د سرتېرو وينې اوبو يووړې؛ تر ۱۰ورځې عملياتو وروسته چمتال او چاربولک بېرته ترهګرو ته پرېښوول شول

0 847

سرخط ورځپاڼه
يوولس ورځې وړاندې افغان سرتېرو د بلخ په چمتال او چاربولک ولسواليو کې عمليات پيل کړل. په دغو عملياتو کې تر زر زياتې کورنۍ بې‌ځايه شوې، د غنمو درمندونو اور واخيست، وسلې مصرف شوې، سرتېري شهيدان او ټپيان شول، خو په لسمه شپه بېرته ټولې سيمې په لوی لاس طالبانو ته پرېښوول شوې او اوس يې هغوی په خلکو چپه مېچنې څرخوي.

سرخط ورځپاڼې ته د رسېدليو مالوماتو په اساس، د دغو عملياتو پر مهال تر درنو نښتو او جګړو وروسته طالب ياغيان د البرز غرونو ته وتښتېدل، هلته دمه شول او چې لس ورځې پوره شوې، سرتېرې بېرته قرارګاوو ته راوغوښتل شول او سيمې په لوی لاس دښمن ته پرېښوول شوې.

طالبانو د همدې شپې پر دوولس بجې پر دواړو ولسواليو هجوم ورووړ او هغه ټولې سيمې يې بېرته ونيولې چې په لسو ورځو کې يې له ګوتو وتلې وې.
افغان سرتېرو د لسو ورځو په عملياتو کې بارګاه افغانيه، بارګاه ترکمنيه، سپين جومات، خدرخېل، چشمه ګز او نورې سيمې له تلفاتو سره ونيولې.
له سيمې څخه تر لاسه شوي مالومات ښيي چې د عملياتو او شديدې جګړې له امله د چمتال او چاربولک ولسواليو تر زرو زياتې کورنۍ بې‌ځايه شوې او د غنمو بې‌شمېره درمندونه سوځېدلي دي.

د افغان سرتېرو قوماندانان هر وخت دا سيمې په لوی لاس له قربانيو سره سره دښمن ته ورپرېږدي، ګنې داځل عمليات له دوو لوريو جوزجان او بلخ څخه روان و، په جګړه کې ښکېل طالبان محاصره وو، په اسانۍ سره ماتېدلای شوای، خو چا يې ماتېدل نه غوښتل.

طالب ياغيان له کلونو راهيسې د بلخ په چمتال او چاربولک ولسواليو کې دېره دي، دا د دوی له‌پاره يو خوندي پټنځای دی او ان ځايي خلک خو دا ادعا هم کوي چې د دې اورپکيو ډېری يې په ځايي چارواکيو، محلي قوماندانانو، نورو زورورو او مافيايي کړيو پورې تړلي دي چې هغوی خپلې ګټې پرې خوندي کوي.
چمتال او چاربولک د بلخ، سرپل او جوزجان تر منځ پرتې سټراټيژيکې سيمې دي. د طالبانو روزنيز مرکزونه د دې سيمو ترمنځ په پرتو غرونو کې دي او له همدې ځايه د جګړې ليکې پياوړې کوي.

يوولس ورځې وړاندې افغان امنيتي ځواکونو وپتېيله چې په دې سيمه کې به پراخ عمليات کوي او د طالبانو دغه سټراټيژيک مرکزونه او پټنځايونه به له منځه وړي.

په لومړيو اتو ورځو کې عمليات خورا پځ روان وو، خو وروسته يې زور واخيست، ټول طالبان د سختې جګړې له امله د البرز غرونو ته وتښتېدل. په لومړيو ورځو کې له جوزجان او سرپل څخه هم طالب وسله‌وال دې جګړې ته را اشر شول او خپل ټول زور يې وازمايه، خو ټينګ نه شول.
د چاربولک قومي مشر حاجي ثنا الله وايي، افغان سرتېرو دا سيمې په لوی لاس له قربانيو سره سره بېرته طالب اورپکيو ته ورپرېښودې، ګنې طالبان تسليمۍ او يا هم له منځه تللو ته نږدې شوي وو.

“عملیات له دوو لوريو، جوزجان او بلخ ولايتونو څخه روان وو، طالبان ټول په محاصره کې وو، په اسانۍ سره ماتېدلای شوای، خو سرتېري د کليو تر پاکولو وروسته خپلو بېسونو او اډو ته وروغوښتل شول او له ځنډ پرته طالبان بېرته خپلو پخوانيو مرکزونو ته راورسېدل.”

دغه عمليات په داسې مهال کې وشول چې بزګرانو د غنمو حاصلات ټولول او د بلخ د ولايتي شورا د غړيو په خبره، په دغه جګړه کې بې شمېره درمندونه سوځېدلي دي.
سرخط ته رسېدلي مالومات ښيي چې وړمه ورځ ناوخته افغان امنيتي ځواکونه له سيمې ستانه شول، سيمې يې همداسې پرېښودې، نه يې په‌کې پوستې جوړې کړې او نه يې هم د سيمې د ساتنې په هدف کوم بل اقدام وکړ، د شپې پر ۱۲ بجې طالبانو پر دې سيمو هجوم راووړ او له لاسه وتلې ټولې سيمې يې لاندې کړې.
درې مياشتې مخکې هم د بلخ د سرپرست والي عطا محمد نور په رهبرۍ په دغو سيمو کې عمليات پيل شول، خو د عملياتو له پای ته رسېدو وروسته سيمې بېرته طالبانو ته ورپرېښودل شوې.

اوس پوښتنه دا ده چې ولې هر وخت دغه عمليات له قربانيو ورکولو سره سره پای ته نه رسېږي او نيمګړي پرېښوول کېږي.
ځايي خلک د سرتېرو قوماندانان پړه ګڼي چې په دې برخه کې معاملې کوي، يوازې د خلکو سترګو ته خاورې ورشيندي او ولس ته تلفات اړوي، ګنې ولې په يوه ورځ د ياغي طالب جرړې نه ايستل کېږي.

د بلخ د امنيه قوماندانۍ وياند شېر جان درانی مني چې له عملياتو وروسته سيمې بېرته د طالبانو لاس ته لوېدلې دي، خو وايي، امنيتي ځواکونه په هماغو سيمو کې دېره دي او په دې کار کوي چې له کوم تاکتيک څخه کار واخلي، تر څو طالبان مات کړي.
“طالبان چې کومو سيمو ته وتښتېدل، لېرې پرتې او غرنۍ سيمې دي، هورې عمليات کول ګرانه چاره ده.”
درانی په دې اړه څه نه وايي چې دا اورپکي په چا پورې اړه لري، خو وايي، دوی يې له توپير پرته د له منځه وړلو اراده لري.

د امنيه قومندانۍ د مالوماتو له مخې، په دغو عملياتو کې ۵۰ طالب اورپکي وژل شوي او تر ۵۰ ډېر ټپيان دي چې په مړيو او ټپيانو کې د طالبانو مهم قوماندانان او سرګروپان هم شامل دي.
د امنيه قومندانۍ د مالوماتو له مخې، عمليات يې ځکه پڅ روان وو چې ولسي وګړو ته په‌کې زيان وا نه وړي، خو طالبانو بيا ملکي وګړي سپر ګرځول او خپل سر يې ساته.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply