د کابل غونډه ويرونه او اميدونه /حاجی ولی محمد

0 770

 د جون پينځمه نيټه ۲۰۱۷ء

سبا په کابل کښي د ۲۴ هيوادونو او دريو نړيوالو ارګانونو تر منځ غونډه پداسي حال کښي جوړيږي چي ددې ښار په پر له پسې دريو ورځنيو چاودونو او لاريونونو کښي د په لسګونو وګړو د پاتا کمبلي اواري او په سلګونو په روغتونونو کښي تر تداوي لاندي دي . د ښاريانو زړونه ختلي او ورخ يې ورڅخه وړی دی چي پر کوم لور او په چا پسي ولاړ سي،البته د سولي او ډاډمن امنيت پر خبره ټول سره متفق دي . ددې غونډي موخه د نړیوالو او سیمه يیزو هېوادونو په ملاتړ د افغانستان دولت تثبیتول دي، د سولې لپاره د یو قوي او محرک ځواک په توګه او هم تر ډیره بریده به کوښښ وسي، ترڅو د سولې د مشرتوب او په افغانستان کې د امنیت، پرمختګ او نورو چارو مشري په پرېکنده توګه افغان حکومت تر سره کړي. . د راتلونکي ستراتيژۍ تر ټاکلو وړاندي بايد د ماضي څو تاريخي حقايق په نظر کښي ونيسو چي اوضاع يې د ورانۍ دې پړاو ته رارسولې ده :-

۱ – د منهاتن د غميزي (۱۱ستمبر ۲۰۰۱ء) پل تر اوسه افغان او افغانستان ته نه دی دريدلی . ۲ – د امريکا قانونپوهانو او مورخينو د امريکا د اساسي قانون په رڼا کښي پر افغانستان د امريکا تيری ناقانوني بللی دی . ۳ – د امريکا اوسني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سوداګريز مرکز د ماڼيو ړنګيدل د بمي چاودنو له کبله بولي او ددې غميزي د بيا پلټني ژمنه يې کړې ده . تر اوسه د شتو اسنادو او شواهدو پر اساس دا د فال فليګ په نامه يوه جوړه سوې دسيسه وه چي په سيمه کښي يې د ناټو ځواکونو ته د قرارګاو د جوړولو جواز په لاس ورکړ . نه اسامه بن لادن سته نه ملامحمد عمر او نه هم القاعده، جګړو ورځ تر بلي زور اخستی او د افغانانو تر منځ واټن لا پسي پراخيږي . ۴ – د بون په غونډه ( ۲۷ نومبر – ۵ ډسمبر ۲۰۰۱ء) کښي د افغانستان لپاره د نوي حکومت اساس کوږ کښيښوو سو. قومي انډول ته په نه کتو د يوې ولسوالی يوې جنګي ډلي ته د امتياز په توګه شپږ کليدي وزارتونه (ملی امنيت ، د د فاع وزارت ، د کورنيو او باندنيو چارو وزارتونه، د پلان وزارت ، د سوداګری وزارت ) وسپارل سول . ملی اردو ، ملي پوليس ، استخباراتي شبکې او سفارتونو ته د ژبي او نژاد پر اساس نا اهله وګړو نفوذ وکړ.پدې توګه په ټولنه کښي د ادارو پر ځای افراد پياوړي سول، ولس او حکومت دواړه يې يرغمل کړي دي . پاييله يې داسوه چي افغانستان يې د نړۍ د مفسدو او ناخوندي هيوادونو په سر کښي راوست . ۹۰ سلنه بودجه د باندنيانو د سود په پيسو تمويليږي . په يو شمير وزيرانو کښي د ټولي کالنۍبودجې د ګارولو ظرفيت نسته .

حال دا چي په دولتي ادارو کښي ۵۰۰۰ باندني سلاکاران شتون لري . په ملياردونو ډالر يې پر معاشونو مصرف سوي دي . بيا هم د ښې حکومتداری په لار کښي خنډ کوم څه دي . پورته پوښتني باندنۍ ټولني ته راجع کيږي ۵ – ډاکټر نجيب الله دافغانستان لپاره د ملګرو ملتو د ځانګړي استازي بينن سيوان د سولي د طرحي سره سم واک ۱۵ کسيزي انتقالي شورا ته سپاری ،ګوندي ملګرو او ځينو جهادي ډلو دا طرحه شنډه او افغانستان په کربلا واړاوه . نړيواله ټولنه څلور کاله د خير پر غونډۍ ورته کښينسته او د ملګرو ملتو دفتر ته پناه وروړي ډاکټر نجيب ته يې لا هم له مرګه نجات ورنکړ.د طالبانو غورځنګ ددغسي حالت زيږنده ده ، د ملي شتمنۍ ، ملي وحدت او امنيت په راوستلو يې سترګي نه سي پټيدلای . البته د دولتي و قومي اډانې په جوړولو کښي بريالي نسول چي په پاييله کښي اوسنی حالت رامنځته سو . دغه مهال د افغانستان د غميزي د خلاسون کيلي د امريکا په لاس کښي ده . د نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ په مخ کښی دوې لاري پرتې دي ، يوه د جګړې او بله د سولي لار که د جارج ويليم بش او ټوني بلير د لوري پيل سوې ناپايانه جګړه ته دوام ورکول سي ،سيمه به ددريمي نړيوالي جګړې و اور ته ټيل وهي ؛ د سي .اين .اين ټيلي ويژني چينل د خبريال ليري کينګ سره په مرکه (۱۹ فروري ۲۰۰۹ء) کي د امريکا پخواني ولسمشر بل کلنټن ويلي و- کچيري نوي ولسمشر بارک حسين اوباما هغه کار وکړ چي انګلستان په نولسمه پيړۍ او پخواني شوروي اتحاد په ( ۱۹۷۹ء) کښي تر سره کړ چي افغانستان ونيسي ،هلته يو ګوډاګی حکومت ولري نو افغانستان به د امريکا لپاره په دويم ويټنام بدل سي … دغه هيواد د تاريخ په اوږدو کښي د تيري کوونکو هيوادونو په کنده اوښتی دی په ځواب کښي يې د پي . بي . ايس ټيلي ويزيون سره په مرکه ( ۲۷ فروری ۲۰۰۹ء) کښي بارک اوباما وويل – زه د افغان ولس په احساساتو باندي ښه پوهيږم، دغه ولس د لوی برطانيې څخه نيولې بياد شوروي اتحاده پوري د نظامي يرغلونو په وړاندي د مقاومت تاريخ لري … افغانستان يو اوږد تاريخ لري ، موږ بايد دغه تاريخ په پام کښي ونيسو ،نو دا موضوع موږ پخپله ستراتيژي کښي په پام کښي نيسو . سيمه او نړۍ اوس له جګړو څخه بيزاره سوې ده طالبان دوې غوښتني لري ، د باندنيو ځواکونو په بشپړه توګه وتل او د شرعي نظام نفاذ . که دسولي خبري پيل سي ، دا پوښتنه به هم مطرح سي چي که باندني ځواکونه ولاړ سي ، د امنيت به څه تضمين وي ، د افغانستان نوی اساسي قانون د شريعت په رنا کښي جوړ سوی دی ، بيا کاته ورته کيدلای سي .

د پاشلو ټولنو وحدت او استقرار پر قانون را تللای سي . د قانون په وړاندي چي هر څوک خنډ ګرزي ، حکومت او نړيواله ټولنه دي يې په ګډه مخنيوی وکړي . که موږ ځانونو ته د متمدني نړۍ هستوګن وايو ، په کار داده چي د قانون حاکميت ته غاړي کښيږدو . پدې برخه کښي نړيواله ټولنه په تيره بيا روس و امريکا د مظلوم افغان ملت پورړې ده .

په کارداده چي د هر قانون شکن په وړاندي د افغانانو تر شا ودريږي .

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply