د کابل پېښو کې ايران څومره ککړ دى؟/ ډاکتر سيد نصيب الله

0 680

له پاکستان پرته زموږ لويه پوله د ايران سره ده، چې هم د پاکستان په څېر له تېرې ډېرې مودې راهيسې په افغانستان کې لاسوهنه کوي او د خپلو ګټو لپاره يې ډېرى خلک دلته ګومارلي دي او وخت نا وخت يې په افغانستان کې په ډېرو درنو درنو چاودنو کې لاس هم لرلى دى، چې د کابل او هرات پېښې يې وروستۍ پېښې دي، چې ايران هم پکې لاس لري.

په کابل او شمال کې يوه ډله خلک په ښکاره ډول د ايران لپاره کار کوي او د افغانستان له ګټو ورته د ايران ګټې ډېرې مهمې دي، چې هم يې په رسنيو کې وخت نا وخت داسې څيزونه خپرېږي او هم په ښکاره داسې څرګندونې هم کوي، چې پکې لطيف پدرام او د دوى ټوله ډله شامل دي.

د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار پاکستان او ايران تورنول، هغه څه دي چې ورو ورو اوس د ايران لاس هم په بريدونو کې راښکاره کېږي.
که د چارشنبې د ورځې د کابل د خونړي بريد نه وروسته حالات په دقيق نظر سره وڅارو، نو راته معلومېږي، چې له دې بريد وروسته څومره څه ترسره شول، هغه نه يواځې دا چې د پاکستان په ګټه و، بلکې د ايران په ګټه هم و.

له دې دومره خطرناک بريد وروسته خو پکار دا وه چې موږ د خپل نظام او حکومت ملاتړ کړى واى او دښمن ته مو ښودلې واى چې موږ ټول يو او متحد يو، خو په دې وخت کې ځينې خلک راپاڅېدل (چې اوس يې هم په کابل کې خېمې وهلي دي) او د حکومت پر ضد يې شعارونه ورکړل او زموږ د دښمنانو د خوشحالولو لپاره يې د هغوى د ګټو لپاره کار وکړ.

ايران په افغانستان کې د ځان لپاره پراخ نفوس پېدا کړى دى، چې څه ورته وايي، هماغسې کوي او دوى په دې هم نه شرمېږي، چې د خپل ناموس په سر د ايران سره سودا کوي، لکه چې همدا اوس ذليله دي، داسې به بيا هم ذليله وي، که تاسو ليدلي وي نو په کابل کې د وروستي لاريون په وخت ځينو هېوادوالو لطيف پدرام له خبرو منع کړ او هغه يې دې ته پرې نه ښود، چې د حکومت پر ضد خپلې ناوړه څرګندونې وکړي او د لاريون نه خپله سياسي ګټه پورته کړي.

ايران که نور له دې کارونو لاس وانخست، نو ورته به ډېره ګرانه شي، ځکه چې اوس افغانستان ورو ورو د خپلو دښمنانو د راپرځولو په هڅه کې لګيا دى، که څه هم افغانستان په دې حالت کې نه دى، چې په ګاونډي هېوادونو کې لاسوهنه وکړي، خو لکه څنګه چې يې پاکستان ته اقتصادي ضربه ورسوله او نړۍ يې د پاکستان پر ضد کړه، نو دغسې لارې شته، چې ولسمشر محمد اشرف غني يې له پاکستان وروسته د ايران پر ضد وکاروي، نو ايران دې نور په دې ځان پوه کړي، چې اوس يې ناوړه کړنې نورې له سترګو پناه نه دي او که دې هر څه ته دوام ورکړي، نو وروسته به ډېر پښېمانه وي خو بيا به ترې وخت تېر وي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply