اوس به د جومات حرامي دې انجام ته څه وايي؟!/ احسان الله ارینزی

0 979
رسنیو د کال 2017 د جولای په اتمه نېټه، شنبه، ناڅاپه دا خبر خپور کړ چې د اسلام آباد د بې نظیر بوتو د نړیوال هوايي ډګر د فدرالي څېړنو د ادارې (FIA) یو افسرڅه کړی په هغه افغانه مېرمن جنسې تېری وکړي چې هلته په سفر تللې وه!
د رسنیو له خولې، د پاکستان پولیسو ویلي چې دا مېرمن له خپلې خور سره د بې نظیر بوتو هوایي ډګر ته تللې وه؛ خو د هغه هوتل د تلفون شمېرې د نه لرلو له امله، چې دوی به هلته ورتلې، د پنځو ساعتونو له پاره د څېړنو خونې ته بېول شوې او بیا د FIA یو افسر، اکرم علی شاه، په داسې وخت کې چې خور یې د دخولې ویزې د وهلو له پاره بلې کوټې ته استولې وه، غوښتي چې دا وځوروي؛ خو دې مېرمنی له خونې څخه بهر ته ټوپ کړی او له هغه مامورینو څخه مرسته غوښتی چې هلته په دندو بوخت وو؛ خو دې مامورینو د مرستې په ځای په دې پورې خندلي دی!!
د پاکستان پولیسو ویلي چې د هوايي ډګر امنیتي کمری د دې مېرمنې خبرې تاییدوي او ځکه خو د پاکستان د کورنیو چارو وزیر نثار علی خان د هوايي ډګر دFIAمرستیال د لنډې مودې له پاره بندی کړ!
په اسلام آباد کې د افغانستان مرستیال سفیر زردشت شمس ویلي چې دا ډېر د شرم ځای دی او دوی له پاکستاني چارواکو سره په اړیکو کې دي چې خاطی ته قانونی سزا ورکړ شي.په اسلام آباد کې افغان سفیر ښاغلي زاخیلوال هم په خپل فیسبوک پاڼه لیکلي چې دا قضیه به په کلکه وڅاري.
کله چې دا خبر په رسنیو کې خپور شو، د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې یې د خلکو سخته غوسه وپاروله او ډېرو په رسنیو او ټولنیزه پاڼو کې کلک غبرګونونه وښودل او د اسلامآباد په هوايي ډګر کې یې د دوو افغانو مېرمنو په وړاندې د FIA د مرستیال مشر چلند ډېر غیرانساني او غیراسلامي بللی او په چارواکو یې غږ کړی چې دا موضوع د (دیورند) په شانی غټه، مهمه او حساسیت پارونکی وبولي او د جدي اقدامات وکړي.
د مشرانو جرګې مرستیال محمد آصف صدیقي خو یو ګام وړاندې تللی او ویلي چې پاکستاني پولیس د نړۍ له خورا فاسدو او چټلو پولیسو څخه دي!
د مشرانو جرګې ټولو غړو پرېکړه کړی چې د دې خبرې تر روښانتیا پوری به به پاکستان ته رسمي او شخصي سفرونه وځنډوي.
داسې یو کار ممکن هر ځای وشي چې یو لېونی، غیرعادی انسان یا افسر دی، په یوه ښځه د جنسي تیري یا ځورونې هڅه وکړي؛ خو په هغه ملک کې چې د اسلام په نامه جوړ شوي او بیا په (اسلام آباد) کې، د (بی نظیر بوټو) په لوی هوايي ډګر کې چې هغه هم چې د یوې ښځې د نامه په درناوی جوړ شوی، په یوه افغانه مېرمن د جنسي ځورونې هڅه، بی له شکه د افغانستان او افغانانو په وړاندې د یو پنجابي افسر هغه شیطاني فکر ښکاروي چې دوی له پخوا څخه د افغانستان د ځپلو، ورانولو، بدمرغولو، ټوټې کولو او سوځولو له پاره درلود او تر هغه پوری یې چې لاس ورسېد، هېڅ صرفه یی هم ونه کړه!
زه چې اوس دا کرښې لیکم د هغه حضراتو چوپتیا ته اریان یم چې پاکستان به یې د انصارو وروڼو هېواد باله! اوس له کاڼو غږ خیژي؛ خو دا ټیټ سترګي د بوتانو په شانی غلي او چوپ دي!
زموږ د ګران هېواد انقلابي شاعر، سلیمان لایق، یو وخت ویلی و چې (اوس به د جومات حرامي دې انجام ته څه وایي؟)!!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply