د افغان حکومت یوه مهمه کمزوري / ډاکټر محب زغم

0 866

د افغان حکومت یوه مهمه کمزوري د هغه تبلیغاتي دستګاه ده. داسې نه ده چې حکومت دې هېڅ نه وي کړی خو دا چې د خپلو بریاوو تبلیغ په سمه بڼه نه کوي، سیاسي مخالفان یې له دې خلأ څخه پوره ګټه اخلي او خلک د حکومت پر ضد لمسوي.
دا سمه ده چې زموږ امنیتي ځواکونه جدي ستونزې لري خو لوی کارونه یې هم کړي دي. مثلاً د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې لسګونه اسیران د طالبانو له بنده راخوشي شوي دي، د طالبانو لسګونه قوماندانان وژل شوي یا نیول شوي دي او دښمن ته سخت ګوزارونه ورکړل شوي دي. د داعش پر ضد عملیاتو کې د اچین او چپرهار په ولسوالیو کې سلګونه داعشي وسله‌وال هلاک شوي دي. همدارنګه د ترهګرو لسګونه غړي چې د ځانمرګو او وسله‌ولو بریدونو له پاره ښارونو ته راغلي وو، نیول شوي دي خو دولت له دې بریاوو څخه سمه تبلیغاتي استفاده نه ده کړې حال دا چې داعش د عامو خلکو سرونه پرې کوي او ویډیو یې خپروي چې خپل ځواک وښيي او خلک ووېروي، همدارنګه طالبان هر وخت خپلې بریاوې ځلوي. ویل کېږي چې دولتي ځواکونه د خپلو پوځي عملیاتو بهیر په ویډیويي بڼه ثبتوي نو که د ځینو بریالیو عملیاتو ویډیوګانې خپرې کړي، په تېره بیا د کومانډو او ځانګړو ځواکونو چاپې، د هوايي ځواکونه کامیابې حملې … له یوې خوا به د دښمن مورال کمزوری شي او له بلې خوا به په عامو خلکو کې نهیلي ختمه او ډاډ زیات شي. همدارنګه که د نیول شویو ترهګرو تصویرونه او د هغوی د استنطاق بهیر وخت په وخت له خلکو سره شریک کړي، د خلکو پر اروايي امنیت به مثبته اغېزه وکړي.
نن سبا د حکومت د سیاسي مخالفانو یوه عمده نیوکه دا ده چې ګواکې ولسمشر خپل ټول وخت د ملي تدارکاتو د کمیسیون پر غونډو لګوي او تر دې مهمو او اساسي چارو لکه امنیتي چارو ته پوره وخت نه ورکوي. فکر کوم د دې نیوکې اصلي وجه خو دا ده چې پر همدغو سیاسي مخالفانو یا د هغوی پر ملګرو چارواکو د غلا لاره بنده شوې ده خو دوی دا تبلیغ په داسې بڼه کوي چې عام خلک فکر کوي، رښتیا وايي او د وطن له غمه ژاړي. د دې تبلیغ د شنډولو لپاره حکومت باید د ولسمشر د ورځنیو بوختیاوو په باره کې واقعي معلومات خپاره کړي، د ملي تدارکاتو د کمیسیون نتیجې تبلیغ کړي او د فساد پر ضد د مبارزې هره بریا خلکو ته وښيي.
په اقتصادي برخه کې د حکومت د منتقدانو یوه نیوکه دا ده چې د کرزي د ولسمشرۍ په نسبت د خلکو اقتصاد په کراتو خراب شوی دی، بېکاري زیاته شوې او د پانګونې کچه ټیټه شوې ده. عام خلک ګومان کوي چې دا د اوسني ولسمشر د بې‌کفایتۍ نتیجه ده. دا سمه ده چې حکومت په څو چارو کې پاتې راغلی دی چې هغه پر اقتصادي ودې مستقیمه اغېزه لري، مثلاً د سوداګرو امنیت خوندي نه دی، پانګوال او کورنۍ یې ترورېږي، تښتول کېږي او ګواښل کېږي – د کارخانو له پاره کافي برېښنا نشته – له وارداتي توکو سره د افغان صنعتکارانو د تولیداتو ننګه نه ده شوې – اداري فساد لا هم شته او پانګوال ځوروي؛ خو د خلکو د کاروبار د خرابوالي بل عمده دلیل دا دی چې د کرزي په حکومت کې د نړۍ بې درېغه مرستې راروانې وې، په همدې مرستو ګڼ شمېر پروژې او موسسې چلېدې او ډېرو خلکو ته ډبل معاشونه ورکول کېدل. له بلې خوا هاغه مهال تر یو لک زیات امریکايي او د ناټو سازمان عسکر دلته پراته وو چې پر هر عسکر به په کال کې تر میلیون ډالره زیاتې پیسې لګېدلې، د دغو پیسو یوه برخه زموږ د عامو خلکو جېبونو ته لوېدله. همدارنګه اروپا ته د لکونو افغانانو د مهاجرت له لارې میلیارډونه ډالر له افغانستان څخه وتلي دي. نو حکومت د دغو خبرو په ځلولو سره د منفي تبلیغاتو یوه برخه شنډولی شي. البته په هغو چارو کې چې حکومت واقعاً پړ دی، باید صادقانه اعتراف وکړي او د حل له پاره یې لاس په کار شي.
د ولسمشر پر ضد بل منفي تبلیغ دا دی چې ګواکې دی متعصب او قومپاله پښتون دی، ارګ او حکومتي ادارې یې په پښتنو ډک کړي دي. دا خبره په دومره قوت سره کېږي چې اوس د ډېرو عامو خلکو زړونو ته هم لوېدلې ده. حکومت دې خبرې ته باید جدي پام وکړي ځکه چې له حکومت څخه ولس لرې کوي. د حکومت تبلیغاتي دستګاه کولی شي په مختلفو ادارو کې د لوړپوړو چارواکو په باره کې واقعي معلومات خپاره کړي چې له کوم قوم او کوم ولایت څخه څومره کسان په کې دي.
د ولسمشر مخالفان وايي چې دی له وزیرانو او خپلو مرستیالانو څخه ټول واکونه اخیستي دي او ټولې چارې یې په خپل لاس کې نیولې دي. دوی ادعا کوي چې ولسمشر د دفاعي او امنیتي ادارو چارواکو ته واک نه ورکوي چې خپلواک عمل وکړي او په همدې خاطر محاصره شویو او تر برید لاندې راغلیو ځواکونو ته پر وخت مرسته نه رسېږي نو اکثره پوځیان مو هسې وژل کېږي. زه نه پوهېږم چې دا خبرې به څومره رښتیا وي خو د رښتیا تر رارسېدو پورې به درواغو کلی وران کړی وي. حکومت کولی شي رسنیو ته له مختلفو مهمو چارواکو، په تېره بیا د امنیتي سکتور له مسوولانو سره د خبرو اترو زمینه برابره کړي چې دوی خپل کاري پروګرامونه، د عملیاتو د ترسره کولو پړاونو، خپلې بریاوې او ستونزې له خلکو سره شریکې کړي.
یوه بله مهمه نیوکه دا ده چې حکومت ولې هغه بندي طالبان او داعشیان چې محکمو پرې د اعدام حکم صادر کړی، نه اعداموي. سیاسي مخالفان دا له ترهګرو سره د حکومت خواخوږي ګڼي او وايي چې ارګ د طالبانو حمایت کوي. دوی دا کار له دې بولي چې ولسمشر او د ملي امنیت سلاکار یې پښتانه دي. نن سبا دا خبره په شدت سره تبلیغېږي او ورو ورو د ځینو عامو خلکو کرکه راپاروي. حکومت ته بویه چې د دې بندیانو د اعدام د ځنډولو دلیلونه په صریحو او واضحو ټکو خلکو ته ووايي او د لا زیاتې بې باورۍ مخه ونیسي.
که د حکومت تبلیغاتي دستګاه سمه فعاله نه شي، د مخالفانو هر روا او ناروا تبلیغ به د خلکو ذهنونه تسخیر کړي چې دا به د حکومت د بربادۍ سبب شي. حکومت باید یوه اداره خاص د تبلیغاتي او رواني جګړې له پاره جوړه کړي چې د وسله‌والو او سیاسي مخالفانو ټول تبلیغات وڅاري، تحلیل یې کړي او بیا یې دفع کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply