ټولنیزو مشرانو، امنیتي او اداري چارواکيو ترڅنګ د دې ولایت د ولایتي شورا دوو غړيو، ځينې ولسوالان او ګڼو نورو پېژندل شويو اشخاصو هم د پولیسو په نامه د بچهبازۍ لهپاره هلکان ساتلي دي.
خو د هلمند امنیه قوماندان مل پاسوال اقا نور کینتوز د دې موضوع په تړا وویل، چې څه موده مخکې یې د دې ولایت د ټولو امنیتي پوستو د لیدنې ته یو پلاوی ټاکلی و، چې په پایله کې یې هېڅ داسې مورد پيدا نهشو، چې په امنیتي پوستو کې دې د جنسي استفادې لهپاره کم عمره هلکان ګومارل شوي او ساتل شوي وي.
ده په ټینګار سره د پولیسو په لیکو کې د بچهبازۍ او د کم عمر هلکانو ګومارل او ساتل رد کړل.
د ده په خبره، څه موده مخکې یې دوه تنه کمر عمره هلکان چې د ښوونځي زدهکوونکي وو؛ هغه مهال د پولیسو له لیکو وویستل، چې پلرونو یې دوی ته شکایت وکړ.
د هلمند د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون ځایناسته رییسه فاطمه وايي، چې ډېرو خلکو ورسره د دې ستونزو په اړه خبرې کړي؛ خو په رسمي ډول هېچا قضیه نهده ثتب کړې.
دا وايي، هڅه کوي، چې د جنسي زور ـ زیاتي او بچهبازۍ په اړه پلټنې وکړي او تورن کسان د امنیتي او عدلي ارګانونو په مرسته د قانون منګولو ته وسپاري.
دغه کمېسیون ځکه پهدې تړاو کره شمېره نهلري، چې د بچهبازۍ له ښکارندې ځورېدونکيو کورنیو او ماشومانو ورته رسمي شکایت نهدی کړی او نه یې پهدې تړاو قضيې ثبت کړېدي.
د عدليې وزارت د انسانی قاچاق پر ضد د مبارزې ادارې سکرتر وحیدالله هدایت د ملي اردو او ملي امنیت د ځواکونو په لیکو کې د دې ښکارندې موجودیت ردوي؛ خو مني، چې په ځلونو ـ ځلونو د ملي او سیمهییزو پولیسو کې د دې پدیدې شواهد لیدل شوي، پهداسې حال کې چې د کورنیو چارو وزارت بیا دا ادعاوې بېبنسټه بولي.
هدایت په هلمند ولایت کې د CPAN شبکې په اړه وايي، لهدې شبکې تمه کېده، چې د انساني قاچاق د فیصدۍ په راکمولو کې یې باید کار کړی؛ خو تر اوسه ډېره اغېزمنه نهده ثابته شوې.
د ده پر وینا، هڅه کوي، چې سږکال پهدې ښکارندې اختهوو کسانو ته د جزا په قانون کې د سزا اندازه وټاکي.
دا پهداسې کې ده، چې دغه ولایت ناامنۍ، غربت، د بېسوادۍ دومره ځپلی دی، چې د بچهبازۍ په لومو کې ښکېل وګړي د ظلم پر وړاندې د غږ پورته کولو جرات نهشي کولی یا دا ډول حق غوښتنه ورته د شرم او ننګ زولنې ښکاري.
وايي، له ډېر هغه ځوانان چې له دا ډول ظلم سره مخ شوي؛ د دولت د وسلهوالو مخالفانو له لیکو سره یوځای شوي دي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320