زابل او کانکور!! / عبدالستار توخی

0 772

زابل ولایت د افغانستان د جنوب غرب حوزې له وروسته پاتی ولایتونو څخه شمیرل کیږی د زابل ولایت نوری ستونزې یو طرف ته د معارف ستونزې یی خورا زیاتی او هیڅ د کار سړی او کدر نه لري چی معارف ته په سمه توګه خدمت او د کانکور د پاره متعلمین تیار کړي.

 سږ زابل د کانکور د ګډونوالو د افغانستان په سطحه د کمو متعلمینو ریکارډ یې قایم کړ، د زابل نفوس تقریبآ ۱۰۵۸۹۴۰ کسه ښودل شوی کېږي خو له دې ټولو څخه یوازی ۳۱۷ کسه زده کوونکو په کانکور ازموینه کې ګډون کړی؛ که د زابل د معارف ریاست له مبالغې پکې کار نه وي اخیستی.

 په ۱۳۹۴ کال د زابل د کانکور ګډونکوونکي ۴۵۰ کسان وو، په همدغه کال د غزنی ولایت څخه ۱۵۰۰۰ متعلمینو کانکور ازموینه کی ګډون کړي وو چی تقریبآ ۶ زره کسان یې یواځی د جاغوري د هزاره مېشتې ولسوالۍ څخه وو.

زابل د معارف ریاست هم د جهاد په امتیاز تر لاسه شوی، نه د لیاقت. کوم مسولیتونه چی خلکو ته د لیاقت او استعداد نه بلکی په ویش کښی ورغلي وې نو معلومه خبره ده چی په ویش کښی تر ټولنیزو او ملي ګټو شخصي ګټه مهمه ده، ۷ کاله کیږی د زابل د معارف رئس د ریاست په چوکۍ ځان لکه ربانی سریښ کړی دی، نه خپله دی غریب او سواد نه پاته ولس ته خدمت کوی او نه هم بل ته دا چوکۍ ورپریږدی. شاته یی بیا د جهاد نوم هم ورټوملی وې چی ګواکی د معارف ریاست باید د مجاهدینو وی.

د زابل د معاراف ریاست کټ مټ اجراییه ریاست ته ورتوالی لری چی ۱۵ ستر سلاکاران لری هغه هم هغه قومی او جهادی ټیکداران دی، چي د تعلیم څرک پکښی نه لیدلی کیږي، یواځی د امیتاز لپاره ټاکل شویدي، معاوین خو یی بیا …. چی د خدمت توقع تری ستر حماقت دی ظالم ۵ کاله کیږی زابل د معارف ریاست معاوین دی خو تیر کال ۱۳۹۵  یی د کندهار په یوه خصوصی پوهنتون کښی د لیسانس دوره هم پوره کړه؛ دی ته وایی مدیریت، اوسیږی زابل کښی دنده زابل کښی لري خو د پوهنتون ۴ کلنه دوره کندهار کښی ولوستله خپل قوم یی د تباهی طرف ته ټیل وهلی زابل کښی نه کفر اوسیږی او نه هم پنجابی ټول همدا پښتانه دی، دوی یوازی جیبونه ډک کړل نور د چا د بچیو او دراتلونکی غم ورسره نشته، د خدای لپاره راپورته شئ تعلیم وکړئ، کنه همدا هم د پنجاب دسیسه ګڼي چی ګواکی دی کښی هم د پاکستان لاس دی خپل بچي او د بچیو راتلونکی مو ډیره تیاره ده دا ۲۱ پیړۍ د تعلیم او تکنالوژی او پرمختګ ۱۷ کاله کیږی چی د کانکور کښی تر ۴۰۰ ګډونوال زیات نه شول هغه هم یو پکښی طب او ۳ انجنری پوهنځی ته لار نه شی پیدا کولای ټول یا بی نتیجی پاتې کېږي او یا هم دارالمعلمینونو ته ورکړل شوي وي هغه هم د زابل. داسی وخت به راشی چی د روغتون ډاکتر به دی هزاره، ریسان هزاره وي خو پښتون مجاهد به یی سفاکار او یا هم ۷ پوست چوکۍ مامور وی، راشئ نور له هزاره هیوادوالو ته وګورئ چی یوازې له یوې ولسوالی جاغوري څخه یې تر زابل ولایت ۱۰ چنده زیات کسان په کانکور کښی ګډون کوی والله د شرم ځای دی دلته د حق چیغه څوک نه شی پورته کولای دلته حق جرم ګڼل کیږی، دا ولس په غوږو کوڼ په سترګو ړوند او په دماغی غلامی او ګنس مخلوق د خپل حق چیغه نه شی پورته کولای، یواځي د بل په مزدورۍ کښی خوشحاله او راضی دی، دخپل حق غوښتنه وکړئ رتلونکی مو تپه تیاره ده خپله یې روښانه کړئ.

د علم په زیور ښایسته افغانستان په هیله!! 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply