بې سياسته لوبې ماشومان کوي/ بارکوال میاخیل

0 812

د افغانستان د کرکټ بورډ د مشر او د ده د پلويانو دا نظر چې وايي لوبې دي له سياسته لرې وساتل شي، د ده د هغه تړون لپاره يوه ړنده توجيه ده، چې د پاکستان له کرکټ بورډ سره يې لاسليک کړى دى. ما ډېر پخوا په هغه زمانه کې له کرکټ سره مينه لرله چې عمران خان کرکټ کاوه، خو بيا د ژوند ستړو له لوبو کتلو لرې کړم، خو په دې وروستيو کلونو کې د افغانستان هغه لوبې ضرور ګورم، چې له هند او پاکستان سره يې وي او له دغو لوبو خپل سياسي خوند اخلم. زه دلته نور هم په لسګونو کسان پېژنم، چې له کرکټ سره مينه نه لري، خو د افغانستان لوبې ګوري او خپله سياسي تنده په ماتوي، ځکه چې دوى له افغانستان سره د وينې او مينې رشته لري.
په ټولنيزو رسنيو کې چې له پاکستان سره د لوبو د وروستي تړون په اړه اکثريت افغانانو کوم عکس العمل څرګند کړ، دا خپل منطقي جواز لري او که څوک د دوى دا غبرګون بېځايه ګڼي، هغوى بيا په نړيواله کچه د لوبو په ډيپلومېسۍ او تر شا يې په سياسي پس منظر نه دي خبر، که نه وي د پاکستان په شمول ټوله نړۍ لوبې هم د خپلو سياسي تګلارو لپاره کاروي او د لوبو په وسيلو خپلو حريفانو ته روحي ماتې ورکوي او له دې لارې د خپلو خلکو مورال اوچتوي. خپله پاکستان هم په داسې حالت کې چې په سياسي ميدان کې په نړۍ کې تنها شوى دى، غواړي خپله د اوړو پوزه جوړه کړي او له افغانستان سره خپلې خرابې اړيکې د کرکټ په وسيله سمې کړي، نو که د افغان کرکټ بورډ مشر په داسې ترينګلو حالاتو کې له پاکستان سره د خپل هېواد سياسي او ډيپلومېټيکې اړيکې په پام کې ونه نيسي، نو دا نه يواځې دا چې د خپلو خلکو احساسات زخمي کوي، بلکې په نړيواله کچله د خپلې لوبډلې ګټلي نوم ته هم تاوان رسوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply