يو ناداره بوډا چې درست ولس يې پوروړی دی

0 1,085

بوډاګان زموږ په وطن کې هم پرېمانه دي، سهار راووځي، پتاوي ته ناست وي، نسوار کوي او بيا چې تاوده شي، کور ته ځي او پر ښځو پټه‌کې کوي، خو په نورو هېوادو کې بيا داسې بوډاګان هم شته چې له لویه تر واړه، له ماشومه تر زاړه يې هر کس د احسان پوروړی وي.
همداسې يو بوډا په بنګله دېش کې اوسي.
دغه بوډا عبدالصمد شيخ نومېږي او د بنګله‌دېش په فريدپور سيمه کې اوسي، په دوولس کلنۍ کې يې يو نيال کښېنولی دی او اوس څلوېښت کاله کېږي چې له هغې ورځې تر اوسه، مسلسل هره ورځ يو نيالګی کښېنوي.
ده تر اوسه پورې د پنځوس زره په شاوخوا کې نيالګي کښېنولي چې اوس په غټو غټو ونو بدل شوي دي.
عبدالصمد کاکا هره ورځ د نيالګي ايښودلو مرکز ته ورځي، يو نيالګی ورڅخه په خپلو پيسو اخلي او په دې کار ورته کله کله د ده مېرمن غوسه کېږي هم.
دی رکشه چلوي او د ورځې تقريبا د شپېتو يا اوياوو افغانيو په شاوخوا پيسې ګټي، په هماغو پيسو هم يو نيالګی اخلي او هم کور چلوي.
عبدالصمد کاکا وايي، دی هر سهار نويو نيالګيو ته اوبه ورکوي او که څوک تاوان ورورسوي، جنګ ورسره کوي.
په دې وروستيو کې يوې خيريه ادارې عبدالصمد کاکا ته دوولس سوه امريکايي ډالر انعام ورکړی دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply