د جنګي جرمونو نړیوالې محکمې خپلې څېړنې وځنډولې

0 906

د نړیوالو جرمونو محکمه وايي، په افغانستان کې یې د جنګي جرایمو په اړه خپلې پلټنې د نویو مالومات د ترلاسه کولو په خاطر ځنډولي دي.
په تېر نومبر کې دې محکمې ویلي و چې دا څېړنې به ژر پیل شي؛ خو اوس ویل کېږي چې له کابل څخه د نویو او مهمو مالوماتو په ترلاسه کولو سره دا بهیر ځنډېدلی دی.
رویټرز خبري اژانس لیکي، دې محکمې په یوه برېښنالیک کې ورته لیکلي، افغان حکومت د جنايي جرمونو نړیوالې محکمې ته نوي مالومات ورکړي چې شاید د څارنوالې پر پرېکړې اغېز وکړي.
ویل کېږي چې په دې ممکنه څېړنو کې له ۲۰۰۳ کال راهېسې پېښې څېړل کېږي. دې محکمې مخکې درې ډلې – وسله وال طالبان او د هغو ملاتړي، افغان چاروکي او د امریکا د وسله وال پوځ او د CIA غړي د پلټنو لپاره په نښه کړي و.
د جنايي جرمونو نړیواله محکمه معمولا هغه قضیې څېړي چې اړوند هېوادونه یې د څېړلو، په اړه د بې پرې پلټنو او پرېکړو توان نه لري او یا نه غواړي چې په دې اړه پلټنې وکړې.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply