عبدالحي مطمئن کتاب /حماد

0 2,943

له تېرو څو ورځو راهیسي مې د ملاعبدالحي مطمئن چې د طالبانو وخت کې د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رئیس وو د نوي چاپ شوي کتاب په اړه بېلابېلې خبرې اورېدې ، مجالسو کې چا ښه او چا بد ورباندې ویل خو ما کتاب نه وو ترلاسه کړی نو د یوه لوري خوا مې هم نشوی نیولی، اګرچه د مطمئن د کتاب له چاپه ښه مخکې خبر وم ، دا چي مطمئن زه له نږدې پیږنم ځکه مې د هغه د کتاب موندلو او لوستلو سره چنداني دلچسپي نه وه د عدم دلچسپۍ یوعمده لامل مې دا هم و چې د کتاب د پښتۍ انځور مې فیس بوک کې لیدلی وو، هلته ښاغلي مطمئن ځان د امیرالمومنین ملامحمدعمر مجاهد ویاند معرفي کړي وو په داسي حال کې چې ښاغلي مطمئن یوه ورځ هم د ملاصاحب مرحوم ویاند نه دي پاتې شوی نو له همدې ځایه مې د ټول کتاب پر محتوا او رښتینولي باندې شک پیدا شو.

خو وړمه ورځ مې یوه ملګري له کابله د ښاغلي مطمئن کتاب رالېږلی وو، او ټينګار یې کړی وو چې باید ویې لولم.

د کتاب لوستلو ته مې بیګاه ډډه ووهله ، یوه شپه او ورځ کې مې مکمل خلاص کړ، چې له مطالعې وروسته په دې پوهیدم چې د کتاب محرک تر ډېره عقده او له ځيني کسانو سره شخصي ستونزې او تعصب دی.

مطمئن نه یوازې دا چي د اسلامي امارت د ډيری مشرانو د سیاسي او جهادي کیریر د داغداره کولو لپاره یې هغوئ پسې دروغ ، تهمتونو، بهتانونه او افتراوې کړې وی بلکې د ځينو مشرانو پر شخصي حریم یې هم په دومره سپین سترګۍ سره تیری کړی دی چې ښایې یو کوڅه ډب ، اواره او انتهایي پست او لویدلی کس به یې هم فکر ونه کړي.

په داسي حال کې چې ښاغلی مطمئن یوه ورځ هم د لوی ملاصاحب مرحوم ویاند نه دي پاتې شوی په دې د اسلامي امارت ټول مشران او کشران خبر دی، ویاند څه چې د نوموړي د بد اخلاقۍ او بي لمازۍ له امله ښاغلی حتی د طالبانو په ټول حکومت کې ونه توانیدی چې د کندهار د اطلاعاتو او کلتور له ریاسته بره لاړشي په داسي حال کې چې تر ده ډېر کمزوري طالب مسئولین ، لکه مولوي قدرت الله جمال آن د اطلاعاتو او کلتور تر وزارته ورسېدل.

د هماغو ورځو خبره دی وای کله چې قدرت الله جمال د اطلاعاتو او کلتور وزیر شو، لوی ملاصاحب ته مولوي شهاب الدین دلاور صیب وویل چې جمال دې د کوټې له نمائندګۍ څخه دومره لوړې چوکۍ ته پورته کړ په داسي حال کې چې مسلک یې هم نه دی خو دغه مطمئن به دې وزیر کړی وای چې دغه یې کار او مسلک هم دی.

وای ملاصاحب ورته وویل ، د مطمئن په اړه زه خبر شوی یم ، چې لمونځ نه کوي نو څوک چې له فرض لمانځه سره دومره بې باکه وي هغه به دا دومره ستر کار په دیانت سره څنګه اداره کړی شي.

په کتاب کې ښاغلي مطمئن پر دلاور صاحب هم تورونه لګولي دي چې له برطانوي ، پاکستاني او افغاني استخباراتو سره لاس او پټې یارانې لري او زامن یې هم د افغانستان د حکومت پر بورسونو بهر کې درسونه وایي.

د کتاب له مطالعې وروسته سړي ته په ډاګه او په ډېره اسانۍ سره جوتیږي چې دغه کتاب ښاغلي مطمئن په طالبانو کې د یوې خاصې حلقې چې هغه د ده جیب او خېټه ډکوي د خوښۍ لپاره او د یوې مضره استخباراتي ادارې په امر لیکلی دی.

په کتاب کې ټکول شوي شخصیتونه ټول هغه کسان دی چې د پورته ذکر شوو دوو حلقو لخوا هر وخت تر بریدونو لاندې نیول شوي او بدنام شوي دی.

ملا عبدالحي مطمئن د قطر د سیاسي دفتر پروسه چې په سیاسي ډګر کې د طالبانو یوه ستره او ډکه سیاسي لاسته راوړنه بلل کیږي هم تحریم کړې ، د امریکا ، قطر او جرمني استخباراتي ادارو پورې یې تړلې دی ، د یادې پروسې مرکزي کردار طیب اغا یې هم ټکولی او توهین کړی دی.

ملاعبدالسلام ضعیف چې کلونه یې د امریکایي وحشت په کرغیړنه تعذیب خانه ګوانتانامو کې تېر کړل ، د اسلامي امارت او اسلامي نظام لپاره یې سختې قربانۍ ورکړې، اوس هم د طالبانو دسیاسي حیثیت ساتلو لپاره یې شپه او ورځ پرځان یوه کړې او خپله مبارزه یې جاري ساتلې دی، د مطمئن په کتاب کې یې ټولې هڅې ، قربانۍ او ستړیاوې له پامه غورځول شوې او د نوموړي شخصیت یې ترور کړی دی.

پر دې سربېره یې تر ټولو ستر تهمت او افترا د ښاغلي معتصم په حق کې لګولې دی ، ښاغلي مطمئن په کتاب کې لیکلي چې له معتصم سره نږدې اړیکې او نه هم نږدې کاري سابقه لري خو بیا یې هم  آن د هغه پر شخصي او کورني ژوند تیری کړی دی .

 دغه بې سنده او بې ضرورته کار یې  د کتاب محتوا دومره پیکه کړې ده چې له ورایه بیخي یو عادي لوستونکی هم ورباندې پوهیږي چې دلته مطمئن په عقده کې تر حد زیات افراط کړي دي.

نوموړي د معتصم اغاجان په اړه ویلي چې له ده سره د ملاصاحب مرحوم د طالبانو د بودیجې پر سر لانجه وه او یادې پیسې معتصم اغاجان په شخصي توګه استفاده کولې.

د معتصم اغاجان پر اوسني دریځ او تګلاره نه غږیږو، د سم او ناسم قضاوت یې تاسي خپله کولی شي، خو دا یو واقعیت دي چې هغه د طالبانو د واکمنۍ پرمهال په قوي موقف کې وو ملاصاحب ته تر مطمئن په څو کرته ورتېر او د باور وړ وو،  له سقوطه را وروسته د امریکايي یرغلګرو پر ضد د جهاد پیل کې او د طالبانو په بیا انسجام او تمویل کې که وویل شي چې د معتصم ونډه نوي سلنه وه نو هیڅ مبالغه به ونه بللی شي.

ښاغلی معتصم وو چې له سقوطه وروسته یې ټولو ملګرو ته د بیا راټولېدو او د جهادي کارونو د شروع کېدو روحیه ورکړه ، زمینه یې ورته برابره کړه او ورسره موجود امکانات یې شریک کړل ، په دې ټول د امارت مشران معترف دي او په یوه خوله ښاغلی معتصم یو جرات مند ، پرکاره او جدي کس ګڼي.

له ښاغلي معتصم سره د مطمئن یوازینۍ ستونزه چې نوموړی یې دومره تخریب  ته اړ ویستلی دی شخصي عقده ده.

تر څومره چې زه خبر یم معتصم اغاجان د امارت ټولو مشرانو ته د کورونو د مصارفو لپاره پیسې ورکولې خو مطمئن له دغه امتیاز څخه بې برخې وو او همدا لامل دی چې نوموړی یې غچ اخستلو ته اړ ویست.

مطمئن ځکه ځيني محروم و چې نوموړي په لومړيو کلنو او سختو شپو ورځو کې له طالبانو سره له کار کولو رټ منکر وو نو طبعي خبره ده چې داسي کس ته بیا امتیازات هم نه ورکول کیږي.

او بل ښاغلي مطمئن په هماغو شپو کې د کندهار د مطبعې لس لکه کالدارې هم نقدې چغدې له رحمت الله کاکازاده صاحب څخه وهلې وې چې دغه کار یې هم د ډيرو مشرانو د نا رضایت سبب ګرزېدلی وو.

کیسه داسي وه چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د طالبانو د حکومت وروستیو شپو کې د کراچي کونسلګرۍ ته د مطبعې د ماشین اخستلو لپاره لس لکه کالدارې رالیږلې وې خو د ماشین تر خریدارۍ مخکې جنګونه پیل شول چې پایله کې یې اسلامي امارت سقوط وکړ او یادې پیسې د اسلامي امارت له قونسل مولوي رحمت الله کاکازاده سره پاتې شوې چې بیا مطمئن ورپسي ورغلی ، له کاکازاده څخه یې تر لاسه کړې او خپل ځان ته یې ښه ژوند په برابر کړ.

ښاغلي مطمئن ته په کار وه چې تر داسي کتاب لیکلو یې باید هیڅ څه لیکلي نه وی ، د ځان د مطرح کولو او شهرت لپاره یې بله لار لټولې وای، اوس هغه وخت نه دی چې  لوستونکي دي په پټو سترګو له هرچا سره هرڅه ومني ، خلګ اوس سترګور شوي ، د شعور کچه یې  لوړه شوې هرڅه په پټو سترګو نه مني بلکې هره لیکنه او هره پېښېدونکې واقعه له څو ابعادو څيړي وروسته قناعت او قضاوت ورباندي کوي.

وماعلینا الاالبلاغ المبین.

یادونه : اوس سفر کې یم همدومره مې ولیکل، که ژوند یاري وکړه له اختره وروسته به ان شاء الله د ښاغلي مطمئن پر کتاب تفصیلي لیکنه کوم

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply