ځانمرګي بریدونه او سپر گرځول /مفتي عبدالولی

0 1,191

دا مسله مې څو کاله مخکې هم ليکلې وه اوس يې بيا له لږ وضاحت سره ليکم، دوی ته چې ووايې چې ستا په ځانمرګي سره، پر ښار او ابادۍ خوشي کړي ميزايل سره او په سړک کې په ښخ کړي ماین سره عام خلک مري او هغوی بې ګناه وي، يعنې ستاسو د وينا مطابق هم بې ګناه وي، نو دوی به درته ووايي چې دښمن په عوامو او بې ګناه خلکو سره تترس کوي، يعنې هغوی د ځان لپاره سپر ګرځوي او کله چې دغه حالت وي، نو له دښمن سره د دغه بې ګناه خلکو وژل هم روا دي.
خو ای مسلمانانو! دغه د تترس (سپر ګرځولو) مسله نه په قرآن کې شته او نه په حديث کې راغلې، وروستنيو علماوو اجتهاد کړی، هغوی چې د کوم شکل تترس لپاره اجتهاد کړی و او کوم شرطونه يې ايښي وو نو هغه له دغه شکل نه بېخي بدل و چې اوس ورته دوی تترس وايي او نه په کې د هغو علماوو ذکر کړي شرطونه شته، بله دا چې قديمو علماوو چې د تترس په هکله اجتهاد کړی و په هغه کې هم سره مختلف وو, تر دې چې امام مالک او اوزاعي رحمهماالله وايي چې که حربي کافرو په خپلو کافرو ښځو او ماشومانو سره تترس کړی وي، يعنې هغوی يې د مسلمانانو د بريدونو په وړاندې د ځان لپاره سپر ګرځولي وي، نو بيا به هم پرې حمله نه کېږي, ځکه د محاربو کافرو د ښځو او ماشومانو وژل هم حرام دي ( سبل السلام)، مسلمانان خو لا پرېږده، يعنې په هغه اصل تترس کې هم اختلاف دی، خو اوس چې د دې زمانې تش په نوم تترس ذکر کېږي په دليل کې ورته د هغه زمانې د تترس دلايل راوړي.
وايي د دښمن له اډې چاپېره او نږدې کلي او په بازار کې د هغوی له کاروان سره روان او هغو ته نږدې د مسلمانانو ګاډي او پيدل خلک د تترس په حکم کې دي, لهذا وژل يې روا دي.
نو پر داسې مسلې باندې چې اصل يې په قرآن او سنت کې نشته، بلکې اجتهادي او اختلافي ده؛ د هوای نفس او خواهش پرستۍ له لاندې بله ناسمه مسله قياسول او هغه هم د غيرمجتهد له اړخه، نو ډېر د افسوس ځای دی!!! او څه ارزانه يې ای د مسلمان وينې!!!
کاش چې ما خپل لوستونکي پوهولای شوی، کاش او کاش!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply