خلیلزاد: امریکا پاکستان کې د طالب او حقاني مشرانو د شتون په اړه کافي اسناد لري

0 1,402
لليت جا

واشنګټن (پژواک، ١٨ غبرګولى ٩٦): پخوانى امريکايي ډيپلومات زلمى خليلزاد وايي چې هېواد يې په پاکستان کې د طالبانو او حقاني ډلې د مشرانو د شتون او مرکزونو په اړه کافي شواهد او ثبوتونه لري.

نوموړي دغه څرګندونې په واشنګټن کې د ((د امريکا نوې ستراتيژي د سيمې له نظره)) تر عنوان لاندې يوې غونډې ته د پاکستان د سفير عزيز چودري د خبرو په ځواب کې وکړې چې ګواکې د طالبانو پخوانى مشر ملا عمر هېـڅکله په پاکستان کې نه و مېشت شوى او په پاکستان کې د ترهګرو د خوندي ځالو په اړه ادعاوې اوس پخوانۍ شوې.

خو په عراق او افغانستان کې د امريکا پخواني سفير زلمي خليلزاد د پاکستان سفير  وننګاوه او زياته يې کړه چې په پاکستان کې د ترهګرو د خوندي ځالو او مرکزونو په اړه کافي شواهد او ثبوتونه شته.

په ياده غونډه کې د هندوستان پخواني وزير منېش ټيواري او يوه امريکايي کارپوه اشلي ټيلېس هم د خليلزاد د څرګندونو ملاتړ وکړ او ويې ويل چې اوس هم په پاکستان کې د ترهګرو مرکزونه شته او د دغه هېواد د ځينو دولتي کړيو له خوا يې ملاتړ هم کېـږي.

خو د پاکستان سفير عزيز چوهدري دا ادعاوې ردولې، هغه زياته کړه: ((تاسو د ماضي په اړه خبرې کوئ، که چېرې موږ ماضي هېره نه کړو، اوسنۍ ستونزې نه شو هوارولى.))

نوموړي ادعا وکړه چې افغان حکومت د خپلو کورنيو ستونزو پړه پر پاکستان اچوي، حقاني او طالبانو د پاکستان ملګري نه دي، نه د کوېټې شورا او پېښور شورا هلته شته دى.

خو زلمي خليلزاد يې په ځواب کې وويل چې د طالبانو ټول مشران په پاکستان کې دي، د کوېټې او پېښور شوراګانې هلته په ښکاره فعاليت کوي، دا يو حقيقت چې ترې څوک سترګې نه شي پټولى.

د هغه په وينا، دوى په پاکستان کې روزل کېږي، اکمالات کېږي او بيا افغانستان ته د جګړو لپاره لېـږل کېږي.

د امريکا پخواني سفير د پاکستان د سفير ادعاوې رد کړې او په ډاګه يې کړه چې حکومت يې په پاکستان کې د طالبانو د شتون په اړه کافي شواهد او ثبوتونه لري .

هغه په پاکستان کې د القاعدې د مشر اسامه بن لادن  اوسېدو ته په اشارې سره وويل چې پخوا داسې ويل کېدل، هغه هېڅکله له افغانستان څخه نه دى وتلى.

د پاکستان سفير چې په دې غونډه کې تر ډېره بريده منزوي شوى و، په پاى کې وويل چې هېواد يې په افغانستان کې د سولې او ثبات پلوي دى او د افغان شخړې سياسي هوارى غواړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply