ملګرو ملتونه وايي، طالبان سولې ته لېوالتیا نه لري

0 1,596

 

ملګرو ملتونو په یوه راپور کې لیکلي، وسله‌وال طالبان له افغان حکومت سره د سولې خبرو اترو ته لېوالتيا نه لري.
د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د بندیزونو د څار ډلې له‌خوا په دې خپور شوي راپور کې راغلي، سره له دې چې په تېر جګړه‌ييز موسم کې طالبانو ډېر تلفات وليدل، خو د هغوى جګړه‌ييز قوت کم نه شو او اوس هم په افغانستان کې د پام وړ وسله‌وال لري.
سرچينې لیکلي، له القاعدې سره د طالبانو اړيکې اوس هم د پخوا په څېر پياوړې دي، د القاعدې ډېرى وسله‌وال چې په افغانستان او پاکستان کې يې فعاليتونه کول، اوس له طالبانو سره يو ځاى شوي او د طالبانو جګړه‌ييز ځواک يې پياوړى کړى دى.
سرچينه زیاتوي، طالبان اوس هم د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډېورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې قبايلي سيمو کې له خپلو خوندي مرکزونو ګټه پورته کوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply