په خوله روژه ورک شهید، یتیم ماشومان او د افغانانو اختر/ محمد انور ولید

0 1,048

د افغانستان مسلمان ملت یو داسې ملت دی چې د اسلام راوړلو تاریخ یې (۱۴۰۰) کالونوته رسېږي. او براعظمګي(د لوی هندوستان لویې وچې) ته همدغو افغانانو د اسلام مبارک دین رسولی. سلطان محمود غزنوي، داتا ګنج بخش، میرویس نیکه اوشاه محمود، لوی احمد شاه بابا اوشاه زمان، د غوریانو او لودیانو پاچهان، شېرشاه سوري، حسن ابدال او نور افغانان یې سترې نمونې دي چې له برکته یې د آسیا سویل ختیزې خوا ته نن آن ترمالیزیا او اندونیزیا پورې، لوېدیځ ته ترمشهد اونېشاپوره پورې، اومنځنۍ آسیا ته د قفقاز تر سردرو پورې د اسلام د مبارک دین لمن پراخه شوې او نن یې له امله (۱۱۰۰۰۰۰۰۰) مسلمانان په یادو سیمو کې د توحید کلمه وایي.

تراعرابو وروسته د آسیا ډېرو برخو ته د اسلام دین خپله افغانانو رسولی دئ. په سویلي آسیا کې د شرک او بت پرستۍ لومړني بتان هم افغانانو مات کړي او د منځنۍ آسیا د الحاد اوبې دینۍ دروازې هم افغانانو وردړې وړې کړې دي. د اسلام پنځه اوصول (کلمه، لمونځ، روژه، زکات اوحج) هم ترنورو لومړی افغانانو عملاً پرځان منلي اوعملي کړي دي. دا په دې معنا چې افغانان په اسلام راوړلو کې هم ترنورو لومړیتوب لري او په اداري او سیاسي چوکاټ کې ترنورو لرغونتوب لري.

د اسلام درېیم رکن (روژه) هغه بدني عبادت دئ چې د افغانستان او نورې نړۍ مسلمانان یې په خورا اخلاص او ښه نیت سره پرځای کوي. افغانان هرکال د الله تعالی دغه فرض په ټولو حواسو کنټرولولو سره ځکه ادا کوي چې د افغانانو ایمان د دوی په زړونو کې ځای نیولی دئ. افغانان په لاس او ژبه چاته زیان نه رسوي. افغانان تل د حقُ الله او حقوق العبادو ترمنځ تعادل برقرارساتي. افغانان نه خپل ځان وژني اونه نور، ځکه چې افغانان پر دې پوه دي چې دوی ته اسلام د دوی د خپل ځان اونورو د وژلواجازه نه ده ورکړې.

له همدې امله د افغانانو دیني ائمه وو هېڅکه هم حتی په نورو مشکوکو مسلمانو هېوادو کې هم جهاد روا نه دئ بللی اونه یې د هغو هېوادو بې علمه تنکي ځوانان ځان وژنو او ځانمرګي بریدونو ته هڅولي دي. نه یې پرمسلمانونو باندې خپلې دروازې تړلې دي اونه یې څوک په خپله خاوره کې ربړولی او تعذیب کړي دي. بلکې خپله ډوډۍ یې که څه هم په خپله خود کفاء نه دي، له نوروسره د خپل خدای ورکړی افغاني غیرت او ایماني مکلفیت له مخې شریکه کړې ده.

افغانان نه چا ته توطئه جوړوي اونه کومه پلمه، بلکې د ژوند په ټولو امورو کې د اسلام سپېڅلي دین، وضعي دستور او نړیوالو مقررو، کنونسیونونو او نورمونو ته په عادلانه توګه پابند اوژمن دي. افغانانو نه د چا کور وران کړی، نه یې د چا سړک، پل، پلچک او بندونه ورته وران کړي، نه یې د چا عالم، معلم، ډاکټر، متعلم، حکومتي مأمور، ناموس او ماشوم وروژلی، نه یې په جومات او تکیه خانو کې دعبادت پرمهال څوک وژلي، نه یې د چا پرخاوره تېری او ډله ییزبر یدونه کړي، خو له خپل ځان څخه دفاع د دوی خپل خدای ورکړی قانوني حق دئ. د کلیسا پاپ په افغانستان کې دغه پردۍ جګړې او د افغانانو ناحقه وژني ناروا ګڼي، خو د افغانستان د ګاونډیانو ملا نماګان یې د خپلو استخباراتي فتواګانو له مخې روا بولي، په داسې حال کې چې فساد، فتنې، لواطتونه، زناوې، او نورې لا دینۍ په خپله همدوی کې ډېرې دي چې په اصل کې جهاد پرهمدوی باندې روا دي.

 پاکستان زموږ په خاوره کې له موږ څخه د غلا کړیو خامو یورانیمو کنجاړې واچولې، چې د دوی پر دغه جنایت سره به د هغه ځای خاوره د هغه ځای له ټولو ژوندیو موجوداتو(انسان، حیوان اونبات) سره تر(۲۵۰۰) الی(۵۰۰۰ ) کالو پورې جنګېږي، یعنې هلته به انسان، حیوان او نبات ټول ترهمد وره کالو پورې ناقص الاعضاء وي. همداسې روسانواو نورو ایتلافي ځواکونو هم په افغانستان کې څه کمی ونه کړ، هرچا په خپل نوبت په افغانستان کې خپل کېمیاوي، بیولوژیکي او ذروي وسلې وآزمویلې. ډېری افغانان یې شهیدان ، ښځې یې کونډې اواولادونه یې یتیمان اوبې سرپرسته کړل .

د دوی هر موټربم او د بمونو مور که هغه د ځمکې له لارې استعمال شوی یا د هوا له لارې ددوی بشپړ اخترؤ، خود افغانانوله پاره هره لحظه تل پاتې دغم ، اوښکواوجنازوویراوماتم دئ . په افغانستان کې ائتلافي ځواکونه هم لګیا دي افغانان وژني اوخپلې وسلې استعمالوي اوګاونډیان هم د بهرنیانو په پوره مالي اوپوځي ملاتړپه افغانستان کې د ترورېزم پروژې رهبري کوي اوپرمخ یې وړي . د افغانستان حکومت که لږ مثبت خواته د کوم ملي ګام پورته کولوتشه اراده وکړي ، نوبیا امنیت ورته ګډوډ کړي اوافغان حکومت خپلوغوښتنوعملي کېدوته اړکړي .تاسووګورۍ تېر کال د هوا شناسۍ بم ، له هغه لږ وړاندې د شاه شهید بم ، ورپسې پر لسم ریاست باندې د موټربم حمله، بیا د سر دار محمد داؤد خان پر روغتون د پلان شوې حملې برید، بیا پرشاهین قول اردو باندې برید، او په دې وروستیو کې د زنبق څلورلارې کې د موټربم چاودنه اود ځینو سفارتونو لمسونې ټول هغه څه دي چې افغانان اوافغان حکومت دواړه یې دغم په ټغرباندې کښېنولي دي .

دازموږ د ګاونډیانو روژه، دا هم د ائتلافي ځواکونو له افغانستانه ملاتړ او دا له پاکستان سره د ټالیب او ټرېرېزم په پلمه په میلیاردونو ډالرمرستې ؟؟؟ !!!…….

دا څنګه روژه او دا څنګه اختردئ چې څوک پکې بوتلې په سر اړوي ، څوک په کې جشنونه کوي ، خو په افغانستان کې هره ورځ یا جنازې دي ، یا د خپل شهید سرته د هغه پنډه خېلخانه ولاړه وي ، څوک په خپل مړه جسد پسې لا لهانده او سرګردانه ګرځي ،څو ک د پوډرو په خماراو نشه کې غرق دي ، اوڅوک د خپل شهید پلار، زوی اولادرکه خاوند د راتلو په تمه شپې ورځې شمېري او یتیمه لورکۍ او ماشوم بچي ته د اخترد جامو راوړلو په تمه تسلیت ورکوي چې ګواکې په خوله روژه اولادرکه شهید یې یتیم ماشوم ته د اختر جامې راوړي ، خو خبرنه دي چې د افغانستان او دین دښمنانو هغه داسې سره پیل کړې چې شهید به د قیامت په ورځ له خپل یتیم، خپلې کونډې اوخپلو خپلوانو سره ګوري. الله دې نورزموږ ملت ټول په ګنډلي ګرېوان له دغې سیمه ئیزو اونړیوالوفتنو اوتوطئو څخه خلاص کړي، آمین ثم آمین.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply