د حزب او جمعيت کينايي/ سردارمحمد همدرد

0 495

حزب او جمعيت دافعانستان ددوو لويو سياسي ګوندونوڅخه شميرل کيږي دا دوه ګوندونه په تيرکي یو دبل سره جګړي هم وکړي ان چي د کابل دکورني جګړو تور دوي يو پر بل باندي اړوي داسي هم ويل کيږي چي په تیرو پنځلسو کالو کي د انجينر ګلبدين حکمتيار سره چي د سولي خبري بريالي نه سوي يوه خبره هم دا وه چي جمعيت د سولي شورا په خپل لاس کي اخيستي وه او دا يو واقيعت دی کله چي د سولي شورا د جمعيت د منګلو خلاصه او پيرسيد احمد ګيلانی چي ددې شورا مشروټاکل سوودښاغلي حکمتيار سره دسولي خبرو نتيجه ورکړه،که څه هم يو تعداد شنونکو دحکمتيار راتګ اوازي بللي خوددې برعکس ښاغلی حکمتيار راښکاره سواوپه افغانستان کي پر جنګ نه بلکي پر سولي ټينګار وکړ.

کله چي حکمتيار صحني ته داخل سوترټولو لومړی ددوي اودجمعيت يوپر بل کينايه بريدونه پیل سول.

حکمتيار هم خپل په خبروکي دا وويل چي دافغانستان واک به کوچني ډلي ته په لاس کي ورنه کړي اودواک دانحصار يادونه يې هم وکړل او دي ته ورته نوري څرګندونې هم وي چي اشاره يې جمعيت ته وه،ددې سره جوخت عطا محمد نور مستقيمآ دحکمتيار دخبرو وروسته داسي وويل چي د حکمتيار خبري لمس کوونکي دي او دا يې دافغانستان د راتلوونکي لپاره ښه ونه بللي.

ده وويل چي د حزب اسلامي مشرداسي چلند کوي لکه حکومت چي ده ته تسليم سوي وي ده د حزب اسلامي د مصلحه کسانو د خالي صلاح کيدوغوښتنه هم وکړه

ده وويل که داکار ونه سي دهيواد امنيتي حالت به نور هم خراب سي

خو حکمتيار په خپلو وروستيوڅرګندونوکي چي دولسي جرګی د مشر عبدالروف ابراهيمي په کورکي يې وکړي وويل زه دافغانستان عدلی او قضايې ارګانونوڅخه غوښتنه کوم چي دمخکنيوجګړو په اړه دي پلټنه وسي مجرم دي وښودل سي او بيله ثبوته چي څوک چاه ته د مجرم ګوته نيسي هغه په خپله مجرم دی.

زه نه غواړم چي دلته د چاه په اړه قضاوت وکړم ما پخوا هم ويلي وه چي جهاديانو دجهاد ستر ارزښت ونه ساتي او دوي به تاريخ ته ملامت وي زه يوه خبره کوم چي عطامحمد نور عبدالرشيد دوستم اومحقيق چي په دي وطن کي دسياست کولو حق لري نو حکمتيارهم دا حق لري داسي نه چي دوي ښاغلی دي او هغه بد دي

هغه متل دی چي وايې (شوؤ ښه ده که ګله مه يوه ويني مه بله)

اوس خبره داده چي موږ لا ولي دتاريخ څخه عبرت نه اخلو دخداي په خاطر نور پر دي وطن زړه وسوځی په دا لنډ وخت کي څه ونه سول یو ځل دروس او امريکا درسی کشيو ښکار سو روس راغلی وه او امريکا يې دوتلو لپاره هلي ځلې کولي اوس امريکا راغلي ده روس يې دوتلو کوښښ کوي.

يوه ورځ مجاهد او خلقي بله ورځ تروريست یو نامه او بل نامه باندي سره په رنګ ولړل سوخپل کورکلي مو وران کړل وينی توي کړي سړکونه،پلونه،ښوونځي اوعامه تسيسات مو وران کړل ملت مو په نس وږي کړ ماشومان مو بي پلاره کړل تور سري موکونډي کړي بوډي مور دځوانمرګ زوي په غم کي وژړول،اخير وايوچي موږتوره وهلي ده زموږ توره هغه وخت ثابت کيداي سي چي موږ پر خپلو پښو ولاړ مستقل افغانستان ولرو.

اوس خو مو هرڅه له لاسه ورکړي دي نه خپل اختيار لرو اونه هم خپل اقتصاد دهيواد سياسيون مو دپرديو سفارتو اواستخباراتو سره داړيکو ټینګولوکوښښ کوي اوپه دي کي خپل بقا ويني.

د افغانيت د غرور او ارزښتونو پروا نسته دا هرڅه دهمدغو مشرانو دغلطو سياستونو له امله راسره کيږي زه ديوه افغان په حيث ټولو ته یوه مشوره ورکوم راځئ تيرهيرکړو د سره فکروکړو او نور خپل وطن د ټوپکسالاري،بي عدالتي او جګړي څخه وژغورو ځکه چي په جګړه کي نور هم غلامان کيږو زموږ عزت په يوموټي او سوليز افغانستان کي دی.

په درنښت

لښکرګاه

وخت ۳:۰۰ بجي دماپښين

نيته: ۱۳۹۶/۳/۱

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply