د ایران د استخباراتي فعالیتونو یوه وړه بېلګه/ حلیم حیدری

0 894

د ایران په پیام نور پوهنتون کې چې د کابل په دهمزنګ کې دی د جزا او جرم پېژندنې څانګه کې د ماسټرۍ محصل وم فضا په ظاهره اکادمیکه وه خو مشکوک فعالیتونه ډېر تر سترګو کیدل د محصلینو حرکتونه په پټه توګه پوره څارل کیدل هر محصل یې پوره پېژانده ، ایراني استا‌‌‌ذان یې ډېر ځیرک خلک ول . یوه ورځ مې یو اعلان ته پام شو چې پکې محصلین د پوهنتون د ادارې یو تن منسوب سره د دوه په دوه ملاقات لپاره دعوت شوي ول . په اعلان کې لیکل شوي و چې د ستاسو کورنیو او اقتصادي ستونزو په اړه به تاسو ته مشوره درکول کیږي غوښتونکي کولی شي مخکې د مخکې له ادارې  سره د خپل نوم ثبت کړي . د اعلان په لیدو سره حیران شوم ، شک مې پرې راغی چې خامخا پکې یو څه شته د دې لپاره چې په موضوع پوره پوه شم ادارې ته ورغلم غوښتل مې چې خپل نوم ثبت کړم ، ادارې چې محصلین یې پوره پېژندل زما د څېرې په لیدلو یې راته وویل چې دا پروګرام اوس بند شوی دی. د پوهنتون فیس ډېر لوړ و زما په ګډون زیات محصلین د ادارې پوروړي ول کله چې د آزموینې وخت شو راته یې وویل چې ترڅو دې پاتې فیس ورکړی نه وي په امتحان کې ګډون ونکړې، دا خبره یې په ټولګي د ټولو لپاره ونکړه تش زه یې ګوښه کړم او راته یې وویل. د دې سره سره چې فیس ډېر لوړ و خو له زیاتو محصلینو څخه فیس نه اخیستل کیده ، خبره مرموزه وه ، خو زما په ګمان هغوی هغه محصلین ول چې د ایران پلوو بنسټونو لخوا پوهنتون ته ورپېژندل شوي وو. زما یو تن دوست یوه ورځ کیسه کوله چې د پوهنتون د فیس ورکولو توان نلرم غوښتل مې درس ووایم یو چا راته وویل چې لطیف پدرام ته ورشه چې جامعه مصطفی (په کابل کې یو ایرانی پوهنتون دی) ته دې معرفي کړي، زه هم لطیف پدرام ته ورغلم و مې ویل غواړم درس ووایم پیسې نلرم جامعه مصطفی ته مې وروپېژنه چې تخفیف راکړي لطیف پدرام راته وویل : جامعه مصطفی پوهنتون ته دې ورپېژنم چې پوره وړیا دې په ماسټرۍ کې ونیسي .

یوه بله خبره چې د یادولو وړ ده په نوموړي پوهنتون کې هغه وخت د ولسي جرګې د غړو په ګډون د هېواد لوړپوړو چارواکو درسونه ویل خو په دروازه کې د مراجعینو هېڅ ډول شخصي پلټنه نه کیدله او د پوهنتون اداره پوره ډاډه وه د ویرې هېڅ احساس یې نه کاوه . یوه ورځ یو تن محصل استاذ ته وویل چې په ګېټ کې باید د تلاشۍ بندوبست وشي استاذ ورته وویل: د افغانستان د دولت مخالفین هېڅکله په ایراني تاسیساتو حمله نه کوي پوره ډاډه اوسئ . هغه وخت داعش په افغانستان کې فعالیت نه درلود.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply